سه شنبه, جولای 2, 2024
Homeخبرونهد م.م. په مشرۍ او د طالبانو په ګډون د دوحې درېیم...

د م.م. په مشرۍ او د طالبانو په ګډون د دوحې درېیم کنفرانس نن پیلیږي

تاند (یکشنبه، د سرطان ۱۰ مه) ټاکل شوې ده چې د ملګروملتو په کوربه توب او د دې نړیوالې موسسې د سرمنشي د سولې او سیاسي چارو د مرستیالې په مشرۍ د افغانستان په اړه د دوحې دوه ورځنی کنفرانس نن پیل شي.

په دې غونډه کې د طالبانو د حکومت د شپږ کسیز پلاوي مشري د موقتې ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد کوي.

مجاهد پرون قطر ته له روانېدو سره هممهاله پر خپله ایکسپاڼه ولیکل: «د افغانستان د اسلامي امارت استازي د دوحې په غونډه کې د ګډون لپاره هغه هیواد ته ولاړل.»

مجاهد پرون دوحې ته تر روانېدو مخکې په یوه خبري کنفرانس کې د خبریالانو پوښتنو ته ځواب ووایه.

هغه وویل چې دوی له “ټولو اړخونو سره د متقابلو تعامل د زیاتولو او د ستونزو د حل” په هدف غونډه کې ګډون کوي ​​او دوی له هیڅ لوري سره دښمني نه پالي.»

مجاهد همداراز په غونډه کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازو ته د اړیکو د پراختیا لپاره افغانستان ته د سفر بلنه ورکړه.

نوموړي په دې خبرې په ټینګار سره چې دوی به په دې غونډه کې د اقتصادي ستونزو د هواري او د خپلې ادارې پر وړاندې د بندیزونو د لیرې کېدا په اړه خبرې وکړي، په ګډون کوونکو هېوادونو غږ وکړ چې په ننګونو کې دې افغانستان یوازې نه پرېږدي.

مجاهد وویل چې دوی به په دې ناسته کې د افغانستان پر کورنیو چارو، چې له بهرنیانو سره تړاو نه لريو خبرې ونه کړي.

ظاهراً د ښاغلي مجاهد اشاره د بشري حقونو سرغړونو په تېره بیا د ښځو د زده کړو او کار د حق تروړلو ته وه چې نړیواله ټولنه او د افغانانو اکثریت یې له طالبانو څخه غواړي او باور کېږي چې تر هغو دا حقونه نه وي ورکړل شوي هیڅ هیواد به د طالبانو رژیم د افغانستان د قانوني دولت په توګه په رسمیت ونه پېژني.

د طالبانو د څرګندونو خلاف تمه کیږي چې د ملګرو ملتونو د غونډې په اجنډا کې به د ښځو اړوند مسایل شامل وي.

په قطر کې د طالبانو د حکومت د دفتر مشر سهیل شاهین روسي رسنیو ته ویلي، هیله لري چې دغه ناسته به پر افغانستان د بندیزونو په لیرې کولو کې مرسته وکړي.

د ملګروملتو په مشرۍ د دوحې کنفرانس په لومړۍ غونډه کې د طالبانو استازو ته بلنه نه وه ورکړل شوې خو په دوهمه ناسته کې طالبانو له دې سره سره د دوحې په کنفرانس کې ګډون ونه کړ چې بلنه ورکړل شوې وه.

د طالبانو حکومت نه غواړي چې د بشري حقونو مسلې، په ځانګړې توګه د ښځو د تعلیم او کار حقونه په دې غونډو کې په دې دلیل راپورته شي چې د دوی په باور د هیواد په کورنیو چارو پورې اړه لري.

حال دا دی چې دا کنفرانسونه د دې لپاره دایریږي چې طالبان د نورې نړۍ په شان تعلیم په شان د خپلو خلکو ابتدايي بشري حقونه ومني.

په دې غونډه کې د ۲۵ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي برخه لري.

2 COMMENTS

  1. دوه خبرې ډیرې مهمې دی :
    یوداچې ذبیح الله مجاهد که رښتیا بهرنۍ لاس وهنې که له هر ادرس څخه وی د منلو وړنه دی . داکلک اوسم دریز دی اوباید د بهر لاسونه نه وی.
    که مجاهدوایی چې ښوونه او روزنه او دښځو کړکیچ کورنۍ خبره ده ، سمه ده ولې ددې کورنۍ اهمیت لاندې دوه اوچت فکتوره احتولا کوی :
    الف-حق اوفیصدی ښځې منحیث دټولنې ستر غړی په توګه.
    ب- کورنی خبره خو اهمیت یې له نړیوال حق هم اوړی.
    کورنی او بهرنی حق تحریم کیدای نه شی

  2. احتوا

    که افغانان دبین الافغانی او بین الدولی مذاکراتو، خبرو اترو ته لاره وموندې فاسد اوفاسق عوامل وپېژنی نو بیا دسوظبر پاورونوکیسه هم مفته کیږی یعنی روس او امریکا مجبوره دی چې دسیمې سیاست ته احترام وکړی .
    خو که افغانان ویشلې وی او له هر ادرس
    نارې سورې وهی نو بیا دغه لانجې بن بست او انډوخ ته ځی .
    تنور ډیر داغ هغو خلکو ته دی چې شخصی ګټې یې له لاسه ورکړی ستر مثال یې شکریه بارکزی، سیما سمر، دپارلمان یوشمېر ښاماران دی چی په ویانا کې کولې باسی حضرت علی شاړی بیا خپله کیسه لری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب