چهارشنبه, جولای 3, 2024
Homeمقالېد افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې د کوچنیو او متوسطو کاروبارنو رول...

د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې د کوچنیو او متوسطو کاروبارنو رول او پر وړاندې یې خنډونه

صاحب الله صابر

پېژنده :

د کوچنیو او متوسطو کاربارونو نړیواله ورځ يوه کلنۍ پیښه ده چې د جون میاشتې په ۲۷ نېټه لمانځل کیږی تر څو د کوچنیو او متوسطو تشبثاتو ارزښت په ټولنو کې جوت شي. په  دې ورځ اغلبً د SMEs په وړاندې خڼډونو باندې بحث کیږي او له دې کاروبارونو څخه د ملاتړ پالیسیو ته کتنه او غښتلې کیږي. د ټولو اقتصاد پوهانو او د متشبثینو همدا نظر دی چې له SMEs  څخه هر اړخیز ملاتړ خورا مهم دی.

د دوی عمده  دلایل وایي چې SMEs د هېوادونو د اقتصادونو د ملا تیر بلل کیږي ځکه په اکثرو هېوادونو کې ډیری کاربارونه کوچني یا هم متوسط دي چې د بوختیا په موندلو کې یې له هېوادونو سره ډېره مرسته کړې. ریښتیا هم SMEs اقتصادي پرمختیا چټکه وي او د نوښتونو، دندې موندلو، فقر کمولو کې حیاتي رول لري. نوڅکه ویل کیږي چې د دوامداره پرمختیا لرلو لپاره باید SMEs څخه ملاتړ وشي خاصتاً هغه اقتصادونه چې نوې غواړي وغوړیږي لکه افغانستان. د افغانستان په اقتصاد کې SMEs  تر ۸۰٪ سلنې پورې غیري زراعتي سکټور او تر ۶۰٪ زراعتي سکټور سره مرسته کوي.

افغانستان کې SMEs په مختلفو صنعتي فعالیتونو کې له تولید څخه نیولې تر خدماتو او راکړې ورکړې حتا تر زراعتي کړنو پورې شامل دي. نو د دغه سکټور په غښتلتیا سره به د افغانستان اقتصاد وده وکړي، خلکو ته به کار پیدا شي، فقر به کم شي. واقعیت دا دی چې د نړۍ نفوس ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دی او د نفوسو د دغه زیات والي سره په مصرفي بازارونو کې تر بل هر وخت د متاع او خدماتو تقاضا زیاته شوې ده او دغه رامتځ ته شوي تقاضا ایجابوي چې تولیدي او خدماتي شرکتونه دې رامنځته شي ترڅو د بازارونو اضافي تقاضا رفع شي. اوس که چېرته د کوچنیو او متوسطو تشبثاتو لپاره یو هوسا بستر شتون ولري او د نویوکاروبارونو رامنځته کېدل کم اقتصادي لګښت ولري په دې سره د بریالي تشبثاتو نسبت لوړیږي او اقتصادي پرمختګ ته لار آسانوي. دا چې افغانستان یو مصرفي اقتصاد لري،کوچني او متوسط تشبثات په کې له څو ملیتي شرکتونو سره سیالي نه شي کولای نو د دولت جدي ملاتړ ته اړ دي ځکه تر هغه چې د تشبثاتو دوران ثبات ونه لري په اقتصادي پرمختګ کې رول نشي لوبولی.د دې لیکني اساسي موخه دا ده چې د افغانستان په اقتصاد کې د SMEs  ونډه تر بحث لاندې ونیول شي، SMEs په وړاندې چې خنډونه دي وپيژندل شي، او له  دوی څخه د ملاتړ لپاره کړنلارې وړاندې شي.

د افغانستان د اقتصاد اوسنی حالت:

د افغانستان اقتصاد تر ډېره په کرنه ولاړ دی، چې کرنه یې په GDP کې شاوخوا ۲۵٪ ونډه لري. د افغانستان په اقتصادکې کلیدي سکټورونه لکه د معدن سکټور، محدود تولیدي سکټورونه (نساجي، خوړو پروسس، او نور)، خدماتي سکټورونه(ترانسپورت، مخابرات) شامل دي. په هر صورت، د افغانستان اقتصاد کلونو جګړو ځپلی، د سیاسي بې ثباتۍ ښکار او په بهرنیو مرستو پورې تړلی اقتصاد دی. دې ستونزو د افغانستان اقتصاد ګڼو ننګونو سره مخ کړی. بیکاري یو له هغو ننګونو څخه دی. افغانستان کې د بیکارۍ کچه له ۲۳٪ څخه زیاته ده چې دې ستونزې ځوانان او ښځې ډېرې اغېزمنې کړي. بل افغانستان لاهم په نړیوالو مرستو متکې دی، چې دا مرستي د GDP او دولتي عوایدو یوه لویه برخه جوړوي. د افغانستان اقتصاد د زیربناوو له سخت کمښت سره مخ دی خاصتاً هغه زیربنا چې د معیاري ژوند تیرولو لپاره ضرور دی لکه برېښنا، ترانسپورت، مخابرات. دې ننګونو د افغانستان اقتصاد غیر رسمي ساتلی چې ۸۰٪ تر ۹۰ ٪  اقتصاد غیر رسمي اټکل شوی. غیر رسمي اقتصاد طبعاً مالیات نشي راټولیدلی چې نتیحه کې د دولت لګښتونه نه تمویل کیږي او د دولت بهرنیو مرستو پورې تړلی پاتې کیږي. هدف دا دی چې خصوصي سکټور په افغانستان کې حمایت شي تر څو اقتصاد د داخلي منابعو څخه په استفادې په پښو ودریږي چې غوره لاره یې د SMEs څخه ملاتړ او تقویت دی. SMEs دا توانایي لري چې زیات شمیر افغانان خاصتاً ځوانان او ښځې د بیکارۍ او فقر له ګردآب څخه وژغوري. تشبثات ملي خزانۍ دي او باید خوندي شي دوی ته باید د امکان تر حده تغذیه، هڅونه او انعام ورکړل شي ځکه هم دوی په هېواد کې شتمني، د دندو فرصتونه او بلآخره اقتصادي سوکالۍ ته لار حواره وي.

 د افغانستان اقتصادي پرمختیا کې د SMEs اهمیت :

د دندو پيدا کیدل او معیشتي فرصتونو زیاتیدل: د کرنې سکټور څخه پرته افغانستان کې SMEs ۶۰٪ کار ګمارونکي دي. کوچني کاروبارونه Labor-intensive دي مانا د اجناسو په تولید کې د پانګې په نسبت له کارګرڅخه زیاته ګټه اخیستل کیږي نو د افغانستان دا لویه اندازه د کاري ځواک بهتره دلته جذب کیدای شي او خلکو ته په سیمه ایزه کچه د عاید برابرولو له لارې دوامداره غوره معیشت رامنځته کولو سره د فقر په کموالی کې مرسته کولی شي.

د اقتصاد تنوع: افغاني SMEs له تولیداتو او خدماتو څخه نیولې تر سوداګرۍ او کرنۍ پورې په ګڼو نورو سکټورونو کې هم فعالیت کوي. دا حالت موږ سره مرسته کولای شي چې اقتصاد په یو څو محدودو سکټورونو له تکیې څخه وباسو چې په پایله کې به اقتصاد پراخ او تولیدي تنوع لرونکی وي. کوچني او متوسط تشبثات نوښتونه کوي نوې محصولات خدمات بازار ته معرفي کوي چې دا په خپله اقتصادي تحول او بدلون ته لار پرانيزي.

د فقر کمول: د عاید او دندو د فرصتونو په برابرولو، په تولیدي برخه کې د نوښتونو رامنځته کولو، د غیر رسمي فعالیتونو رسمي کولو سره SMEs د فقر او نابرابري په کمولو کې مهم رول لوبوي .

د صادراتو په تشویق او د وارداتو بدیل موندلو کې د SMEs ونډه: په پراخه کچه د سیمې او نړۍ سره د اقتصادي اړیکو لرل او په دې برخه کې د کوچنیو او متوسطو تشبثاتو ونډه تل د بحثونو د سر ټکی دی. هېوادونه د بهرنۍ سوداګرۍ پالیسۍ په عملي کولو سره یا د صادراتو تشویق او وارداتو بدیل موندلو سره اقتصادي څرخ ته چټکتیا وربښي. افغانستان هم کولای شي د کورني کوچنیو او متوسطو تشبثاتو له لارې د تادیاتو په بیلانس کې مطلوب حالت ته ورسیږي. افغانستان له متنوع فرهنګونو سره کولای شي بېلابېل توکي نړېوالو ته وړاندې کړي. زمونږ لاسي صنایع لکه قالیني کولای شي د صادراتو په زیاتوالي کې مرسته وکړي.

په دې برخه کې د دوو لارو وړاندیز کیږي یو دا چې موجودو تشبثاتو سره په مالي، ترانسپورتي، پوهاوي، بازارونو ته لاسرسي په برخه کې مرسته وکړي تر څو کوچنی او متوسط تشبثات وکولای شي لا ډېر تولید وکړي او د سوداګرۍ بیلانس ښه حالت خپل کړي یا دا چې دولت د مزیتونو او غوره توبونو پېژندلو له لارې دا درک کړي چې نړېوال بازار کې د کومو توکو تولید ته تقاضا زیاته دی آیا مونږ دا تولیدات په هېواد دننه  کولای شو که ځواب هو وي نو هېواد دننه د داسې تشبثاتو په رامنځ ته کولو لاس پورې کړي تر څو وکولای شي بهرني بازار تقاضا د داخلي تشبثاتو له تولید څخه اشباع شي.دولت د داسې سیاستونو لکه د کوچنیو او متوسطو تشبثاتو سره نقدي مرسته، مالیاتي معافیت، کورنیو او بهرنیو بازارونو ته لاسرسي له لارې کولای شي تر څو صادراتي سوداګرۍ ګټورتیا ومومي دا به پخپله د صادراتو زیاتوالي لامل وګرځي. د کوچنیو او متوسطو تشبثاتو تولیداتو لپاره کور دننه او بهر سوداګريز نندارتونونو دایرول تر څو دوی له بازارونو پوره معلومات پيدا کړي.

دا به د متشبثینو سوداګریزه زړورتیا لوړه کړي او خپلو کاروباري فعالیتونو ته د لا پراختیا بښلو له لارې د صادراتو د زیاتوالي لامل کیږي.که چېرته دولت د داسې نمایندګیو په رامنځ ته کولو وتوانیږي ترڅو د کوچنیو او متوسطو تشبثاتو خاوندان د کورني تولیداتو نمونه بهرني اخیستونکي ته وښایي دا به د سوداګریزو معاملاتو په لګښت کې کموالی راولي او د بهرنۍ سوداګرۍ حجم به ورسره زیات شي.د هغو خامو موادو صادراتو بندول چې هېواد دننه یې د پروسس فاربریکې شتون لري ترڅو هېواد په داخل کې د کوچنیو او متوسطو تشبثاتو خاوندان ورته په آساني سره لاسرسی ومومي دا به کور دننه تولیداتو کې زیاتوالی او د وارداتو بدیل توکو تولید ته زمېنه برابره کړي.

دا چې کوچني او متوسط تشبثات لا خپل بلوغ ته نه دي رسیدلي او دوی ضعیف مالي حالت کې دي له بل اړخه بهرنی چاپیریال تل د بدلون په حالت کې دی او د نوې تکنالوژۍ د استخدام غوښتنه کوي نو که دولت له کوچنیو او متوسطو صنایعو سره د ماشینرۍ په  تهيه کې مرسته وکړي دا به د دوی تولیدي ظرفیت په اوچتولو کې رغنده رول ولوبوي او د صادراتي سکټور غښتلتیا لامل به شي. د وارداتو بدیل موندلو کې تر څو د سوداګرۍ بیلانس مثبت ووسي او تقاضا د نړېوال بازار په ځای له کورني بازار څخه اشباع شي د دې لپاره چې د هېواد اقتصادي تړلتیا کمه شي د کوچنیو او متوسطو تشبثاتو ملاتړ ډېر اړین دی.

انعطاف او تطابق: عموماً د لویو تصدیو په پرتله SMEs ژر بدلون منونکي دي دوی د بازار له شرایطو سره چټک ځانونه عیارولی شي او فرصتونو څخه په موقع استفاده کولی شي. انعطاف پذیري د افغانستان اقتصاد لپاره یوه شتمني بللی شو ځکه دلته ډېرو کاروبارنو د دې له امله ماتې وخوړه چې له سیاسي او اقتصادي شرایطو سره یې تعامل ونشو کړای. د یو متحرک SMEs سکټور په ودې سره کولی شو یو منعطف، متنوع اقتصاد رامنځته کړو چې له شاکونو او بهرني چاپېریال خنډونو سره د مقابلې لپاره ښه مجهز وي. په پایله کې کوچني او متوسط تشبثات په خپل عملیاتي او اداري کړنو کې ډېر انعطاف پذیره دي په دې سره دوی له چاپیریال سره ژر عیاریږي او محیطي ناوړه تاثیرات دوی ډېر نه اغېزمنوي.

په افغانستان کې د SMEs  په وړاندې ننګونې:

د کوچنیو او متوسطو تشبثاتو مالي تمویل:

 SME او نوي شرکتونه افغانستان کې تل له کریډټي ستونزو څخه سر ټکوي. په ۲۰۱۶ کې ۵۷٪ متشبثینو مالي منابعو ته له لاسرسی نا خوښ وو اکثرو یې له لوړ سود او د پور د تادیې د ضمانتونو سختو شرایط نه یادونه کړې ACCI)). د رسمي مالي سرچینو لوړې بیې ،محدوده امکانات، په بانکونو ټیټ باور، کمه مالي پوهه، مذهبي اندیښنې،  له امله یواځې ۲٪  تشبثاتو بانکي پورونو ته مخه کړې. اکثرو تشبثاتو په غېر رسمي میکانیزمونو تکیه کړې د SMEs  د مالي شرایطو ښه کولو لپاره حکومت اړتیا لري مالي پوهه او په تضمیناتو کې آسانتیا راولي. په افغانستان کې مالي منابعو ته د SME نه لاسرسی څو دلایل درلودلی شي.

  1. رسمي مالي سیستم ضعیف او غېررسمي فعالیتونه قوي دي:
  2. افغانستان کې ۴۳ ٪ کوچنيو او متوسطو تشبثات د محلي پورونو اندازه د افغانستان خصوصي سکټور لپاره ټیټه بللې او سربېره پردې د SMEs خاوندانو د نوي تشبث رامنځته کولو په وړاندې خنډ مالي آسانتیاوو نشتون بولي. (ACCI)،2018))
  3. افغانستان په نړۍ کې د لږو بانکونو درلودونکی دی:
  4. یوه ځانګړنه چې د افغانستان بانکونه یې لري هغه بانک ته د متشبثینو نه لاسرسی دی د یوې وړاندوینې په اساس په۲۰۲۳ کې ۱۵٪ ځوان وګړو بانکي حسابونه لرل چې دا سلنه په تاجکستان کې ۲۵٪ په پاکستان کې ۲۱٪ په ایران کې۳۵٪ ده . همدارنګه۴۰ -۳۰ ٪ شرکتونه افغانستان کې د سپما او جاري حساب لرونکي دي دا سلنه په پاکستان کې ۵۰-۶۰٪ په ایران کې ۷۰-۶۰٪ وه . اقتصادي او سیاسي بې ثباتې کاروبارونه دې ته اړ ایستلي چې معاملاتو کې له غیر بانکې نهادونه څخه لکه صرافۍ ګټه واخلي. د اکثرو بانکونو څانګو ته لاسرسی هر ځای کې سخت دی یعنې ولایاتو او مرکز کې د بانکونو د فعالیت حجم توپير لري. چې یوازې ۷۵٪ کابل کې بانکونو ورکړې(پور) ترسره کوي. بل د بانکونو لخواه وړاندیز شوي شرایط خورا سخت دي چې متشبثین پور ترلاسه کړي.
  5. بانکونه شرکتونو ته د قرضې پرمهال له لوی خطر سره مخ دي:
  6. د افغانستان مرکزي بانک راپور په اساس ۱۱.۵ ٪ پورونه د حصول وړ نه دي د بانکي پورونو وضعیت وخیم دی په ۲۰۲۳کې دا فیصدي نوره هم لوړه شوې ځکه کاروباري چاپیریال ورځ تر ورځ خرابیږي.
  7. د مالي پوهې خنډ:
  8. مالي پوهه د هېوادوالو مالي هوساینې او اوږدمهاله سوداګریزو پرېکړو ثبات کې مرسته کوي. په افغانستان کې مالي پوهه تر اوسه د SMEs لپاره یوه جدي ستونزه دی ځکه بانکونه د متشبثینو لخوا وړاندې شوې مالي او کاروباري طرحې کمزورې بولي نو ځکه پور نه ورکوي. په ۲۰۰۹ کال کې ۶۰٪ SMEs  خاوندانو په تشبثاتي او مالي پلان جوړولو برخه کې د ملاتړ غوښتونکي وو(Mashal 2014). څېړنه شوې چې یوازې  ۱۴٪بالغ افغانان مالي سواد درلودونکي دي . مالي پوهې کموالي سره مالي خدماتو ته تقاضا کمیږي دا عجیبه نه ده ځکه په افغانستان کې ۴۳٪ لویان لیک او لوست کولی شي.
  9. SMEs لپاره د بانکونو مالي امکانات محدود دي:.
  10. رسمي پورونه ډېر قیمته دي او د بیا ورکړې موده یې هم لنډه ده په پایله کې متشبثین د  پانګې تهیې لپاره د غېر رسمي پور اخیستنې ته چې ممکن له خپلوانو وي مخه کوي په ۲۰۱۶ کې SMEs لپاره د سود نرخ ۱۵٪ وو په داسې حال کې چې انفلاسیون CPI له ۲٪ لږ زیات وو چې دا د لوړ سود ښودنه کوي. بانکونه SMEs ته د لویو شرکتونو په نسبت په لوړ سود پورونه ورکوي ممکن دا تر ۲۵٪ پورې ورسیږي.

ناکافي زیربنا:

په افغانستان کې زیربنایي تاسیسات د برېښنا، ترانسپورټ، مخابراتو په شمول د نورو پرمختیایي هېوادونو په پرتله خاصتاً په لرو پرتو سیمو کې ډېر کمزوري دي. پردۍ برېښنا، ویجاړ سرکونه، مخابراتو او مډرنه تکنالوژۍ ته نه لاسرسي د عملیاتي فعالیتونو لګښتونه لوړ کړي او ګټورتیا یې کمه کړي ده. په ټولو ولایتونو کې د صنعتي پارکونو، د سوداګرۍ انکیوبټرونو (‌Business incubators) او نورو ملاتړو زیربناو نشتون د SMEs د تولیداتو د حجم د زیاتوالي مخه نیولې.

مقرراتي خڼډوه:

 قوانینو یو شمیر خنډونه رامنځته کړي چې د SMEs وده او پراختیا اغېزمنولی شي. لکه د کاروبار د ثبتولو پیچلې مرحلې چې ډیرو دولتي ادارو ته تګ غواړي. ستونزه د کاروبار رسمي کول ندي بلکې د چارو د ترسوي دوران ستونزه رامنځته کړې. دکار د فعالیت جوازونو تر لاسه کول هم بل سرخوږی دی چې هم لګښت لري او هم وخت نیسي خاصتاً کله چې نوې طرزالعملونه اداراتو ته معرفي شي. تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې مالیاتي قوانین سم ندي تشریح شوي. متشبثین په دې نه پوهیږی چې څومره مالیه باید ورکړي همدا د دې لامل کیږي چې اکثره وخت د مالیې تادیات ځنډیږي او د جریمې د وضع لامل کیږي چې مستقیماً SMEs  ځپي.

د مهارتونو او ظرفیت کمښت:

  1. د ماهرې کارګرې قوې کمښت:
  2. افغان SMEs د اړینو مهارت لرونکو کارګرانو خاصتاً هغه چې په تخنیکي لحاظ مجهز وي یا په یوې برخه کې صنعتي پوهه ولري او په عملي ډول وکولی شي د متشبثینو آیډیاوي په تولید بدلې کړي کمښت سره مخ دي. دا خلا په افغانستان کې په بعضو تخصصي برخو کې ډېره محسوس کیږي لکه په تکنالوژې، انجینیرنګ. ولې په افغانستان کې پرمختللي صنعتونه نشته ځکه چې دلته وړ پرسونل نشته. لوی لامل یې کیدای شي د افغانستان تعلیمي سیستم هم وي ځکه په هغو مهارتونو خلک نه روزي کومو ته چې خصوصي سکټور بازار کې تقاضا ښایي دې سره د کار د عرضي او د کار د تقاضا تر منځ واټن راتلو سره د بیکارۍ یو ډول چې ساختاري یې بولي په اقتصاد کې رامنځته کیږي.
  3. مدیریتي مهارتونو کمښت:
  4. په افغانستان کې ډېری د SMEs خاوندانو او متشبثینو په رسمي ډول د کاروبار د مدیریت مهارتونه ندي ترلاسه کړي. همدا دلیل دی چې دوی نشي کولی خپل کاروبارونه په بحراني حالت کې مدیریت کړي. د بعضو اړینو مهارتونو کمښت لکه مالي مدیریت، ستراتیژیک پلان جوړول، بشري منابعو مدیریت په افغان متشبثینو کې ډېر لیدل کیږي. فکر وکړی د دې ډول مهارتونو نشتون به څومره سیالي او عملیاتي پروسه اغېزمنه کړي.
  5. د کاروبانو د پراختیا خدماتو ته نه لاسرسی:
  6. په نورو هېوادنو کې د کاروبارنو تنظیم لپاره د مسلکې ډلو لخوا خدمات وړاندې کیږي او ګڼ سیمنارونه او ورکشافونه په لاره اچول کیږي.لکه متشبث روزنه. او د سلا مشورو لپاره پتې شتون لري. دې ډول فعالیتونو سره د کاروبارونو په ظرفیت کې لوړوالی راځې په پایله کې منابع غوره مدیریت کولی شي او تولیدي تنوع ته لار پرانیزي او د اقتصادي ودې یو بلقوه فرصت رامنځته کیږي.

د پوهې او تکنالوژۍ په برخه کې ننګونې:

افغان SMEs نوې تکنالوژې ته د لاسرسي او تطبیق په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.بل دوی داسې نوښتیز او علمي صنعتي قدمونه چې د دوی مؤلدیت او د رقابت ځواک لوړ کړي نشي اخیستلی. صنعت ته د پوهې او تکنالوژې د انتقال میکانیزمونه لکه تعلیمي نهادونو سره د همکارۍ تفاهومونه، د تکنالوژې هابونه(hubs)، نړیوال ملګري(partners) په افغانستان کې ډېر ضعیفه دي. علم او تکنالوژۍ ته دې محدود لاسرسي د افغان SMEs ظرفیت، نوښت، تنوع او په ننې چټک بدلیدونکې چاپيریال کې یې د دوی پایښت ننګولی دی.

د مغزو تېښته او د استعدادونه زړښت:

په افغانستان کې روانې سیاسي بې ثباتې، شخړې او اقتصادي ننګونې د مغزو د تېښتې ستر لاملونه کیدای شي. کلونه کیږي چې له افغانستان څخه ډېر مسلکې وګړې او ماهر متشبثین د وتلو په حال کې دي. دې ماهرې بشري پانګې وتلو سره د SMEs په وړاندې ځینې خنډونه راپورته شول او ورسره هغه بشري نیرو کمه شوه چې د کاروبارونو د مدیریت مسلکې ریاستونو چلونکې وو. داسې هڅې چې ماهر افغانان هېواد ته راستانه کړي د خصوصي سکټور په فعالیتونو کې ونډه واخلي او د اړینو مهارتونو خلا ډګه کړي تر څو SMEs  پراختیا وکړي، باید زیاتې شي.

بازار ته د لاسرسي ننګونې:

  1. د غیر رسمي سکټور واکمني:
  2. غېر رسمي والی په افغانستان کې یو اقتصادي واقعیت دی چې په ټولو سکټورونو او سیمو کې شتون لري. نازک سیاسي، اقتصادي او امنیتي چاپيریال نه یوازې د رسمي اقتصاد د ودې په وړاندې جدي خنډونه رامنځته کوي بلکې په رسمي سکټور کې د پانګونې او دندو رامنځته کولو لپاره هم جدي خنډونه رامنځته کړي. دې او ځینې نورو فکتورونو لکه د عامه خدماتو په چمتو کولو کې د حکومت کم ظرفیت، د پالیسۍ ابهام او د دولتي چارواکو ناوړه ګټه اخېستنه په افغانستان کې د غېررسمي اقتصاد په هڅولو کې مرسته کړې. د سوداګرۍ لپاره د مناسب چاپیریال برابرول او د عامه پالیسۍ پلې کولو لپاره د حکومت ضعیف ظرفیت په روښانه توګه رسمي سکټور ته د شرکتوتو لیوالتیا محدوده کړې.
  3. لویو کاربارونو سره سیالي:
  4. SMEs د لویو شرکتونو له مخربو سیالیو سره مخ دي هغه که کورني دي یا نړیواله شرکتونه. دوی لهSMEs سره د منابعو په تصاحب کې رقابت کوي . بازار ته لاسرسی او د لویې پیمانې تولید هغه نورې برخې دي چې SMEs  له لویو شرکتونو سره رقابت کې دي. لوی شرکتونو خپل مالي، عملیاتي لوړ ظرفیت څخه په استفادې نه پریږدي په بازار کې د SMEs ونډه پراخه شي.

دSMEs اړوند د دولت او مرستندویه ادارو ملاتړو سیاستونو څرنګوالی:

افغان دولت د دندو په پیدا کولو، او اقتصادي ودې ته رسیدلو کې د کوچنیو او متوسطو تشبثاتو اهمیت درک کړی. په همدې خاطر دولت د SMEs سکټور پراختیا لپاره مختلفې پالیسې عملي کړې دي. په دې برخه کې به یې اساسي عناصر روښانه کړو.

مالي منابعو ته لاسرسی: دولت بعضو تصدیو ته قرضونه ورکړي او د کاروبار په مدیریت کې یې متشبثینو ته سیمسنارونه جوړ کړي اما اندازه یې ډېره محدوده دی. اوس هم کاروبارونه له بانکونو څخه په آسانې پور نشي ترلاسه کولی او د تضمین په برابرولو کې د دولت ملاتړ ته اړتیا لري.

ظرفیت جوړونه: دولت د ورکشافونو او سلامشورو له لارې SMEs سره مرسته کړې تر څو د دوی مدیریتي او تخنیکي مهارتونه لوړ شي. مګر اوس هم افغان متشبثین له مدیریتي او تخنیکي مهارتونو له کمښت سره مخ دي تر څو د وخت په تیریدو خپل کاروبار ته وده او پراختیا ورکړي.

د ښه والي لپاره سپارښتنې:

دولت که خپلو سیاستونو کې کوچنیو او متوسطو تشبثاتو ته د پور ورکولو سیستم باندې کار وکړي د SMEs  د پراختیا امکان لوړیږي. د خصوصي بانکو د خدماتو پراختیا هم کولی شي د SMEs د تمویل ستونزه حل کړي. دولت او مرستندویه ادارې که مالي مدیریت، بازارموندنې مهارتونو خاصتاً ډیجیټلې مهارتونو په زده کړه کې د SMEs  له خاوندانو سره مرسته وکړي‎ د دوی بقاء تضمین کېدای شي. دولت له هېوادونو سره د ګډو همکاریو او تړونونو لاسلیک کولو سره کولی شي SMEs ته نوښتونه راولي. تر ټولو زیات دولت باید د زیربناوو په تامین کې لکه برېښنا، صنعتي پارکونه، مرسته وکړي.

په نړۍ کې د SMEsپرمختیا لپاره ګڼو هېوادونو په ملي کچه طرحې جوړې کړې دي چې د هغو له جملې څخه د هند (MSME) پرمختیا پروګرام که افغانستان کې که عملي شي ډېر به ګټور تمام شي. ځکه هغه ستونزې چې موږ یې د SMEs  په برخه کې لرو دوی درلودې.

پایله:

د دې لېکنې اصلي منځپانګه  د کوچنیو او متوسطو تشبثاتو رول په اقتصادي پرمختیا  کې تشکیلوي. نتیجه اخېستل کیږي چې کوچني او متوسط تشبثات له مختلفو لارو د ملي اقتصاد په پراختیا کې ونډه لوبوي. لکه کوچنيو او متوسطو تشبثاتو د روزګار په موندنې کې ځکه اغېزمن رول لوبوي ځکه دوی له اقتصادي بدلونونو سره ژر ځان عیاروي او د نورو سکټورونو په نسبت با امنه دندې پېدا کوي. SMEs په اقتصادي وده کې بنسټیز رول لوبوي ځکه چې دوی د ارزښتونو(محصولاتو) په ایجاد او له دې لارې د GDP په زیاتوالي سره اقتصادي ودې ته چټکتیا وربښي. SMEs همدارنګه دولتونو لپاره د مالیاتي عوایدو یوه کره سرچینه ده چې د بودیجې په توازن کې اساسي مرسته کولی شي. د نوښتونو په رامنځته کولو او د تکنالوژۍ په تجدید سره د دې له امله چې کوچني جوړښتونه لري، کولای شي د بازار غوښتنو ته عاجله ځواب ووایي همدا د اقتصاد مؤثریت او فعالیت ته وده ورکوي.SMEs  د سیمه ایزې پراختیا په توازن کې مرسته کوي ځکه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سوداګرۍ  او کارموندنې له لارې او د محلي منابعو په استعمال سره د کلیو او ښارونو د اقتصادي پرمختیا لامل کیږي. SMEs محلي اړیکې او شبکې پیاوړي کوي ځکه چې دوی ډېری وخت په محلي او سیمه ایزه کچه کارکوي. دوی محلي او لوی شرکتونو او سازمانونو سره تړلي دي.

په پایله کې؛ کوچني او متوسط تشبثات د افغانستان د اقتصاد د ملا د تیر حیثیت لري او د اقتصاد د څرخ په ګرځولو کې مهم رول لوبوي. SMEs پرته له زراعتي محصولاتو تر ۸۰٪ پورته د افغانستان د GDP برخه جوړوي او تر ۶۰٪ پورې یې د کرنې له سکټور څخه د باندې استخدام کړی. له استخدام پرته SMEs د افغانستان اقتصاد ته تنوع وربښلې، تشبثاتي فعالیتونو کې یې نوښتونه او اعتبار پيدا کړی او اکثره کاروبارونه له دې لارې مالیاتي پوښښ لاندې راغلي، په محلي کچه د عایداتو برابرولو له لارې یې په لرو پرتو سیمو کې فقر کم کړی. اما افغان SMEs په وړاندې ننګونو له جملې څخه د تموبلي منابعو کمښت، ضعیفه زیربناوې، مقرارتي خنډونه، ملاتړو اقداماتو کمښت یادولی شوو. د دې لپاره چې کوچني او متوسط تشبثات خپل هغه بالقوه تاثیرات په اقتصاد وښایي د دولت او مرستندویه ادارو ګډې هماهنګې ته اړتیا لري. دولت باید د خپلو سیاستونو په لومړیتوب کې د SMEs پراختیا ونیسي تر څو کوچني او متوسط تشبثات د ملي اقتصاد دوامداره وده تضمین کړي.

منابع:

  1. امیدي، محمد رضا. س:۱۳۹۳ مدیریت کارآفریني تهران:دفتر پژوهشهای فرهنګي
  2. Sexton, L Donald, and Van Auken,Philip M. Experience in Entrepreneurship and small business management 1982
  3. راشد، وحید الله.س: ۱۴۰۱د تشبث پېژندنه د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسه (ALESO)
  4. مشعل، مجیب. س:۱۳۹۲توسعه تشبثات کوچک و متوسط و تجارت منطقوي در افغانستان
  5. International labor Organization(ILO),Towards an Effective SME Promotion, policy Brief 2017
  6. State bank of Pakistan, policy for promotion of SMEs finance December 22, 2017
  7. توسعه سکتور خصوصی و پالیسی های کار آفرینی در افغانستان ۲۰۱۹
  8. Vardhaman Mahaveer Open University, Kota, Entrepreneurship & Small Scale Businesses
  9. https://acim.af
  10. https://www.acci.org.af
  11. https://moec.org.af
  12. https://ngo.gov.af
  13. https://www.mof.org.af
  14. teo-af.org

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب