دوشنبه, جولای 1, 2024
Homeخبرونهد کابل د روغتونونو ښځینه کارکوونکو د معاشونو د کمېدو په اعتراض...

د کابل د روغتونونو ښځینه کارکوونکو د معاشونو د کمېدو په اعتراض کې اعتصاب کړی

تاند (شنبه، د سرطان ۹ مه) د کابل د څلورو روغتونونو ښځینه کارکوونکو په دې اعتراض کې چې واکمن رژیم د دوی معاشونو پنځه زره افغانیو ته راکم کړي، اعتصاب کړی دی.

د راپورونو له مخې په دغه اعتصاب کې د اندراګاندي د ماشوم روغتیا، ستوماتولوژي، شیخ زاید او وزیر اکبر خان روغتونونو کارکوونکو برخه اخیستې ده.

په هغو تصویرونو کې چې بېلابېلو رسنیو نن خپاره کړي، لسګونه میرمنې لیدل کېږي چې په طبي یونیفورم کې د روغتون مخې ته راټولې شوې دي.

د دغو ښځو له ډلې څخه ځینو یې د ښځینه کارکوونکو د معاشونو د کمولو په اړه د طالبانو پر پرېکړې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې ۵۰۰۰ افغانۍ حتی د ژوند د لومړنیو لګښتونو لپاره کافي نه دي.

د تیرې میاشتې په نیمایي کې د طالبانو ادارې یو لیک په رسنیو کې خپور شو. په دغه لیک کې ویل شوي و چې د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخوندزاده د ښځینه دولتي کارکوونکو معاش ۵۰۰۰ افغانۍ ټاکلی دی.

د طالبانو د ادارې له خوا د مالیې ریاست ته په استول شوي لیک کې راغلي چې د تېر حکومت ټولې ښځینه کارکوونکو ته، چې اوس یې معاشونه ورکول کېږي، په بودجوي او غیر بودجوي واحدونو کې به ۵۰۰۰ افغانۍ ورکول کېږي او د ټولو معاشونه به مساوي وي.

دې پرېکړې د ښځینه فعالانو انتقادونه وپارول او دا کار یې د ښځو د ګوښه کولو لپاره د دې ډلې د روانو هڅو یوه برخه وبلله.

تر دې مخکې د ملګروملتو د بشري حقونو لوی کمېشنر ولکر ترک هم پر دې پرېکړې اعتراض کړی و.

خو هغه مهال داسي ویل شوي و چې یوازې د هغو ښځو معاشونه ۵ زره افغانیو ته راټیټ شوي چې په کور ناستې دي، خو اوس څرګنده شوه چې د هغو ښځو معاشونه هم ۵ زره افغانیو ته راټیټ شوي چې په روغتونونو کې د ډاکترانو او نرسانو په توګه کار کوي.

7 COMMENTS

  1. ظالم تل ظالم بلل کېږی، پرواه نه کوی چی ګېره ور وی ېا بی ګېری. د ښځو معاشونه راکمول څه معنی؟ چی حکومت نشی کولای نو ضرور نه ده بل چاته ېې پرېږده. خلک دی ډوډۍ پسی لېونی کړل او ته ورته همدا وایی چی اسلامی نظام مو راوستی شکر وباسۍ ، که د لوږی مړه هم شۍ خو چی نظام ته څه ونه واېاست. لعنت دی سیتا په امنېت او حکومت وی. بی سواده خره مو راغونډ کړی او د عزت قوم مو په نړۍ کی په سپکو سپک کړ.

  2. طالبان او مداحان یی وایی: امنیت مو راوستی ؟
    مخکی د ورځ ۵۰۰ شاوخوا جنګیالی وژل کیدل خو اوس څوک نه وژل کیږی. مګر حقیقت دا دی چي اوس د ورځی څو سوه مور او ماشوم مری؟ څو سوه ایران ،ترکیه او پاکستان کی وژل کیږی؟
    څو سوه پټ او ښکاره پخپل سر ملیشې یی وژنی؟
    او څو زره بیکاری ، لوږې او بی عدالتی تدریجی مرګ ته سوق کړی؟
    نو چي څوک اهل د کار نه وی ،ملت ته خدمت کولی نشی بلکی ملت وژنی نو کار اهل ته یی سپارل فرض او استعفا عاقلانه او تقوی ده نور د نورو لارو وژل ودروی ورنه الله ج عزیز ذوانتقام او سخت محاسبه کوونکی دی که څوک پری ایمان ولری.

  3. ښځه د انساني ټولنې یو عجیب او ظریف مخلوق دی .
    ترټولو مخکې ښځه مور ده ، ټول انسانان د بابا آدم ع او بي بي حوا ع اولاده ده . ښځه د الله تعالی د نازولو پیغمبرانو او ټولو انسانانو مور ده .
    ښځه د کورنۍ د اولادونو خور ده او خور هغه خواخوږی موجود ده چې د ورونو او ټولې کورنۍ په خدمت کې وي ، له ډوډۍ پخولو ، کالي مینځلو ، کور پاکولو ، د وړو ورونو او خویندو په روزنه کې بوخته وي .
    ښځه د مور او پلار اولاد یعنې لور ده . هغه تر هرچا د خپل مور و پلار زیات خدمت کوي . د مریضي او ستونزو په وخت کې له هغوی سره وي او ډاډګیرنه ورکوي .
    او بالاخره د نوې کورنۍ په تشکیل کې بیا مېرمن ده ، چې بیاهم د مېړه ، اولادونو ، خسرګنی … په خدمت او د مېلمنو ترټولو ښه هرکلی کوونکې ده .
    د افغانستان په څېر بدوي او وروسته پاته ټولنه کې د پورته یاد شویو خدماتو نه علاوه ښځه د نارینه و سره څنګ په څنګ د مځکې په کرلو ، خشاوو ، لو او حاصلاتو په را ټولو ، مالداري ، کورجوړولو او هره برخه کې مرستندویه ده .
    که یوه ښځه تعلیم وکړي ، د دنیوي او اخروي علومو له فیوضاتو نه برخمنه وي ، هغه به راتلونکې ټولنې ته هوښیار ، وطندوسته او خدمتګار ځوانان وړاندې کړي .
    بنا د ټولنې هر نارینه ښځې ته د خور ، مور او یا لور په سترګه وګوري ، درناوی یې وکړي او د هغوی حقوق پر خپل وخت او مناسب مقدار سره ورکړي ، ترڅو هغه غیر اخلاقي او غیر شرعي کړنو ته مجبوره نه شي.

  4. هیبتې ځناور یوه پردې اجیره د کرایې ملیشه دي چې، په سب کانټرک ای آیس ای ته سپارل سوئ. د دغو ارازیلو اوباشو ټول تحرکات او ټولې کړني د افغانستان د ملي ګټو پر ضد دئ. له افغانستان څخه د مغزونو له تيښتې رانیولي د خویندو میندو په مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو ترل د دغې پروژه ستراتیژیک عمق نماینده ګي کوئ. مرموزو او هدفي وژنو لړلي په خپل ټول زور او توان په چټکي مخته روانه دئ. د کورنیو چارو وزارت، ملي دفاع وزارت،امنیت ملي، مخابراتو وزارت او همدارنګه د ریاست الوزرا په ګډون ګڼ شمیر کلیدې ادارې په مستقیم ډول د ای آیس ای لخوا اداره او کنترولیږي. د حقانیانو شبکې او کندهار شبکې تر منځ ای آیس ای ته د غلامي ثابتولو کلکه سیالي روانه دئ.
    ای آیس ای د اماراتو له لارې غواړي حقانیانو ته لا نوره ډیره ونډه ورکړئ.
    دغه ټول مطالب چې، راټول کړي دا خبره ثابتوئ چې، دا خلک پروژه دي، او کړني یې د ملي ګټو سره په ټکر کې دئ.
    نن ورځ له میرمنو څخه په افغانستان کې د ښووني او روزني تر څنګ د ژوند حق هم واخیستل سو او هغه هم د دین په نامه د داسې ځناور په امر چې، غیر له پیریانو بل چا په سترګو ندي لیدلئ.

  5. تا کې بیا هغه د لیونې سپې څپه مسته سوئ او زړه دی غپلو ته کېږئ. زویه غاپه څومره چې، د زړه غواړي غاپه ځکه لږ شیبه وروسته به ټاند دی تا لعنت په دا غره در ننباسي او په ډیلیټ بټنې به یې
    تورو خاورو ته وسپارئ.
    وایې یو وخت یو لوده احمقه انسان بلکل لوپره ستا په شان غوښتل یې اسلام پسې سپکۍ سپوري ووایې. کله چې خبرو ته ولاړ سو نو پوسکۍ واچوله. چې خبري او کنځا یې خلاص سول.

    یو کس ورته وویل: لوپر صیب کمال دی وکړ. په پنچر ټیر دی موټر له کنځا سره منزل ته ورساوه.
    په تا احمق لوده هم همدا کانه سوئ.

    • د غپا تر څنګ دی پوڅکۍ او تیزونو اچول هم شروع کړئ.
      افراط او تفریط دوه هغه متضاد قطبونه دي چې، انسان د ځناور مقام ته راټیټوئ او سترګي هم ور ړندوئ. ته ملامت نه یې ځکه ته یو جاهل ځناور یې . د ما دین د ما د پرمختګ مخه یې ندي نیولي بلکې الحمدلله بر خلاف د ما د ژوند ټول پرمختګ د ما د مبارک دین او الرسول ص لارښوونو نتیجه دئ. الحمدلله په ژوند خوشحال او سکون لرم، او په قناعت ژوند تیروم.
      ته ناروغه یې او دی ترحم وړ یې.

    • ستا دا هر لیکل سوي جمله ستا په شوده ګې ، جهل او حماقت دلالت کوئ. د تا او ټرلیب تر منځ توپیر دا دي چې، هغوى ته افراط سترګي ور ړندي کړي او تا ته تفریط او جهل مطلق.
      د قرآن او علم نوم مه اخله دا کمیس په تا لوى دي زویه.
      ته لومړي ادب او اخلاق زده کړه کله چې، په دغو کې بریالي سوي بیا به په قرآن کې سره خبري کوو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب