چهارشنبه, جولای 3, 2024
Homeخبرونهمجاهد: دوحې ناستې ته د پلاوي ورتګ مو کوم بل لوري سره...

مجاهد: دوحې ناستې ته د پلاوي ورتګ مو کوم بل لوري سره د دښمنۍ په مانا نه ده

تاند (شنبه، د سرطان ۹ مه) د طالبانو د رژیم عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد، د ده په مشرۍ د دوحې درېیمې ناستې ته د طالب پلاوي له ورتلو مخکې په کابل کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې د دوحې په ناسته کې د دغه  پلاوي ګډون له هېڅ لوري سره د دښمنۍ په مانا نه بلکې له نړۍ سره د ښه تفاهم او ستونزو د حل په موخه دی.

مجاهد زیاته کړه، چې په دې غونډه کې د طالبانو  د پلاوي تمرکز به تر ډېره بریده پر دې وي، چې د افغانستان د ستونزو د حل په اړه د غونډې له ګډونوالو سره د افغانانو واضح پیغام شریک کړي.

هغه په ځانګړي ډول له نشه يي توکو سره د مبارزې، اقتصادي ستونزو او د بانکي سیسټم یادونه وکړه.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د دوحې په ناسته کې به د نړۍ له یو شمېر هېوادونو سره د طالبانو د ستونزو او تعامل د رامنځته کېدو په تړاو خبرې وشي او په وینا یې د افغانستان کورني موضوعات د دغه ناستې په اجنډا کې ځای نه لري.

نوموړي همدارنګه څرګنده کړه، چې اوسمهال د دوی رژیم سره د ګڼو هېوادنو سياسي اړیکې رسمي بڼه لري او هیله هيله من دی، چې  پلاوی به یې د دوحې په راتلونکې ناسته کې  نورو هېوادونو ته هم قناعت ورکړي، چې له طالب امارت سره لا تعامل ولري او په دې تړاو د هغوی اندېښنو ته ځواب وویل شي.

مجاهد هیله څرګنده کړه، چې د دغه ډول ناستو جوړېدل او په هغه کې د افغانستان په استازیتوب د طالبانو د اسلامي امارت د پلاوي ګډون به د نړۍ له لوري په افغانستان کې د حاکم رژیم د رسمیت پېژندلو ته لاره پرانیزي.

د یادونې وړ ده، چې د دوحې راتلونکې ناسته به سبا ( د جون۳۰مه) پیل شي، چې د طالبانو د رژیم له لوري به پکې د دوی د ویاند ذبیح الله مجاهد په مشرۍ د کورنیو چارو، بهرنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او د افغانستان بانګ له استازو څخه جوړ ۶ کسیز پلاوی ګډون وکړي.

پر ملګرو ملتونو او دوحې ناستې له دې امله، چې د طالبانو په غوښتنه یې د ښځو او بشري حقونو موضوعات د دوحې ناستې له سر اجنډاوو ایستي، له سختو نیوکو سره مخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب