سه شنبه, جولای 2, 2024
Homeخبرونهد نجونو د ښوونځیو د بندېدو ۱۰۰۰ ورځې پوره شوې

د نجونو د ښوونځیو د بندېدو ۱۰۰۰ ورځې پوره شوې

تاند (شنبه) له نن څخه ۱۰۰۰ ورځې پخوا په دې ورځ (د جون ۸ مه) طالبانو نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو راوګرځولې.

دغه بندیز، څو ورځې وروسته له هغې صادر شو چې دې ډلې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک تر لاسه کړ.

د بشري حقونو د څار ادارې د نجونو پر زده کړو د بندیز د ۱۰۰۰ ورځو په مناسبت په یوه بیان کې ویلي چې افغان ټولنه به تر ډېرو پورې د مسلکي ښځینه کدرونو د بایللو له کبله په پښو ونه دریږي ځکه چې افغانستان هسي هم د سودا له نظره خورا په ټیټه کچه کې دی.

ملګري ملتونه طالبان تورنوي چې د خپلو سختو فرمانونو، پالیسیو او د ښځو او نجونو پرضد په سیستماتیکو اقداماتو “جنسي تبعیض” کوي، او افغانستان د سخت دریځو اسلامپالو تر واک لاندې د “د امیدونو هدیره” بولي.

له خطرونو سره سره، بیا هم ډیری افغان نجونې هیلې له لاسه نه ورکوي او له طالبانو پټ غیر رسمي ښوونځیو ته ځي ترڅو زده کړې ته دوام ورکړي. د دوی هیله دا ده چې که د طالبانو رژیم نسکور شي او یا د نړیوالو فشارونو له لارې مجبور شي چې خپل محدودیتونه نرم کړي، دوی به کولی شي چې ازموینه ورکړي.

په افغانستان کې ډیری غیر رسمي ښوونځي د اکمالاتو او ښوونکو د کموالي په شمول په محدودو سرچینو کار کوي. دوی له هېواده بهر د ښځو د حقونو او د پوهنې د فعالانو ملاتړ ترلاسه کوي، چې د درسي کتابونو او د ښوونکو د معاشونو لپاره میاشتنۍ بودیجه استوي.

«پوهنه فنډ» یوه له هغو خصوصي ډلو څخه ده چې د پټو ښوونځیو ملاتړ کوي، په ځانګړې توګه د افغانستان په جنوبي او ختیځو ولایتونو کې. د دې موسسې بنسټ ایښودونکې، وږمه توخي، چې له افغانستانه وتلې او اوس په اروپا کې ژوند کوي، سي بي ایس نیوز ته وویل، د هغې د ډلې په ملاتړ د ښوونځیو شبکه شاوخوا ۱۳۰۰ تنکۍ نجونې زده کوونکي لري.

توخي سي بي ایس نیوز ته وویل، “د دې ښوونځیو په جوړولو کې زما موخه دا ده چې نجونې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، په ځانګړې توګه په لیرې پرتو او وروسته پاتې ولایتونو کې، چې له شپږم ټولګي څخه وروسته د زده کړې له اساسي حقونو څخه بې برخې دي.”

شیرین، چې نه غواړي اصلي نوم یې څرګند شي، د حقونو فعاله ده او د هلمند په جنوبي ولایت کې په پټ ښوونځي کې یوازینۍ ښوونکې ده. نوموړې د طالبانو له بندیز مخکې ښوونکې وه او له هغه راهیسې یې په پټه خپل کار ته دوام ورکړی دی. هغې CBS نیوز ته وویل چې لاهم خپلو ډیری پخوانیو زده کونکو ته پوهنې فنډ په مرسته درس ورکوي.

دا هره ورځ دوه ځلې درس ورکوي.

شیرین په یوه تلیفوني مرکه کې CBS نیوز ته وویل:«په دوو غونډو کې 40 زده کوونکو ته درس ورکول ستونزمن کار دی، مګر زه ژمنه یم چې له دې نجونو سره مرسته وکړم.»

وروسته له هغه چې طالبانو د نجونو ښوونځي وتړل ډېری نجونې د رواني روغتیا سختې ستونزې تجربه کوي.

5 COMMENTS

  1. تف لانت په داسې لوپر چه د اسلام، ډلی او ډلګی، ګوند، مجاهد، خلقی او طالب په معنی نه پوهیږی. څوک چې د داسی لوپر پلوي کوي لوی ځناور به وي ! دین په انسانانو کی د لوپر او لوچک ختمول دي !

    د طالیبانو د ډلی او ډلګي لخوا د انجونو د ښونځیو بندول د افغانستان پرمختګ د ډبرو د وخت زمانی ته وړی.

    د طالیبانو د ډلی او ډلګۍ لخوا د انجونو د ښونځیو بندول د افغانانو په دین، کلتور او خلکو اټومی چاودنه ده.

  2. دوي خپله لومړۍ پنځه کلنه دوره هم په همدې تیره کړه چې په نن اوسباکې به د نجونو مکتبونه پرانیزو او ، اوس ئې هم دطالب پلوه ارو پائې افغانانو په خولو کې ورکړی چې د مناسبو شرایطو د برابرولو ورو سته به د نجونو زده کړو او دښځو ټولنیز فعالیت ته اجازه ورکړه شي خو یقین څه چې په ګمان کې هم نه ځائېږې چې دا سرزوري او افراطي ډله دې دا کار کړي مناسبه دا ده چې نور نو افغان ملت دخوبه راویښ شئ واکمنو ته دې یو ږغ شئ دخپلولوڼو ، خویندو او میندو بشرې حقوق دې ترینه واخلئ

  3. ویر او فریاد مونږ افغانان دا ۵۰ کاله کوو، مونږ یو بې اتفاقه، بې همته او صرف د غورو خلک یو. زمونږ د کور مخې ته ګند پروت وي ددې پر ځای چې پخپله یې پاک کړو او د بوی، چټلتیا او ناروغیو ځان وژغورو د موسیې، حکومت یا بل چا په طمعه ناست یو. یو ملت کیدو او پاڅون ته اړتیا ده کنه د شرق، غرب او ګاونډي په لومو کې به ګیر یو. په میلونو افغانان ووژل شو د تل خلاصون دپاره که لږه نوره قرباني ورکړو او د طالب، داعش، مجاهد، کمونیست او نورو نه ځان خلاص کړو ارزي پرې، کنه د تل غلامۍ ته تیار اوسئ.

  4. زموږ د نجونو ښوونځي د طالب په نوم بل چا بند کړي دي چې هغه پاکستان او امريکا + ملاتړي دي.
    په تېر کې يې باچا خان د نجونو د ښوونځي پء جوړېدو باندې د چارسدې په اتمانزيو کې زندان ته اچولی وو او داسې يې وهلی وو چې پښتۍ يې پکې ماتې کړې وې او له هغه مخکې پر امان الله خان د کفر فتوی ورکړه او ملايان يې پسې راپاڅول چې هلته هم د پردې تر شا د هغه وخت هغه زوړ زبرځواک وو او اوس هم له يوې پېړۍ زيات وخت په تېرېدو سره بيا هماغه لوبه پر موږ روانه ده.
    زوړ ښکېلاک د خپأو عسکرو د جنسي تندې سړونې لپاره د لاهور د هيرا منډي ورته جوړه او هغه يې پخپل قانون کې درج کړه او رسمي يې کړه چې د زوړ ښکېلاک له وتلو وروسته يې تر ننه څوک بندولی نه شي، دا ځکه چې زوړ ښکېلاک رسمي کړې او په قانون کې يې ورته ځای ورکړی دی او ماليه يې پرې لګولې ده او دا کړنې په ډېرو ځايونو کې شته.
    موږ ته کوکنار او ترياک ارزښت لري، خو زده کړه نه چې ښه بېلګه يې تېره مياشت په بدخشان کې د کوکنارو په سر سره تاوتريخوالی وشو، خو هېڅوک د ښوونځيو او پوهنتونونو په خلاصون پسې راپورته نه شول او نه يې طالب دېته اړ چې ښوونځي پرانيځي. د کوکونارو د کرکيلې د اړولو په سر قاري فصيح الدين اړ شو چې خپله بدخشان ته ورشي او خلک ارام کړي.
    ولې د خپلو اولادونو په نه زده کړه او د ښوونځيو په نه خلاصون کې جديت نه اخلو؟
    دا ځکه چې بل څوک مو نه هڅوي. د امريکا او پنجاب جهاد وو او هغوی په افغانستان کې خپلو موخو ته ورسېدل. نور نه جهاد شته او نه څوک د جهاد نارې وهي. هغه خلک هم چوپ دي چې ويل به يې ((جهاد به تر قيامته جاري وي))، خو نن غږ هم له خولې نه وباسي. دا ځکه چې نور نه څوک وسله ورکوي او نه کارتوس، باروت او پيسې.
    زموږ ښوونځي او پوهنتونونه او زده کړه د لاهور له هيرا منډي هم بدتر شول.

  5. جنسی تبعیض که جنسیتی تبعیض ؟
    بله دا چي ځینی وروڼه لکه اجنبیان ،مغرض او مرضی کړۍ هر څه یی چي خوښ نه شول او په جهالت کګړ وو ؛ هغه هم افراطی اسلام بولی ،مثلاََ د نجونو د تعلیم او کار په وړاندی خنډونه او نور بدوی مسخرو او جهالت ته هم افراطیت عنوان ورکوی ،حال دا چي اسلام نه افراط منی او نه تفریط .
    نو موږ نباید د نورو غلط اصطلاحات وکاروو ؛ د مفاهیمو ،اصطلاحاتو او اهدافو پیژندنی تشخص د هر تعلیم یافته مومن دقت او ځیرکتیا پوری تړاو لری تر څو د نورو په خدمت کی استعمال نشو ،او دا دقت او ځیرکی مستقیم تړاو لری له سالم فهم سره .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب