سه شنبه, جولای 2, 2024
Homeخبرونهد ښځو د حقونو پر موضوع له بحث رسمي انکار؛ طالبان له...

د ښځو د حقونو پر موضوع له بحث رسمي انکار؛ طالبان له دوحې ناستې څه غواړي؟

تاند (یکشنبه، د سرطان ۱۰ مه) د طالبانو د رژیم عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد، چې د دوحې درېیمه ناسته کې د خپل رژیم د پلاوي مشري کوي، رسماً له دې انکار کړی چې د دوحې ناسته کې به د افغان ښځو د تلف کړو حقونو پر موضوع له بحث کولو ډډه وکړي.

نوموړي دغې ناستې ته له تلو مخکې د شنبې په ورځ کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د ښځو د حقونو موضوع د افغانستان کورنۍ موضوع ده او له هېواده د باندې پرې بحث نه کیږي.

هغه له جزیاتو پرته دا هم ویلي، چې که دغې موضوع ته په هېواد کې دننه یوه منطقي حل لاره ونه لټول شي، افغانستان بیا له نښتو او بحران سره مخ کېدای شي.

مجاهد روښانه نه کړه، چې د ښځو د تلف کړو حقونو په ورکړه چې تر ټولو عمده یې نجونو ته د زده کړو او ښځو ته د کار د اجازې ورکول دي، افغانستان ولې او څنګه بحران سره مخ کولی شي؟

په ور ته مهال، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ویلي چې د ده په ګډون د رژیم پلاوی به یې په دوحې ناسته کې له ملګرو ملتونو وغواړي چې پر افغانستان لګول شوي مالي بندیزونه لیرې شي.

د هغه په وینا، دغو بندیزونو عام افغانان ډېر زیانمن کړي او اړتیا ده چې بندیزونه پای ته ورسول شي.

طالب چارواکو تر دې مخکې هم د ښځو د حقونو په تړاو ورته خبرې کړي او له نړیوالو یې پر افغانستان د مالي بندیزونو د ایسته کولو غوښتنې کړي.

د دوی منتقدان بیا باور لري، چې پر افغانستان د بندیزونو او سختو اصلي ملامتي طالبانو ته ورګرځي.

د دوی په وینا، که د ښځو د حقونو موضوع طالبان اوس کورنۍ موضوع تعریفوي، ولې یې د دوحې مذاکراتو پر مهال امریکایانو او نورو لوریو سره د دغو حقونو د تامین ژمنې کړي او لیکلی تضمین یې ورکړی؟

2 COMMENTS

  1. چې یو څوک انسانیت ته احترام نلري د هغوی څخه د ښځو د حقوقو طمعه لرل حماقت دی. چې یو څوک خپلې ښځې، مور، خور او لور ته احترام نلري او په سپکه ورته ګوري نو هغوي سره بحث کول پدې معنی دي چې د یو وحشي ځناور نه د انسانیت طمغه لرل. دوی د هلکانو سره بلد دي خپله یې هم هلکولي تیره کړې او اوس په هلکانو روګدي دي ښځه نه مني. په خارج کې ورته ګی وایي ازادي لري دوی هم ازادي ورکړې خو اسلامي ازادي.

  2. د سلیمان د خبرو په تائید باید اووایم چې، له هیبتې ځناورو سره بحث دی وخت ضایع کولو معنی لرئ. دا کرایې ملیشه د اسلام او هم د افغانستان دی ملي ګټو ضد نا اصلاح سوي پدیده دئ. دا ځناور یوازې د زور په ژبه پوهیږئ او بس!
    ما ندي اوریدلي چې، چا حق له بې مروطه اربابانو په زاریو یا ننواتو تر لاسه کړي وئ. بلکې حق اخیستل کیږئ او دا عملې کار غواړئ په خبرو او لیکلو نه کیږئ. له قوه او زور پرته دا وحشي ځناور حق ته په هیڅ ډول او صورت سره غاړه نږدئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب