لسمه برخه
د پيغمبرانو خاوره
ویل کېږي په بیت المقدس کې داسې انچ ځمکه نه شته چې هلته کوم پیغمبر یا ملایکو قدم نه وي ایښودلی. که څه هم ماښام تیاره وه چې زموږ بس د اشغال شوي بیت المقدس ښار ته ننوت، خو ما تر ډېره د بیت المقدس شاوخوا سیمو ته کتل. دا هغه سیمه ده د کومې په اړه چې په قران کې الذی بارکنا حوله ویل شوي. تاریخ مې په مجسم شکل مخې ته ودرېد. د اسلام دویم خلیفه حضرت عمر فاروق (رض) چې کله دې مقام ته راغی نو د شکرانې لمونځ یې ادا کړ او بیا هلته یو جومات جوړ شو. څومره بختور یم چې داسې ځای کې هوټل او کوټه راته پیدا شوې چې هوټل کې د خپل اطاق له لویې کړکۍ بیت المقدس ته ګورم.
دغه هوټل چې عربان ورته فندق وایي د القدس په جنوب ختیځه خوا کې یوه څلور پوړیزه ودانۍ ده. له شاوخوا کورونو او د هوټل له جوړښت نه داسې ښکاري چې پخوانی دی. په امریکا کې چې زه چېرته اوسېږم هغه د نوي ښار او زاړه ښار ترمنځ دی. اوس چې زه په کوم هوټل کې یم ددې هوټل هم همدغه حال دی. ددې هوټل شاته د یورشلېم نوی ښار چې لوړې او دنګې ودانۍ، ښایسته کورونه په کې لیدل کېږي. بلې خواته یې د بیت المقدس زوړ او قدیمي ښار دی چې زیاتره اوسېدونکي یې عربان دي.
د کوټې په کونج کې د میز پر سر د چایو یو برقي چایجوش او معدني اوبه ایښې وې. ترڅنګ تور او شنه چایونه او څو دانې چاکلیټ هم پراته وو. ستړی وم لږې اوبه مې د چایو لپاره جوش کړې او خپله چوکۍ مې کړکۍ ته مخامخ کېښودله. طلایي ګنبده یا قبة الصخره د شپې په تیاره کې له ورایه ځلېږي. القدس خاموشه دی، داسې ښکاري لکه القدس چې د یو بل صلاح الدین ایوبي په تمه وي. د چایو لپاره اوبه جوش شوې. د شنو چایو یوه کوچنۍ کڅوړه مې راپورته کړه او اوبو ته مې ور وغورځوله. یو ځل بیا مې سترګې طلایي ګنبدې او اقصی جومات ته واړولې. هغې لویې ډبریني کلا ته مې وکتلې چې د صلاح الدین ایوبي په وخت کې جوړه شوې ده. د کلا دننه او شاوخوا د کلیساو او د یهودانو د معبدونو ګنبدونه او منارې هم ښکارېدلې چې په ډول ډول څراغونو ښکلې شوې وې.
د کوټې دروازه چا وټکوله. چې ورغلم محمود موسکی ولاړ و.
- څه شي ته خو به دې اړتیا نه وي؟
- که یو بل بالښت هم راته راوړې خوشاله به شم، زه غټ بالخت سره عادت یم.
- دستي به یې درته راوړم.
زه بېرته پر خپلې چوکۍ کېناستم. شېبه وروسته محمود راغی او یو سپین بالښت یې راوړ. ماته یې پام شو چې بیت المقدس ته مخامخ ناست یم. دی هم زما خواته راغی. په موسکا یې وویل:
- لکه چې ستړی نه یې؟
- نه لا خو وختي دی، لږ وروسته به د ماسخوتن لمونځ وکړم بیا به ویده شم.
محمود تر پنځوسو کالو اوښتی، ږیره کې یې سپین زیات دي.، دنګ قد او ډېر مهذب انسان دی. ماته یې وویل چې د همدې هوټل منیجر دی او انګریزي ژبه یې مکتب او پوهنتون کې زده کړې ده. نن چې موږ راغلو زما د کوټې کیلي نه وه. تر ده مخکې چې بل نوکریوال و، هغه چېرته ایښې وه خو ده ته معلومه نه وه. ده هم کیلي لټوله هم یې ما سره خبرې کولې. کله چې مې ورته وویل د افغانستان یم ډېر زیات خوشاله شو. ماته یې ویل د افغانستان باره کې یې لوستي او له افغانانو سره ډېره خواخوږي لري. ښایي همدا به یې لامل و چې د شپې یو ځل بیا زما کوټې ته راغی چې حال مې واخلي. ده چې ماښام ځان را معرفي کړ نو نوم یې راباندې ښه ولګېد. د فلسطین مشهور شاعر محمود درویش یې رایاد کړ. اوس مې ترې پوښتنه وکړه چې محمود درویش پېژني. په خندا شو. محمود درویش، درویش هماغه عاشق دی چې ویل یې:
“نحن الضحية التي جربت فيها كل أنواع القتل
حتى أحدث الأسلحة
لكننا الأعجوبة التي لا تموت ولا تستطيع أن تموت”
ددې شعر مفهوم داسې دی: موږ هغه قربانیان یو چې په هر ډول مو د وژنې هڅه شوې ده، حتی ترټولو پرمختللې وسلې راباندې کارېدلي، مګر موږ هغه معجزې یو چې نه مرو.
ما ورته وویل موږ هم همداسې یو. پر موږ هم د نړۍ هر زبرځواک خپل زور و ازمایه. انګریز، روس، امریکې هر یوه له هوا او ځمکې په ګولیو وویشتلو. د بمونو مور راباندې استعمال شوه. چاودنې، ځانمرګي او موټربمونه هره تجربه راباندې وشوه. ګاونډیانو راباندې نادودې وکړې، موږ یې یو پر بل ووژلو، هره غمیزه او ناخواله راباندې راغله، لا هم روانه ده. خو موږ نه مرو. زموږ شاعران هم وایي:
کابل ته ځمه د ماهیپر له سره دا چیغه کومه
زه کله مرمه،
زه خو پښتون یم د مرک خونه ورانومه
موږ خو خپلو زړونو ته په همداسې شعرونو ډاډ ورکوو خو له بده مرغه که نور خلک یو ځل مري موږ هره ورځ مرو.
ده هم سر راته وخوځاوه ویل یې رښتیا وایې کاش چې زموږ شعرونه رښتیا وای. موږ دواړو لږ وخندل، دا داسې خندا وه هغه حمیدبابا چې وایي:
لکه سر د پسه په اور غاښونه سپين کا
هسې ما لره له غمه خندا راشي.
په شعر کې زموږ او د فلسطینیانو وچې ویاړنې په هر صورت، خو محمود درویش د فلسطین د مقاومت په شعر کې تر ټولو مهم شاعر ګڼل کیږي. هغه د عربي ژبې استازى او يو زوړور شاعر و. سره له دې چې هغه د فلسطین د مسایلو په اړه خپل نظر درلود، خو د فلسطین غم یې د خپل ژوند یوه برخه وګرځوله. دده شعر د فلسطین د ازادۍ خوب دی.
محمود ته مې وویل شاوخوا اویا کاله کېږي چې افغانان د فلسطینیانو او اسرائیلیانو ترمنځ د تاوتریخوالي خبرونه اوري. زه چې په غالب ګومان لس کلن وم پلار به مې راته ویل بابا دې د فلسطین جنګ ته روان و خو ظاهرشاه حکومت ورته امکانات برابر نه کړل. ښایي دا به هغه وخت و چې په ۱۹ مه پیړۍ کې د عربو او اسرائیلو ترمنځ تاوده جنګونه روان وو. له دې خاورې سره زموږ دلچسپي دومره زیاته ده چې دلته هره پېښه وشي موږ یې په خپل وطن کې احساسوو او د فلسطیني مسلمانانو په درد دردمند کېږو. پوښتنه داده چې په دې دومره کلونو کې ولې دلته سوله نه راځي؟ ولې موږ افغانانو غوندې فلسطینیان له داسې ناخوالو او کړاوونو سره مخ دي؟
محمود طلایي ګنبدې ته سترګې واړولې. یوه شېبه غلی و، د بیت المقدس ښار ته یې په اوښلنو سترګو وکتل. یو ځل بیا یې راته وویل:
- تاته لکه چې خوب نه درځي؟
- خوب په بلا ووهه. زه دلته خوبونو پسې نه کیسو بسې راغلی یم.
له خپل ځایه پورته شو. ما ویل خیر شه زما په پوښتنه خو خپه نه شوې؟ ویل یې نه ته لږ صبر وکړه، زه بېرته راځم. دوه درې دقیقې وروسته راغی. ما یو بل ګیلاس چای هم ځان ته واچوه. یوه پلاستیکي قوتۍ کې بغلاوه راوړې وه زما مخې ته یې کېښود.
- دلته څوک چای بې بغلاوې نه څښي.
یو پوسټر چې ګڼ تاریخونه پرې لیکل شوي وو، د بیت المقدس یو غټ عکس او یو کوچنۍ غوندې لارښود یې هم ځان سره راوړي وو. محمود خپله چوکۍ له ما سره لږه نوره هم نږدې کړه. د چایو تر غوړپ وروسته یې ماته مخ راواړوه:
زه د تاریخ معلم یم، ماته ددې خاورې د لویشتې لویشتې تاریخ معلوم دی. د فلسطین خاوره په ځانګړې توګه یورشلیم یا بیت المقدس دنړۍ یو له جنجالي سیمو ده. په دې خاوره کې د جنجالونو او اختلافاتو ریښه عقیدوي ده. دلته هر یو دین ځان ددې خاورې اصلي وارثان ګڼي. یهودانو ته ددې خاورې ډېره برخه په ځانګړې توګه اورشلیم په دې مقدسه ده چې ددوی په خیال نیغ په نیغه د خدای له لوري د ډالۍ په توګه ورکړل شوې ده. دا ددوی لپاره ارض موعود یا promised Land دی چې پرېکړه یې مستقیماً د خدای له لوري شوې ده. د یهودانو ډېر مذهبي اماکن لکه د سلیمان معبد او د ژړا دیوال چې د سلیمان معبد یوازینی نښه ده په همدې ښار کې دي. همدا راز اورشلیم او د فلسطین ځینو نورو ښارونو کې د یهودانو د پیغمبرانو ډېر قبرونه دي. عیسویانو ته ځکه سپېڅلی دی چې دلته عیسی علیه السلام پیدا شوی او په همدې ځمکه کې هغه خپل رسالت سر ته رسولی دی. دوی وایي د سپېڅلي قبر کلیسا Church of the Holy Sepulchre او په بیت لحم کې د عیسی علیه السلام د زیزېدو ځای د زیږون کلیسا Church of Nativity ددوی مقدس ځایونه دي او هر کال ملیونونه مسیحیان ورته راځي. د مسلمانانو لپاره بیا ځکه مقدس دی چې د معراج دروازه همدلته ده. مسجد الاقصی د مسلمانانو لومړنۍ قبله وه، زموږ خوږ پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د معراج په سفر کې دلته راغی او د الاقصی جومات تر مکې او مسجدالحرام او مسجدنبوي وروسته درېيم سپېڅلی جومات دی. په مسند احمد کې د أبوذر غفاري رضی الله عنه نه روایت دی چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه مې وپوښتل چې په ځمکه کې تر ټولو لومړی کوم جومات جوړ شوی دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم ځواب راکړ چې لومړی مسجد الحرام جوړ شوی دی. ما وپوښتل: دوهم کوم مسجد جوړ شوی؟ ځواب یي راکړ چې مسجد الاقصی. أبوذر غفاري رضی الله عنه وایي ما وپوښتل چې د دوی د تاسیس تر منځ څومره موده وه؟ نبي کریم صلی الله علیه وسلم ځواب راکړ: څلویښت کاله. تر هجرت وروسته یو کال نه زیاده موده مسلمانانو د مسجدالاقصی خواته لمونځ کاوه او له همدې امله به یهودیانو پرې نیوکې کولې چې تاسو مستقل نه یاست ځکه زموږ د قبلې خواته لمونځ کوئ، تر دې چې یوه ورځ جبرائیل امین راغی او د پیغمبر علیه السلام مخ یې د مسجدالحرام خواته واړوه. په هغه ورځ پیغمبر صلی الله علیه وسلم دوه رکعته لمونځ مسجدالاقصی خواته کړی و او باقي دوه رکعته یې د مسجدالحرام لوري ته وکړل. همدا راز مسلمانان د قران کریم د ارشاداتو او دیني روایتونو په استناد قبه الصخره هغه ځای ګڼي له کومه ځایه چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم معراج ته ختلی و. قبه الصخره یوه لویه ډبره ده چې زرګونه کلونه وړاندې پرې یوه عبادتګاه جوړه شوې وه. دا تیږه یا صخره درې واړو ابراهیمي دینونو ته ځانګړی اهمیت لري. مسلمانانو ته د معراج دروازه ده. یهودان او عیسویان باور لري چې دا تیږه د ادم علیه السلام د عبادت ځای او هغه بختور مقام دی چې ابراهیم علیه السلام خپل زوی اسحق علیه السلام پرې قرباني کاوه. دوی وایي اسرافیل علیه السلام به د قیامت شپېلۍ پر همدې تیږه وغږوي.
محمود پوسټر پرانیست او زما پر چپرکټ یې وغوړاوه. زه هم ور پورته شوم. دواړه څنګ په څنګ ودرېدلو.
تر دیني ادعاو، باورونو او کړکېچونو سربېره چې په سختۍ د تفکیک وړ دي، د فلسطین په ځانګړي ډول اورشلیم یا بیت المقدس ښار اوه زره کلن تاریخ هم په وینو لړلی دی. قدس یا بیت المقدس چې په تورات کې د اورشلیم په نامه یاد شوی، په عبري ژبه یروشلاییم او په عربي ژبه قدس بلل شوی. القدس په عربي ژبه کې د “مقدس” سپېڅلي په مانا دی. یروشلم بیا عبراني دی چې مانا یې د سولې ښار دی. د مسلمانانو له خوا د بیت المقدس تر فتحې پورې دغه ټول نومونه ددې سیمې د استوګنو ترمنځ دود وو. په قران کریم کې دا سپېڅلی ښار د [القریه]، [ارض المبارک]، [الزیتون]، [الساهره] په نومونو یاد شوی دی. په انګریزي ژبه یې جیروزلېم بولي. (سلام، شالوم، سالم)، دا ټول هغه ښکلي الفاظ دي چې همېشه له بیت المقدس او د سولې له دغه ښار سره یو ځای یادېږي. مګر له بده مرغه دا وطن او په ځانګړي ډول دا ښار په نړۍ کې یو له خورا جنګ ځپلو او ناندرییزو ښارونو څخه دی.
دا ښار څو څو ځله تالا شوی، ړنګ شوی او بېرته جوړ شوی دی. ددې ځای اوسېدونکي که یهودیان او عیسویان دي او که مسلمانان څو څو ځله جلا وطنه شوي دي. ددې زاړه او تاریخي ښار په کوڅو کې دومره جګړې شوي چې د وینو ویالې په کې بهیدلي دي. محمود زما لاس راکش کړ او پر خپله سینه یې کېښود. د غټې مرمۍ یا بم چره یې تر پوستکي لاندې نښتې وه. ویل یې دلته د ډېرو خلکو سینې لکه د بیت المقدس ښار د دیوالونو سوري سوري او زخمي زخمي دي.
د دې ښار دروازو ته د اسوریانو، بابلیانو، فارسیانو، د سکندر تر واک لاندې یونانیانو، رومیانو، مسیحیانو بازنطینیانو، سني عربانو، شیعه فاطمیانو، صلیبیانو، د صلاح الدین ایوبي کردانو او د نړۍ د هر مشهور امپراتور پوځونه راغلي دي. مملوک، عثماني خلافت، انګریزان، اردنیان او اوس د اسرائیلو لښکرې هر یو په زوره د بیت المقدس په دروازو کې درېدلي دي.
ما ورته وویل: خو زه د بیت المقدس تر دروازې دیوه جنګیالي په توګه نه بلکې دیوه مینه وال په توګه راغلی یم. ددې سیمې او په ځانګړي توګه د فلسطین او بیت المقدس تاریخ، جغرافیه او سیاست زما په شان د ډېرو افغانانو لپاره په زړه پورې دي.
ویل یې تاسو زموږ ورونه یاست. زه ستا په راتګ ډېر خوشاله شوی یم. ځکه خو داسې د زړه له اخلاصه ستا کوټې ته راغلم چې یوه شېبه بنډار درسره وکړم.
د پوسټر پر یوه برخه یې لاس کېښود ویل دا وګوره. د تاریخونو له مخې، فلسطین د عربي ټاپوزمې په لویدیځ کې د پخواني شام د هغې برخې نوم دی چې د اردن سیند او مدیترانې بحیرې تر منځ پرته ده.که څه هم ټول شام ارض الانبیاء بلل کیږي خو فلسطین بیا په شام کې هغه ځانګړې ټوټه ده چې الله تعالی یې په سورة الاسرا کې د فیض او برکت امتیاز په صراحت بیان کړی دی.د تاریخي روایاتو له مخې د فلسطین اصلي اوسیدونکي هغه سامي عرب قبائل وو چې له جزیرة العرب نه دغې زرخیزې سیمې ته کوچیدلي وو، وروسته دا سیمه د یهودانو تر واک لاندې راغله او بیا د پیړیو په اوږدو کې د مختلفو قومونو او مذهبي پیروانو تر منځ لاس په لاس شوه.
د بیت المقدس تر ټولو پخوانی نوم “یبوس” دی او په تاریخي لحاظ پخواني کنعاني عربان ددې ځمکې اصلي اوسېدونکي وو چې مشهوره قبیله یې د “یبوسان” په نامه وه. ایلیا هم ورته په پخوانیو وختونو کې ویل شوي او باور دادی چې ایلیا بن ارم بن سام بن نوح و.
په اسلامي تاریخ کې د فلسطین له نوم سره له هغه مهاله آشنا کیږو کله چې له اوس نه شاوخوا څلور زره کاله پخوا د ابراهیم علیه السلام له عبرت نه ډک تاریخي سفر پیلیږي. ابراهیم علیه السلام د عراق په أور سیمه کې وزیږېد، له هغه ځایه یې د ترکیې حران سیمې ته هجرت وکړ، وروسته له حران څخه د شام خوا ته روان شو او په فلسطین کې میشت شو. پر فلسطین وچکالي راغله او ابراهیم علیه السلام مصر ته لاړ خو ډیر ژر بیرته فلسطین ته راستون شو او همدلته د اوسیدو له امله الخلیل ښار دده په نوم مسمی شو.
په فلسطین کې د بیت المقدس اوسنی ښار چې وروسته په ایلیاء او قدس سره ونومول شو د ابراهیم علیه السلام په زمانه کې د یبوس په نوم یادېده، ابراهیم علیه السلام لکه څنګه چې د ځمکې د مخ لومړنۍ ودانۍ بیت الله شریفه له سره ودانه کړې وه د مسجد الاقصی په نوم چې هاغه مخامخ مسجد ښکاري دا یې هم له سره ودان کړ چې د ادم علیه السلام له زمانې راهیسې د قدس په سیمه کې پر الله تعالی د باور لرونکو عبادتځای و.
له دیني لیدلوري مسجد اقصی د کومې مشخصې ودانۍ یا عمارت نوم نه دی، بلکې د هغه ځای نوم دی چې له څو زره کلونو راهیسې د پیغمبرانو عبادت ځای پاته شوی دی.هغه ساحه چې د مسجد الاقصی اطلاق ورباندې کیږي د څه کم پنځه سوه متره طول او شاوخوا درې سوه متره عرض درلودونکې ده چې اوسنی مسجد الاقصی، قبة الصخره او نور متبرک مقامات احاطه کوي. اوسمهال د اقصی جومات په بیت المقدس کې ترټولو لوی جومات دی چې د ۵۰۰۰ لمونځ کونکو ظرفیت لري پداسې حال کې چې په زرګونو خلک کولی شي د جومات په انګړ کې لمونځ وکړي.
داسې روایتونه هم شته چې د مسجد اقصی بنسټ د مکې معظمې له تاسیس څخه څلویښت کاله وروسته حضرت ادم علیه السلام یا د هغه د اولادې له خوا کېښودل شوی و بیا حضرت سام بن نوح جوړ کړ. دا مبارکه ځمکه لکه څنګه چې د ادم علیه السلام او ابراهیم علیه السلام د عبادت ځای پاتې شوی، وروسته حضرت یوشع علیه السلام، موسی علیه السلام او یعقوب علیه السلام هم د الله تعالی په عبادت پاللی دی. حضرت داود علیه السلام د بیت المقدس بنسټ په هغه ځای کې کېښود چې حضرت موسی علیه السلام خپله کېږدۍ په کې لګولې وه. د دې ودانۍ له بشپړېدو مخکې کله چې د حضرت داوود عليه السلام د وفات وخت راغی نو خپل زوی حضرت سليمان عليه السلام ته يې د بشپړولو وصيت وکړ. نو ویل کېږي چې حضرت سليمان عليه السلام د پېريانو په مرسته د اقصی جومات جوړ کړ. داود علیه السلام دلته د عبادت لپاره ځانګړی محراب ودان کړی و او زوی یي حضرت سلیمان علیه السلام همدلته یو لوی معبد ودان کړ چې په هیکل سلیمان یي شهرت وموند. ویل کېږي هیکل سلیماني په شلو کلونو کې جوړ شوی او زرګونو کسانو په کې کار کړی و.
د سلیمان علیه السلام له زمانې وروسته دا سیمه د یهودانو تر تصرف لاندې راغله تاریخونه لیکي چې یهودان د خپلو بدو اعمالو او سرکشیو له امله د خدای جل جلاله له افتونو سره مخامخ شول ځکه چې دوی پیغمبران قتلول او په دغه سپېڅلې خاوره کې یې فساد کاوه. ددوی یو ستر فساد دا و چې یحیا علیه السلام یې قتل کړ. قصص الانبیا کې راغلي چې ذکریا علیه السلام د کسب له پلوه نجار او د خدای جل جلاله پیغمبر و. ده ته خدای پاک په سپین ږیرتوب کې یو زوی یحیا علیه السلام ورکړ چې هغه هم دخدای پاک استازی او پیغمبر شو. په هغه زمانه کې د فلسطین پاچا هیرود Herod Antipas پر خپل ورېره سالوم باندې مین و او غوښتل یې واده ورسره وکړي. یحیا علیه السلام دوی ته وویل چې په تورات کې دا کار ناروا دی. سالوم د مور په مشوره ځان سینګار کړله، د پاچا مخې ته یې سندرې وویلې او نڅا یې وکړه. پاچا ورته وویل چې څه رانه وغواړه او هغې ورنه د یحیا علیه السلام سر وغوښت. پاچا ظالم دخداي پیغمبر شهید کړ او د هغه سر یې سالوم ته ورکړ. وروسته یې ذکریا علیه السلام هم په دې خاطر شهید کړ چې د خپل زوی دریځ یې تائید کړی و. ذکریا علیه السلام هغه پیغمبر و چې بي بي مریم ورسره اوسېدله. تر دې وروسته حضرت عیسی دیوې معجزې په توګه د ناصریه ښار کې دنیا ته راغی، د مور په غېږ کې یې د خپلې پیغمبرۍ خبر ورکړ او د بیت المقدس ښار یې د خپل تبلیغ مرکز وګرځاوه. د یهودو دوهمه لویه ناروا د عیسی علیه السلام د قتل هڅه وه، دوی په خپل باطل زعم هغه په دار کړ مګر په حقیقت کې الله تعالی هغه ترې نه اسمان ته پورته کړ، ددې جرم له امله الله تعالی په دوی د روم پاچا بخت نصر مسلط کړ او دوی یي بیا بیا سخت وټکول، زرګونه یهود یي مړه اوګڼ نور یې له فلسطین څخه د نړۍ بیلابیلو برخو ته په تیښته مجبور کړل.
د بابل پاچا بخت نصر د ښار ټول متبرک ځایونه لوټ کړل، مقدس کتاب یې وسوځاوه او هیکل سلیمان معبد یې وران کړ. همدا راز یې په لسګونو زره یهودان قتل کړل، نور یي له فلسطین څخه وشړل او ډير یي دغلامانو په ډول له ځان سره بوتلل. د بخت نصر تر برید وروسته د موسی علیه السلام او داود علیه السلام یادګار او د حضرت سلیمان علیه السلام جوړه شوې ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوه. اویا کاله وروسته د پارسیانو لښکر پرې راغی او بابلیانو ته یې ماته ورکړه. د پارسیانو په دوره کې یهودانو ته ازادي ورکړل شوه او د معبد ودانۍ هم بیا ورغول شوه، خو لږ وخت وروسته د یونان پاچا انوتینوس ښار ونیوه او معبد یې په بتخانه بدل کړ. په هغه وخت کې د سپېڅلي کتاب یوازینۍ نسخه هم وسوځول شوه.
په څلورمه میلادي پیړۍ کې چې د روم امپراطور قسنطنطین مسیحیت قبول کړ، نو فلسطین چې د عیسی علیه السلام د تولد او د دوی په زعم د تصلیب ځای و د نوموړي لپاره یي ځانګړی تقدس درلود، د رومي امپراطور همدا دلچسپی ددې لامل شوه چې بیت المقدس د یهودو له واک څخه ووت او د روم مسیحي واکمن یي متولیان شول، د روم د امپراطورۍ له تقسیم وروسته بیت المقدس د ختیځ روم د امپراطورۍ تر واک لاندې پاتې شو. د اوومې میلادۍ پیړۍ په لومړیو کې هغه مهال چې اسلام په جزیرة العرب کې ظهور کړی و، د فارس او روم واکمن له یو بل سره په جګړو بوخت وو، دغه وخت بیت المقدس د لنډوخت لپاره فارسیانو ونیو، خو د شام رومي حاکم هرقل ورباندې حمله وکړه او بیرته یي ددې مهم ښار واک په لاس کې واخیست.
هغه وخت چې اسلام د پراخیدو په حال کې و او اسلامي فتوحات روان و، په فلسطین او بیت المقدس کې که څه هم یهود موجود وو اما ددې ټولې ساحې واک د رومي مسیحیانو په لاس کې و. په نبوي دور کې له رومي مسیحیانو سره د مؤته غزا قدس ته نږدې د اردن سیند په ختیځه غاړه وشوه.
په دې برخه کې ما د محمود خبره پرې کړه.
- هو، د موته غزا هدیره او هغه د جګړې ډګر مې په خپلو سترګو ولیدل چې له رومیانو سره په کې جګړه شوې وه.
- ښه، ډېر ښه نو تاسو اردن ته هم تللي وئ.
- هو، هلته مو یوه اوونۍ تېره کړه.
محمود بیا خبرې شروع کړې. وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم ددې سیمې د فتحې لپاره د اسامه بن زید په مشرۍ لښکر تیار کړ، د ابوبکرصدیق رضی الله عنه په دور کې د ارتداد فتنې د شام او بیت المقدس فتحه وځنډوله، تر دې چې د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه په دور کې د ابوعبیده بن الجراح په مشرۍ اسلامۍ لښکر قدس ښار چې هغه مهال یروشیلم او ایلیاء بلل کیده محاصره کړ.
مورخین لیکي چې د حضرت عمر رض د خلافت په زمانه کې څلورو تنو اصحابانو ابوعبیده بن الجراح، معاذ بن جبل، عمروبن العاص او یزید بن ابو سفیان ددغه ښار پر لوري ولېږل شول چې د قدس ښار د اسلامي حکومت تر قلمرو لاندې راولي. د اسلام لښکر په ډېر شوق او ذوق د قدس د ازادۍ لپاره روان شو او او وروسته له څو میاشتې جګړې یې دا ښار محاصره کړ. ویل کېږي د امیرالمومنین حضرت عمر (رض) فرمان دا و چې د قدس ښار باید له وینې تویېدنې پرته د اسلام تر سیوري لاندې راشي. کله چې پر ۶۳۶ میلادي کال ابوعبیده بن الجراح (رض) د فلسطین لویدیځه برخه ونیوله، نو ددې لپاره چې د القدس ښار اوسېدونکو ته تاوان ونه رسېږي، خپلو جنګیاليو ته یې د جګړې د درولو امر وکړ. مسیحي رهبرانو ته یې یو لیک واستاوه چې په هغه کې یې له دوی نه د تسلیمۍ غوښتنه وکړه او د اسلام دین ته یې دعوت کړل. کله چې دا لیک عیسوي رهبرانو ته ورسېد سره له دې چې وډار شول خو بیا څو میاشتې په محاصره کې په دې امید پاتې شول چې مسلمانان ستړې کړي. مسلمانانو په ډېر صبر او زغم ښار کلابند وساته او حمله یې پرې ونه کړه. بالاخره د ښار اوسېدونکي په تنګ شول عبیده بن الجراح ته یې خپل استازی ولېږه او د سولې غوښتنه یې وکړه. عیسوي رهبران په دې شرط تسلیمۍ ته حاضر شول چې باید په خپله خلیفه حضرت عمر (رض) راشي چې دوی ورته د القدس کیلي ور وسپاري. ابوعبیده بن الجراح پرته له ځنډه د اسلام دویم خلیفه ته دا پیغام واستاوه او له هغوی نه یې هیله وکړه چې القدس ته تشریف راوړي ترڅو د وینې تویېدنې مخه ونیول شي. وایي کله چې د عبیده بن الجراح او عمرو بن عاص قاصد د اسلام دویم خلیفه ته ورسېد او پيغام یې ور ورساوه، هغه په عاجله توګه له اصحابو سره مشوره وکړه. په غونډه کې حضرت عثمان (رض) مشوره ورکړه چې بهتره ده امیرالمومنین لاړ نه شي، چې هلته ورته کوم سپکاوی ونه شي. حضرت علی کرم الله وجه مشوره ورکړه او په دې راضي شو چې القدس ته روان شي. وایي کله چې حضرت عمر (رض) القدس ته نږدې اسلامي لښکرو ته ورسېد، نو ویې لیدل چې دوی طلایي چپنې اغوستي، د تورو پوښونه یې طلایي رنګه او لاستي یې د سرو زرو دي. مورخین وایي حضرت عمر (رض) غوسه شو، ځمکې ته ټیټ شو، یو موټی خاوره یې راواخیستله او د اسلامي لښکرو پر لور یې وشینده. ویې فرمایل څه شو ستاسې هغه زهد و تقوا ستاسې هغه ساده ګي، ای د محمد صلی الله علیه وسلم اصحابو. تاسو هغه د رسول الله لباس هېر کړی او زرین لباسونه مو اغوستي، لکه چې د دنیا مینې تاسو ته هم فریب درکړ. ابوعبیده بن الجراح ورته را وړاندې شو ویل یې ای امیرالمومنینه زموږ عذر ومنه. موږ د کفر له لښکرو سره جګړه لرو. غواړو دوی ته د اسلام عزت او عظمت ور وښیو ترڅو دوی داسې فکر ونه کړي چې اسلام یو شاته پاتې دین دی، د نعمتونو، ښکلاو او تمدن ضد دین دی. که موږ په زړو جامو کې ددوی مقابلې ته ورشو رومیان به پر موږ وخاندي، پر موږ به زړور شي، ځکه خو ددوی په خپل لباس کې ددوی مقابلې ته ورځو. وایي حضرت عمر (رض) ورته وویل که دا ځواب مو د قیامت په ورځ خدای جل جلاله درسره ومني بیا سمه ده.
عیسوي رهبران او القدس کې د روم چارواکي خبر شوي وو چې د اسلام دویم خلیفه حضرت عمر (رض) د بیت المقدس د فتحې لپاره راغلی، نو د قدس له اوسېدونکو سره یو ځای په یوه لوی میدان کې چې د قیامت کنیسه ته نږدې و دده استقبال ته راټول شول. کله چې حضرت عمر (رض) یې په داسې ساده لباسونو او عاجزانه انداز کې ولید ټول متاثره شول.
مورخین دا هم لیکي چې کله حضرت عمر (رض) د المکبر غره ته چې د بیت المقدس لویدیځ خوا ته دی پورته شو او د بیت المقدس پر ښکلي ښار یې سترګې ولګېدې نو الله اکبر ناره یې وکړه، نورو مسلمانانو هم دا غږ ورسره بدرګه کړ او په دې وسیله ښاریان خبر شول چې د اسلام دویم خلیفه ښار ته راورسېد. د بیت المقدس په ښار کې حضرت عمر (رض) له عیسوي رهبرانو او رومي چارواکو سره د سولې یوه معاهده لاسلیک کړه چې پر ده سربېره د جګړې قوماندانانو هریو عمرو بن عاص، ابوعبیده بن الجراح، خالد بن ولید او معاویه بن ابي سفیان هم لاسلیک کړ. مورخین دا هم لیکي چې کله حضرت عمر (رض) د ښار لویه کلیسا (دقیامت کلیسا) چې د عیسویانو یو مقدس مکان دی لیدله نو د ماسپښین د لمانځه وخت شو. په همدې وخت کې د عیسویانو لوی رهبر [صفرونیوس] ورته وړاندیز وکړ چې د ماسپښین لمونځ په کلیسا کې ادا کړي، خو عمر (رض) ونه منله او دلیل یې داو چې بیا به نور مسلمانان هم دا دود پالي او په دې کلیسا کې به جنجال رامنځته شي چې د سولې تړون ته به تاوان ورسېږي. دا په تاریخ کې ثبت شوه چې پر ۱۵ هجري کال کې چې ۶۳۶ میلادي سره سمون خوري د اسلام دویم خلیفه حضرت عمر رضی الله عنه پرته له جنګ څخه د قدس ښار ته ننوت او دده د خلافت په دور کې اورشلیم یا بیت المقدس د اسلام تر سیوري لاندې راغی. د مسجدالاقصی د اوسني موقعیت کیسه داسې ده چې عربو مسلمانانو د اورشلیم تر فتحې وروسته د ځینو ایاتونو او روایتونو پر اساس غوښتل د الاقصی جومات جوړ کړي. د طبري په تاریخ کې راغلي حضرت عمر (رض) غوښتل د مسجدالاقصی لپاره چې په قران کریم کې یې یادونه شوې یو مناسب ځای پیدا کړي. ځینو مفسرینو او علماو ورته په دغه اوسني موقعیت کې چې د قبه الصخره قبلې خواته دی د جومات جوړولو وړاندیز وکړ. البته د مسلمانانو خلیفه لومړی له دې ځای سره مخالفت وکړ، ځکه چې د سلیمان معبد اثار او نښې لا هم پاتې وې، مګر وروسته همدلته جومات جوړ شو چې وروسته بیا د عبدالملک بن مروان له خوا پراختیا ورکړل شوه. د حضرت عمر (رض) د سفر یادګار د مسجد عمر په نامه اوس هم د کنیه قیامت تر څنګ موجود دی.
قدس له هغه وروسته د راشده خلافت دغه راز اموي او عباسي دولتونو په مهال د مسلمانانو تر واک لاندې و. په اموي دوران کې عبدالمالک بن مروان د مقدسې تیږې یا صخرې پر سر یوه ګنبده جوړه کړه چې د (قبة الصخره) په نوم مشهور دی. دغه راز یې د مسجد اقصی هم له سره تأسیس کړ چې بیا وروسته د نوموړي زوی ولید بن عبدالمالک دغه ودانۍ پسې تکمیل کړه. حضرت عمر (رض) د فلسطین له اوسېدونکو سره نهایت ښه چلند وکړ. د یوه فاتح په توګه چې هغه په دې ښار کې کوم تقریرونه وکړل په هغه کې یې اعلان وکړ چې د فلسطین ټولو اوسېدونکو ته به هغه حقوق ورکول شي چې په اسلام کې مسلمانانو ته ورکول کېږي. نورو اسلامي سلطنتونو او خلفای راشدینو او ان تر هغوی وروسته هم همدغه د روادارۍ پالیسي روانه وه. مورخین اعتراف کوي چې بني امیه او بني عباس دواړو ددغه ښار یهودیانو او عیسویانو اوسېدونکو سره په لوی زړه چلند وکړ او پنځه سوه کاله دلته تر اسلامی حاکمیت لاندې ټولو دینونو په ازادانه ډول خپل فعالیتونه کول. د امویانو له سقوط وروسته چې واحد اسلامي دولت ټوټه ټوټه شو، قدس بیا بیا د عباسیانو، فاطیمیونو او قرامطه وو تر منځ لاس په لاس شو. ویل کېږي چې د مصر فاطمي خلیفه پر ۱۰۱۵ میلادي کال د عیسویانو د مقدسو مقاماتو د ورانولو ګواښ وکړ. هغه وخت عیسویان له ډېرو شاوخوا سیمو د خپلو مقدسو مقاماتو زیارت ته په جوش او خروش راتلل. له دې امله یو څه خواشینوونکي پېښې وشوې نو د سلجوقي سلطنت په زمانه ۱۰۷۱ میلادي کې د عیسوي زایرینو لارې بند کړل شوې چې له دې سره عیسویان ډېر غوسه شول. هغوی د اروپا مسیحي حکمرانانو ته ورغلل. دا نو داسې وخت و چې اسلامي واکمنۍ له یو بل سره په خپلمنځي جګړو اخته وې. اروپایي مسیحیانو فرصت غنیمت وباله او پر ۱۰۹۵ کال پاپ اربون په ټوله اروپا کې کمپاین وکړ چې یروشلیم یا بیت المقدس ښار له مسلمانانو ازاد کړي. پایله دا شوه چې پر ۱۰۹۹ کال د عوامو، امراو او پاچایانو یو ګډ لښکر تیار شو او د مدیترانې له اړخه یې په اسلامي قلمرو بریدونه پيل کړل. په پایله کې د مسلمانانو او مسیحیانو ترمنځ یوه اوږده او سخته جګړه وشوه چې د کروسیډس په نامه مشهوره ده. په دې صلیبي جګړه کې صلیبي مسیحیانو د شام د نورو برخو په شان بیت المقدس هم ونیو او دلته یي تر اویا زرو زیات مسلمانان قتل کړل.
بیت المقدس شاوخوا سل کاله د مسیحیانو تر واک لاندې و، چې بالاخره صلاح الدین ایوبي د بیت المقدس د بېرته نیولو پرېکړه وکړه او له ټولو اسلامي هېوادونو یې مرسته وغوښته. پر ۱۱۸۷ میلادي کال سلطان صلاح الدین ایوبي له دوی سره د حطین په نامه یوه تاریخي جګړه وکړه او بیت المقدس یې د صلیبیانو له ولکې خلاص کړ. د تاریخونو له مخې سلطان صلاح الدین ایوبي دغه سوبه ظاهرا په یوه ورځ کې وګټله مګر څو کاله یې ددې کامیابۍ لپاره پرله پسې کار وکړ او په دې موده کې شپږ لویې جګړې وشوې. کله چې مسلمانانو فلسطین ونیوه نو د بیت المقدس له اوسېدونکو سره یې ډېر ښه چلند وکړ. سره له دې چې کله مسیحیانو بیت المقدس ښار نیولی و نو په بې رحمانه ډول یې ددې ځای اوسېدونکي وژل، مګر مسلمانانو برعکس چلند وکړ او په دې کار یې د ډېرو خلکو زړونه وګټل. صلاح الدین ایوبي چې کله فلسطین فتح کړ، په دغه وخت کې دا په څلورو دیوالونو کې ایسار ښار و چې نیول یې هم اسانه کار نه و. کله چې د مسلمانانو لښکر بیت المقدس ته ننوتلو نو په مسجد اقصی او قبة الصخره کې صلیبیانو د صلیب نښې لګولې وې، چېرته چې لویه تیږه ده مسلمانان به یې د همغې تیږې په سر حلالول چې وینې او جسدونه یې لا هم موجود و. مسلمانانو دغه ټول مقدس اماکن پاک سوتره کړل او بېرته یې د عبادت لپاره چمتو کړل.
تر دې وروسته لنډ لنډ انقلابونه رامنځته شول او اخرنی کس په ۱۵۱۷ کې عثماني سلطان سلیم اول و چې دا سیمه یې د ترکانو تر واک لاندې ساتلې وه او څلور سوه کاله یې دوام وکړ.
په ۱۸۳۱ – ۱۸۴۰ م کلونو کې د مصر حاکم محمد علي فلسطین له مصر سره ملحق کړ خو عثمانیانو بیرته ترې ونیو، له دې لنډې مودې پرته د ۱۷ – ۱۸ او ۱۹ میلادي پیړیو په ټولو کلونو کې بیت المقدس د عثماني دولت تر واک لاندې و چې په دغه دوره کې عثماني پاچایانو د ښار ابادۍ او انتظام ته ډېره پاملرنه وکړه. دوی د ښار شاوخوا د تیږو دنګ دیوال جوړ کړ، سړکونه یې وغځول او په ۱۸۹۲ کې یې دلته د ریل پټلۍ وغځوله. له بده مرغه تر شاوخوا څلور سوه کاله ارامۍ وروسته یو ځل بیا پر بیت المقدس جنګونه شروع شول او د ۱۹۱۷ میلادي کال د سپتمر پر ۱۱ مه برطانوی جنرال سر ایډمنډ ایلن د باب الخلیل له لارې بیت المقدس ته ننوت او بیا دا ښار د مسلمانانو له لاسه ووت چې تر اوسه یې واک او اختیار د یهودانو او عیسویانو په لاس کې دی. په دغو تېرو درې سوو کلونو کې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه یهودان راغلل او دلته میشت شول.
د لومړۍ او دوهمې نړیوالې جګړې تر منځ کلونو کې فلسطین ته د یهودو راتګ په قوت سره روان و، دغه راز فلسطین میشتو یهودو د انګلیس تر څار او ملاتړ لاندې له عربو مسلمانانو څخه پرلپسې ځمکې اخیستې او قبضه کولې، انګریزان چې فلسطین یي تر استعمار لاندې و یهودو ته یي ډول ډول ډول امتیازات مهیا کول خو بالمقابل عرب یي تر سختو محدودیتونو لاندې ساتلي وو. په دې ډول د انګریز په هڅو د دوو لسیزو په ترڅ کې په فلسطین کې د یهودو شمیر له زرګونو څخه لکونو ته ورسید او په فلسطین کې یوځل بیا یوه د پام وړ یهودي ټولنه رامنځته شوه.
د دوهم نړیوال جنګ له پای ته رسیدو وروسته چې انګریزانو د خپلو مستعمرو نه د وتلو اراده درلوده همدا وخت یي د یهودي دولت د رسما جوړولو لپاره مناسب وباله، مخکې له دې چې انګریزان له فلسطین څخه ووځي، انګلیستان او امریکا د ملل متحد له لارې د ۱۹۴۷ کال د نومبر په میاشت کې په رسمي توګه د فلسطین تقسیم او د یهودي دولت جوړیدل اعلان کړل. د ملګرو ملتونو د پریکړې له مخې د فلسطین خاوره په دریو برخو ویشل شوې وه، په دې ډول چې د قدس ښار او مقدسو مقاماتو واک به د ملل متحد په مشرۍ د یوې بې طرفه ادارې سره وي. د فلسطین د نورې ځمکې ۴۳ فیصده به عربو او ۵۷ فیصده به یهودانو ته ورکول کیږي تر څو په کې لومړنی یهودي دولت جوړ کړي. تر دې پرېکړې وروسته نه یوازې فلسطین بلکې بیت المقدس هم دوه ټوټې شو. ختیځه برخه فلسطینیانو او غربي برخه یهودانو ته ورکړل شوه، خو یهودانو په دې هم قناعت ونه کړ او هڅه یي کوله چې له ورکړل شوي سهم زیاته برخه د ځان کړي. تر دې چې کله د ملل متحد ځانګړی استازی کونت برنادوت د ملل متحد د پریکړې د تطبیق او د تقسیم د عملیي د څار لپاره فلسطین ته راغی، د یهودانو لخوا ووژل شو، یهودانو په لومړي قدم کې د نقب صحرا چې د پریکړه لیک له مخې د عربو برخه وه، په جبر سره ونیوله اووروسته یي د نورو سیمو د لاندې کولو او د مسلمانانو د شړلو لپاره زورزیاتی پيل کړ.
یهودانو د څو کلونوپه ترڅ کې د قدس ښار د ډیرو برخو په شمول د فلسطین اکثره سیمې قبضه کړې او مسلمانان یي لویدیځ اړخ ته دغزې تړانګې او ختیځ خواته د ضفه الغربیه( د اردن سیند لویدیځې غاړې) محدودې ساحې ته وشړل. د قدس ښار چې لویدیځه برخه یي له پیله د یهودو او شرقي خوا یي دمسلمانانو په لاس کې وه، وروسته یي شرقي خوا چې مقدس مقامات په کې دي هم یهودو ونیوله او د مسلمانانو د تدریجي شړلو عملیه یي پيل کړه .د ۱۹۶۷ کال د جون په میاشت کې شپږ ورځې جګړه وشوه او اسرائیلو هغه پاتې برخه هم له اردن نه راخپله کړه او ټول یروشلم یې تر خپلې ولکې لاندې یې راوست. اوس د فلسطین د خاورې شاوخوا ۷۸ فیصده د اسرائیلو تر ولکې لاندې ده. دا د اسرائیلو پر وړاندې د عربو لویه ناکامي وه چې چې تر ننه بیا مسلمانانو قدرت نه دی پيدا کړی چې بیت المقدس ازاد کړي.
اسرائیلو که څه هم له تیرو څلورو لسیزو راهیسې بیت المقدس خپله پلازمینه بلله، مګر نورې نړۍ د اسرائیلو دغه سیاست په رسمیت نه پیژاند، نو ځکه نږدې ټولو هیوادونو خپل سفارتونه په تل آبیب کې ساتل او په بیت المقدس کې یې یوازې کونسلګرۍ درلودې. کله چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ پر ۲۰۱۷ کال بیت المقدس د اسرائیلو رسمي پلازمینه وبلله په دې کار یې له چونګښې نه ښامار جوړ کړ.
محمود لږ شاته شو. اوس پوی شوې چې زموږ تراژیدي ولې نه ختمېږي او دلته ولې سوله نه راځي؟ هو، لږ مې سر خلاص شو. محمود له د بیت المقدس هغه لوی عکس او کوچنۍ لارښود دواړه ماته ډالۍ کړل ویل یې که کله دې هم معلوماتو ته ضرورت و یا دې کومه پوښتنه لرله زه په خدمت کې یم، اوس ښه شپه.
زه چې په کوم هوټل کې اوسېږم له دې ځایه هغه طلایي ګنبده ښکاري. دا چې لیدلو ته یې ډېر لېواله یم، تر خوب دمخه دوه ځلي دروازې ته ښکته شوم، کوښښ مې کاوه یوه ښه زاویه پیدا کړم چې عکسونه یې واخلم. یو څو عکسونه مې واخیستل بېرته خپلې کوټې ته راغلم. بیت المقدس ډېر پریشانه ښکارېده، داسې لکه د چا انتظار چې کوي. له ځان سره مې د اردو ژبې شاعر احمد ندیم قاسمي دا بیت زمزمه کړ:
ایک بار اور بھی بطحا سے فلسطین میں آ
راستہ دیکھتی ہے مسجد اقصیٰ تیرا
دا چې نن مو بس کې شاوخوا شپږ ساعته سفر او بیا د اردن او اسرائیلو په سرحد کې څلور-پنځه ساعته انتظار کړی و د ستړیا احساس مې وکړ او سترګې مې لږې درنې شوې. د سبا ورځې پلان دا و چې سهار به د هوټل مخې ته موټر راته ولاړ وي. زموږ ټول ګروپ به په ټاکلي ځای او وخت یو ځای کېږي او له هغه ځایه به د الاقصی تر جوماته په درود ویلو ورځو.
مقدس سفر ډیرې برخې مې ولوستې، په زړه پورې معلومات په کې را ټول شوي دي. له شک پرته د داسې معلوماتې سفرونو یاداښتونه د پښتو ژبې د لوستونکو له پاره اړین دي. په عمر مو برکتونه