سه شنبه, جولای 2, 2024
Homeخبرونهد دوحې د غونډې په درشل کې له روزمري دي کارلو سره...

د دوحې د غونډې په درشل کې له روزمري دي کارلو سره د طالب پلاوي کتنه

تاند (یکشنبه، د سرطان ۱۰ مه) د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ د طالبانو د حکومت شپږ کسیز پلاوي مخکې تر دې چې د دوحې درېیم کنفرانس پرانستل شي، د ملګروملتو د سرمنشي له مرستیالې روزمري ډي کارلو سره وکتل.

ټاکل شوې ده چې دا غونډه نن د قطر د مازدیګر په ۶ بجې بیل شی.

د طالبانو د باندنیو چارو وزارت سلاکار ذاکر جلالي د دوحې د غونډې پهاړهپر خپله ایکسپاڼه کښلي: د لومړۍ ورځې ناسته نن ماښام د دوه ساعتونو لپاره او د دویمې ورځې ناسته سبا د پنځو ساعتونو لپاره ترسره کېږي.

ده همداراز ویلي چې د دوحې د درېیمې ناستې رسمي پرانیستنه د اجنډا له مخې نن د جون په ۳۰مه په ځايي وخت ماښام ۶:۴۵ پیلیږي او په ۸:۴۵ پای ته رسېږي.

سبا به هم د طالبانو او د ۲۵ نورو هیوادونو د ځانګړو استازو په ګډون د قطر غونډه د ملګروملتو په مشرتوب او کموربه توب دوام وکړي خو بل سبا (سې شنبې) به د مدني ټولنې اوښځو د فعالانو په ګډون یوه بله غونډه جوړه شي چې طالبان به پکې برخه نه لري.

سره له دې چې طالبان وايي چې د قطر د غونډې اجنډا د دوی له غوښتنو سره سمه تنظیم شوې او د ښځو او بشري حقونو په شان موارد ورڅخه ایستل شوي او د دې غونډې تمرکز به پر اقتصادي موضوعاتو وي، خو د ملګروملتو په وینا د دوحې د دوه ورځنۍ غونډې په اجنډا کې یو اصلي ټکی د طالبانو له لورې د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د هغوی د ژمنو په ځای کول دي.

پرون قطر ته د طالبانو د پلاوي تر روانېدو مخکې د طالبانو ویندوی او د پلاوي مشر ذبیح اله مجاهد په کابل کې خبرې غونډې ته د ښځو او نجونو د حقونو په اړه د خبریالانو په ځواب کې وویل چې په دې برخه کې ستونزې شته او یوشمیر مسایل د افغانانو داخلي مسایل دي چې هغوی ته به په کور دننه حل لارې پيدا کړي.

په پام کې ده چې د قطر په دوه ورځینۍ غونډه کې د څلورمې غونډې پر اجنډا هم خبرې وشي. د دوحې څلورم کنفرانس ښايي ۶ میاشتې وروسته دایر شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب