سه شنبه, جولای 2, 2024
Homeخبرونهد جرمني د واکمن ګوند ویاند وايي، هیواد یې باید کابل ته...

د جرمني د واکمن ګوند ویاند وايي، هیواد یې باید کابل ته دیپلوماتان واستوي

تاند (یکشنبه، د سرطان ۱۰ مه) د جرمني په صدراعظم پورې د اړوند سوسیال دیموکرات ګوند ویاند نیلس شمید په کابل کې د خپل هیواد د سفارت د پرانستلو او افغانستان ته د جرمني د دیپلوماتانو د استولو غوښتنه وکړه.

شمید وویل چې اوږدمهاله بندیزونه به له هیچا سره مرسته ونه کړي او په افغانستان کې به د طالبانو واکمني پای ته ونه رسوي.

د سوسیال دیموکراتیک ګوند ویاند، تاګوس شپیګل ورځپاڼې ته په ځانګړې مقاله کې لیکلي: «موږ باید له ځانه وپوښتو چې په راتلونکي کې له دې هېواد [افغانستان] سره څه ډول چلند وکړو؟»

ده د افغانستان په اړه د جرمني پر تګلارې پر بیا کتنې او په کابل کې د دغه هیواد د سفارت پر پرانیستلو د ټینګار په ترڅ کې وویل: «دا باید د طالبانو په رسمیت پیژندل ونه انګېرل شي.»

شمیډ زیاته کړه: «موږ دا تمه نه شو کولای چې طالبان به په نژدې راتلونکي کې واک پریږدي.»

د سوسيال ديموکرات ګوند وياند له افغانستان سره د ډيپلوماتيکو اړيکو له ټینګولو او دغه هیواد ته د پراختيايي مرستو له ورکولو ډډه په دغه هېواد کې د بدمرغۍ د زياتېدو لامل وباله او په منځنۍ اسيا کې يې د اوبو مديريت او د افغانستان د فرهنګي ميراثونو ساتنه له دغه هېواد سره د جرمني د همکارۍ بالقوه برخې وبللې.

د جرمني یو شمېر سیاستوال او چارواکي په دې باور دي چې که غواړي چې په جرمونو تورن افغانان له خپلې خاورې وباسي، باید له طالبانو سره څه نا څه اړیکې نرمې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب