سه شنبه, جولای 2, 2024
Homeخبرونهد افغان سیکانو په ژغورلو کې د نه همکارۍ له امله د...

د افغان سیکانو په ژغورلو کې د نه همکارۍ له امله د کاناډا د لوی درستیز احضاریدا

تاند (یکشنبه، د سرطان ۱۰ مه) د کاناډا د پارلمان یو شمېر غړو د دغه هېواد لوی درستیز جنرال وین ایر له دې امله احضار کړی، چې ولې یې د افغان جمهوري نظام له سقوط وروسته د دوه سوو سیکانو او هندوباورانو په ژغورلو کې ناغیړي کړې ده.

د پارلمان یو شمېر وکیلانو ویلي، چې دغه دوه سوه افغانان له کابله وتو ته ځانونه چمتو کړي وو او دا هم تشخیص شوې وه چې د یوه مذهبي اقلیت په توګه یې ژوند خطر سره مخ دی، خو د کاناډا پوځ یې په ژغورلو کې اقدام نه و کړی.

لوی درستیز بیا ویلي، چې ده په دې برخه کې قانوني احکام عملي کړي او هغو کسانو ته یې په تخلیه کې لومړیتوب ورکړی، چې په افغانستان کې د کاناډا د پوځي ماموریت پر مهال یې دغه ماموریت سره همکاري کړې وه.

 له دې سره د پارلمان یو شمېر معترضو غړو د هغه په ځوابونو قناعت نه دی کړی او ویلي، چې دا موضوع به لا نوره هم تعقیب کړي.

کاناډا د افغان جمهوري نظام له سقوط وروسته نږدې څلور زره افغانان دغه هېواد ته ولېږدول، چې پکې د قومي او ژبني تبعیض ادعاوې موجودې دي.

پر کاناډا سربېره نورو هېوادونو ته هم د افغان خطر ځپلو د پناه ورکولو پر بهیر هم توندې نیوکې شته او ویل کیږي، چې تر ډېره پښتنو سره پکې قومي تبعیض کیږي او ځینو ډلو بهرنیانو ته دا غلط تصور ورکړی، چې ګواکې طالبان له پښتنو غیر طالبانو سره د قومي اړیکو له مخې ښه چلند لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب