سه شنبه, جولای 2, 2024
Homeخبرونههند د ۲۰۲۴ د شل اوره جام اتلولي وګټله

هند د ۲۰۲۴ د شل اوره جام اتلولي وګټله

تاند (شنبه، د سرطان ۹ مه) د ۲۰۲۴ شل اوره جام سیالۍ د هند او جنوبي افریقا ترمنځ په پایلوبې او د هند په بري پای ته ورسیدې.

هند د دې جام اتلولي وګټله خو د شل اوره جام سیالیو په دې پړاو کې تر ټولو ډېرې منډې د رحمان الله ګوربز او تر ټولو ډېر ویکټونه د فضل حق فاروقي په نامه شول.

ګوربز په ۸ مسابقو کې ۲۸۱ منډې کړي، تر ده وروسته د هند روهیت شرما ۲۵۷ منډې کړي دي.

خو په باولرانو کې فضل حق فاروقي د ۱۷، د هند ارشدیپ سینګ ۱۷، جاسپریټ بومرا ۱۵ او راشدخان ۴ ویکټونو په اخیستو له لومړي تر څلورم مقامونه خپل کړي دي.

فاروقي د دې لپاره لومړی دی چې د ورکړو منډو اوسط تر ارشدیي سنګ ټیټ دی.

پایلوبه

هند پچه وګټله او لومړی یې بیټنګ وکړ. تر ټولو ښه توپ وهنه د هند ناتو لوبغاړي ویرات کوهلي وکړه. ده په ۵۹ منډو ۷۶ منډې وکړې. اکسیر پاټیل په ۳۱ توپونو ۴۷ او شیفام دوبې په ۱۶ توپونو ۲۷ منډې وکړې.

د جنوبي افریقا لومړي دوه لوبغاړي ژر وسوځېدل خو نورو نسبتاً ښه بیټنګ وکړ. پایلوبه هند په ۷ منډ‌و وګټله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب