پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+مقدس سفر | عزت الله شمسزی

مقدس سفر | عزت الله شمسزی

نهمه برخه

له وادي موسی تر بیت المقدسه ستونزمنه لاره

د اردن له وادي موسی تر بیت المقدسه پر سړک سفر له خطرونو ډک دی. د فلسطینیانو او اسرائیلو تر منځ وروستۍ خونړۍ جګړه یوازې څو ورځې وړاندې د یوې موافقې په پایله کې په موقتي ډول درېدلې ده. په دې شرایطو کې فلسطین، اسرائیلو او یا هلته نورو سیمو ته سفر خامخا یو خطر و. زموږ له سفر نه یو څو ورځې مخکې په غزه کې د بمبارۍ له امله رامنځته شوې تباهي هېښوونکې وه، ځکه چې د بنسټيزو تاسيساتو تر څنګ انساني ژوند هم ډېر زيانمن شو، تر ۳۰۰ زيات فلسطينيان شهيدان او په سلګونو نور ټپيان شول.

د ۲۰۲۲ کال دجون په میاشت کې  د الجزیرې تلویزیون مشهوره خبریاله شیرین ابو عقیله د فلسطین په جنین ښار کې ووژل شوه. شیرین فلسطینۍ – امریکایۍ وه او د زړورتوب او مسلکیتوب له پلوه زما خوښېدله.‌ شیرین په ​​زړورتیا سره له فلسطین نه د الجزیرې ټلویزیون لپاره پنځه ویشت کاله رپورټونه ورکړل. د نړۍ د بېلابېلو برخو مهمې پېښې او پرمختګونه یې تر پوښښ لاندې راوستل، خو د شهرت اصلي لامل یې په فلسطین کې د اسرائیلو د وحشتونو ښه پوښښ و. شیرین په داسې یو حالت کې ووژل شوه چې د فلسطین په جنین ښار  کې یې د ازادي غوښتونکو پر ضد د اسرائیلي ځواکونو د عملیاتو په اړه رپورټ تیاراوه. د جنین ښار بیت المقدس شمال ته په اویا کیلومترۍ کې د اردن سیند په غاړه پروت دی. دا ښار د اردن د اغاور سیمې څخه لیدل کیږي. د مې په ۱۱مه کله چې اسراييلي امنيتي ځواکونه د عملياتو لپاره جنين ته لاړل، شيرين سمدلاسه جنین ته روانه شوه. د شیرین کور په ختیځ بیت المقدس کې دی او ددې له کوره جنین پنځه ساعته لرې دی.

په هغه ورځ د اسرائيلو امنيتي ځواکونو د ازادۍ غوښتونکو او مسلمانو فعالانو پر کورونو چاپې ووهلې، په زرګونو خلک راووتل او نښتې پيل شوې، شیرين شېبه په شېبه خپلو ليدونکو ته خبرونه ورکول. د الجزیرې لیدونکو بیا هغه ولیدله چې ناڅاپه پر ځمکه پرېوته. سره له دې چې د پېښې په وخت یې  بلېټ پروف جاکټ هم اغوستی و چې په غټو تورو Press ورباندې لیکل شوي و مګر ویل کېږي اسرائیلي‌ عسکرو قصدا وویشتله.

شیرین د فلسطین په خاوره کې د اسراییلو د ظلمونو په اړه د هغې  د زړور پوښښ له امله خورا مشهوره وه. ښایي د همدې کار له امله اسرائیلي عسکرو ووژله.

پر لاره زموږ لارښود راته وویل چې پر خپل فیسبوک او ټویټر مو که د اسرائیلو خلاف څه نشر کړې وي، ډیلیټ یې کړئ، ځکه دوی ستاسې نومونه په ګوګل کې لټوي، فیسبوک پاڼې او ټویټر مو ښایي وګوري، که چېرې داسې څه پیدا کړي چې دوی شکمن کړي نو بیا ښایي اسرائیلو  ته د ننوتلو اجازه درنه کړي. سره له دې چې زما پر فیسبوک او ټویټر داسې څه نه و خو بیا هم لږ اندېښمن وم چې پر ګوګل داسې څه پیدا نه کړي چې زما د سفر خنډ وګرځي. زه له بلې کومې پېښې نه ډارېدم، وېره مې یوازې دا وه چې له دې مقدس سفر نه پاتې نه شم.

د غرمې شاوخوا دوه بجې وې چې وادي عرب په نامه سرحدي دروازې ته ورسېدو.‌ د وادي عرب یا اسحاق رابین په نامه دا سرحدي دروازه د اردن د عقبه او د اسرائیلو د ایلات په نامه سیمو ترمنځ واقع ده. دا دروازه د ۱۹۹۴ کال د اګست په ۸ مه پرانستل شوه او دا مهال یو له درېیو سرحدي دروازو څخه ده چې هره ورځ سلګونه سیلانیان پرې یوې او بلې غاړې ته اوړي.

د اتیا کسانو په منځ کې زه لومړنی کس وم چې خپل بېک مې واخیست او د پولې خوا ته روان شوم. یو لوی کتار راپسې روان و. لومړی د اردني سرحدي پولیسو له پوستې تېر شولو. وړاندې د اسرائیلو درې پوځیان د اغزن سیم نه هاخوا ولاړ وو، دوی زما پاسپورټ وکوت او یو دوه لنډې پوښتنې یې وکړې چې ولې اسرائیلو ته روان یم او د څومره وخت لپاره به هلته پاتې کېږم؟. زه چې روان شوم یوه تن یې په ګرځنده مخابره کې په بل چا غږ وکړ، فکر کوم وړاندې نورو عسکرو ته به یې خبرداری ورکړی وي چې د مساپرو یو اوږد کتار روان دی. هلته یوه بله تالاشي وه، یوې نجلۍ زموږ بکسونه تالاشي کړل. دې نجلۍ هم رانه پوښتنې پیل کړې، خو لهجه او رویه یې ښه نه وه، داسې ښکارېدل لکه دوی چې نه غواړي زه بیت المقدس ته لاړ شم. ویل یې چېرته پاتې کېږي، څومره وخت پاتې کېږې او بس ډېرې نورې داسې پوښتنې. لږ مې ورته زړه تنګ شو، خو موږ ته زموږ د کاروان مشرانو مخکې تر مخکې ویلي وو چې دوی ډېرې پاروونکې پوښتنې کوي، کوښښ کوي ستاسو زړه تنګ کړي، حوصله مه بایلئ، ځکه ددوی هدف همدا وي چې تاسو غوسه شئ او جنجال رامنځته شي. دوی موږ سره د تېرو سفرونو تجربې هم شریکې کړې وې چې څنګه نیمایي کسان بېرته وګرځول شول او ویزه ورنه کړل شوه.

له دې تالاشۍ چې مخکې تېر شوم په یوه ودانۍ کې کتار کړکۍ وې او همدلته دوی سیاحانو ته ویزې ورکولې. زه او زما شاته احمد چې پاکستانی – امریکایی و، دوو کړکیو ته ورغلو. احمد تر ما لږ ډاډه ښکارېده. زه چې کله کړکۍ ته ورغلم یو نارینه اسرائیلی مامور د میز تر شا ناست و. یو ځل بیا هماغه پخوانۍ پوښتنې تکرار شوې او ما هم ځوابونه ورکړل. دې کله پاسپورټ کې زما ږیرکلي‌ عکس ته ګوري او کله مې اوسني‌ ږیرې ته ځیر شي.

  • افغان- امریکن یې؟
  • هو.‌

د زړه خبره یې خولې ته راوړه.

  • دلته خو به نه پاتې کېږي؟

نږدې مې ویلي‌ وو چې څه خر مې په خټو کې بند دی چې له امریکې راځم او دلته پاتې کېږي. خو خبره مې وژووله.‌

  • نه، دلته به ولې پاتې کېږم.

زړه کې وایم، څه کم عقل سړی دی. زه له یوه تنور نه وتښتېدم، سر کې خو مې ډز نه دی شوی چې اوس به بل زندان کې پاتې کېږم. که موږ ښه رهبران درلودلی ولې به داسې بدنام زمانه وو چې هر څوک په سرحدونو کې د افغان نوم واوري‌ فکر کوي‌ دوی له خپل وطن نه پښې سپکوي.

ها خوا مې لیدل چې احمد هم یوې مېرمنې ته مخامخ ولاړ و خبرې یې سره تېرې بېرې شوې. تر یو څه سرخوږي وروسته مامور ماته ویزه راکړه او روان شوم،  خو په زړه کې مې وېره وه چې موږ خو دې خبرو سره بلد یو که زموږ نورو امریکایانو انډیوالانو سره داسې بده وضعه وکړي کېدای شي جنجال جوړ شي. په اخري تالاشۍ کې یې زما پاسپورټ او ویزه بیا چک کړل او اجازه یې راکړه چې د اسرائیلو خاورې ته داخل شم.

د سړک پر غاړه چوکۍ ایښې وې، خپل بایکونه مې د چوکۍ خواته کېښودل او همدلته د نورو ملګرو په انتظار کېناستم. تر ما لږ هاخوا دوه یهودان ناست وو داسې ښکارېدل چې دوی هم د خپلو مقدسو اماکنو زیارت ته راغلي وو. زما په لیدو یې یوه او بل ته څه وویل. شېبه وروسته یوه اسرائیلي عسکره راغله او له ما نه یې پوښتنې شروع کړې چې ولې دلته ناست یم. ما ورته وویل چې زما نور ملګري لا نه دي راوتلي هغوی ته منتظر یم. یو ساعت وروسته یو نری دنګ ځوان راغی د ولاړ بس له ډرېور سره یې په عربي‌ خبرې کولې، ورو ورو زما خواته راغی.

  • السلام علیکم… په عربي یې څه وویل.
  • زه په عربي‌ ډېر نه پوهېږم. په انګریزي‌ ژبه مې ځواب ورکړ.
  • زما نوم یوسف دی، فکر کوم تاسو به د هغه ګروپ غړی یاست چې بیت المقدس ته ځي.
  • هو
  • ښه، ډېر ښه زه به ستاسې لارښود یم که چیشي ته ضرورت و راته وایه.
  • فی الحال خو بل شي‌ ته ضرورت نه شته. یو سګرټ راکړه.

یوسف سره د سګرټو ډبی لاس کې و. په خندا شو فکر یې وکړ زه ټوکې کوم، ټول ډبی یې را وړاندې کړ، ما ویل نه. یو دانه راکړه ما سګرټ خوشې کړي خو زړه مې تنګ شو، لږ به ځان مشغول کړم. ویل یې نه دا ټول ډبی واخله بیا به دې هم په کار شي. موږ دواړو سګرټ ولګاوه او ګپ شپ شروع شو. جالبه داده چې په اردن کې زموږ لارښود رضوان هم راسره همداسې په سګرټو ملګری شو او چې کله مو نن د سرحد هغې بلې غاړې ته خدای پاماني کاوه، سترګې یې له اوښکو ډکې شوې، ویل یې تاسو سره مې ساعت ډېر تېر و، خامخا به راسره ملګرتیا کوئ او دا اړیکه به تلپاتې کوو.‌ یوسف هم هماغسې کاکه ځوان و. ځان مې ورته معرفي‌ کړ چې زه د افغانستان یم، ډېر خوشاله شو. مننه یې وکړه چې د فلسطین د مسلمانانو لیدلو ته راغلی یم. ویل یې ستاسو سفرونه موږ ته ډاډ راکوي چې موږ د نړۍ د مسلمانانو هېر نه یو. ښه ده چې د فلسطنیانو په درد خبر شو او پيغامونه یې نړۍ ته ورسوو. ما ویل د مننې څه حاجت دی،‌ زه د خدای جل جلاله شکر باسم چې ددې مقدسې خاورې دیدن یې زما نصیب کړ. ما او یوسف په ولاړه خبرې کولې چې دوه درې موټره  راغلل، د عربي‌ سندرو لوړ اواز یې تر موږ هم راورسېد. په ډېر کش وپش یې موټر تر دروازې لږ هاخوا تاو راتاو کړ او بېرته لاړل. یوسف مې وپوښت چې دا څوک وو. ویل یې فلسطینی ځوانان دي کله کله راځي او اسرائیلي‌ عسکرو ته ځان ښیي‌ چې موږ همدلته یو. نه پوهېږم په دې کار کې به څه راز پروت و، خو یوه په زړه پورې مظاهره وه چې ما د اول ځل لپاره ولیدله.‌

درې ساعته تېر شول خو ملګري یو هم نه ښکاري. زه همدلته د دروازې سره ناست وم، جالبه دا وه چې هر څو دقیقې وروسته به یو بس راغی او یوه ډله ځوانان به ترې ښکته شول، په منډو به پاسپورټونه په لاس په مخامخ دروازه ننوتل او د اردن خوا ته تلل. له قوارو معلومېدل چې مسلمانان دي. زما ورته سودا شوه. له یوسف نه مې پوښتنه وکړه ویل یې دا اردنیان دي چې په اسرائیلو کې د کار ویزې لري، هر سهار‌ دلته اسرائیلو ته د کار لپاره راځي،‌‌ په هوټلونو او ودانیزو برخو کې کار کوي او مازیګر بېرته اردن ته اوړي. جالبه داده چې اردن خپله هم پرمختللی هېواد دی، مګر بیا هم اسرائیلو کې تر اردن کار زیات پیدا کېږي او دوی اسرائیلو ته د کار لپاره راځي. له دې معلومېدل چې د اسرائیلو اقتصاد تر دوی ښه دی. سره له دې چې اردنیان د اسرائیلو همسایه ګان دي خو له دوی سره یې هم چلند ښه نه و. په څېرو کې یې له ورایه د کمترۍ احساس ښکاره کېده.

د مازیګر د لمانځه وخت شو، ما غوښتل اودس وکړم او تشناب ته هم لاړ شم، خو تشناب ته باید بېرته دننه ورغلی وای. یوه عسکر ته مې وویل تشناب ته ځم که اجازه راکړې، ویل یې اجازه نه شته. وروسته یوسف راغی. هغه ته مې وویل د اودس لپاره تشناب ته ځم خو عسکر اجازه نه راکوي، هغه ورسره په عبري ژبه وغږېد، نه پوهېږم څه یې سره وویل، خو اجازه یې ترې واخیسته. له مانه یې پاسپورټ واخیست ویل یې چې کله بېرته راغلې بیا به یې درکړو. دننه چې اودس ته ورغلم زموږ د سفر امیر هم هلته ولاړ و، د ځنډ پوښتنه مې وکړه ویل یې ملګرو احتجاج کړی. تورپوستی جوزیف یې ایسار کړی و نورو وویل موږ یو هم نه ځو چې ده ته ویزه ورنه کړئ. د امریکې سفارت سره مو اړیکه نیولې ده د ځواب په تمه یو. لنډه دا چې ماسخوتن مهال له درېیو تنو پرته نورو ټولو ویزې واخیستلې او زموږ بسونه د بیت المقدس پر لور روان شول.

تر یو څو دقیقې مزل وروسته یوسف له خپله ځایه پورته شو او تر سلام او ښه راغلاست وروسته یې ځان معرفي کړ. یوسف وویل د فلسطین وضعیت کړکېچن دی، له یوه ځایه چې بل ته ځې چېک پوسټونه او تالاشۍ دي، ښایي موږ له ځینو محدودیتونو سره مخ شو او یا د عسکرو او پوځیانو داسې چلند وګورو چې موږ نهیلی کړي خو حوصله به نه بایلو، ځکه دوی په شعوري توګه مسلمان زایرین په تنګوي او هدف یې دادی چې فلسطین ته رانشي. دوی پوهېږي چې کله له نورو هېوادونو مسلمانان فلسطین ته راځي نو له دې سره د فلسطیني مسلمانانو حوصله لوړېږي او یو ډول ډاډ حاصلوي نو ځکه پر اسرائیلو دا کار ښه نه لګېږي. یوه خبره چې ماته جالبه وه هغه دا وه چې یوسف به ډېری وخت په خپلو خبرو کې خپله خاوره د فلسطین په نامه یادوله. سره له دې چې اوس یې رسمي نوم اسرائیل دی.

یوسف وویل که ژوند و موږ او تاسو به ددې مقدسې خاورې ډېر مهم ځایونه وګورو. اوسمهال ددې خاورې شاخوا ۷۸ فیصده د اسرائیلو له خوا اشغال ده او پاتې ۲۲ سلنه خاوره کې د فلسطینیانو محدوده واکمني ده. د فلسطین اداره چې مشري یې محمود عباس کوي، په لویدیځه غاړه کې یوه برخه تر واک لاندې لري چې رام الله یې پلازمېنه او الفتح پرې حاکمیت لري. د غزې تړانګه بیا د حماس په لاس کې ده. د فتح او حماس تر منځ ایډیالوژیکي توپیرونه شته. الفتح د فلسطین د مسئلې د سیاسي حل پلوي ده، په داسې حال کې چې حماس په دې باور دی چې له پوځي حل پرته بله چاره نشته.

د فلسطین قضیه رښتیا هم ډېره پېچلې ده. ما په دې اړه پخوا هم لږ و ډېر معلومات لرل.‌ په دې پوهېدم چې فلسطین ته دومره خاوره نه ده پاتې، ځکه‌ درې پر څلورمه برخه اوس د اسراییلو په نوم. د اردن سیند لویدیځه سیمه په دریو برخو ویشل شوې ده. سیکټور A د فلسطیني ادارې لخوا نیول شوی. دا د فلسطین د خاورې ۱۸٪ برخه ده. دلته ملکي چارې د فلسطیني ادارې تر کنټرول لاندې دي، خو دغه اداره یوازې پولیس لري او خپل پوځ نه لري. په B سکټور کې امنیت د اسرائیلو او فلسطیني ادارې له خوا په ګډه ساتل کېږي. C سیکټور چې د اشغال شوي فلسطین ۶۰٪ برخه ده، په بشپړه توګه د اسرائیلو تر کنټرول لاندې ده. په دغه برخه کې شاوخوا  درې لکه فلسطینیان اوسېږي او څلور لکه یهودیان په کې مېشت دي چې زیاتره یې نوي له نورو ځایونو راغلي. لکه یوسف چې وویل د فلسطین خلک چې په خپله خاوره کې سفر کوي باید د هغو پوستو او چیک پواینټونو څخه تیر شي چې د اسرائیلو تر کنټرول لاندې دي.

د فلسطین ازادي غوښتونکي خپل هوايي ډګر یا بندر نه لري. که چیرې ولسمشر محمود عباس هم بهر ته سفر کول غواړي نو باید د اسراییلي چیک پوسټ څخه تیر شي او دمخه دوی ته خبر ورکړي. دوی کولی شي یوازې د اردن له لارې بهر ته سفر وکړي. د اوسلو تر موافقې وروسته د غزې په تړانګه کې هوايي ډګر جوړ شو، خو  تر څه وخت وروسته هوايي ډګر د اسرائیلو په بمبارۍ کې ویجاړ شو. د غزې تړانګه بیا له سمندر سره ګډه پوله لري. هلته یو کوچنی بندر شته خو هغه سمندر هم د اسرائیلو د سمندري ځواکونو لخوا کنټرولېږي.

دا چې موږ ټول ستړي وو، یوسف لازمه وګڼله چې یو څو دقیقې د ارام لپاره وخت راکړي. ما هم ځان لږ خوب ته جوړ کړ، خو د لوږې احساس مې وکړ. څنګ کې ناست مراکشي ځوان محمد کریم ته مې وویل زه وږی یم که خدای وکړي‌ موټر چېرته کوم رسټورانټ یا فاسټ‌ فوډ سره ودروي. هغه ویل زه هم وږی یم.

څومره چې موږ د اسرائیلو خاورې ته ننوتلو ورو ورو سړکونه عصري‌ کېدل او شاوخوا ودانۍ هم داسې ښکارېدې لکه تر امریکې هم کوم پرمختللي هېواد ته داخلیږم. خو عبدالکریم راته وویل چې له بده مرغه دا ټولې سیمې د اسرائیلو په لاس کې دي او دلته فلسطیني مسلمانانو ته د کار روزګار او اوسېدلو اجازه نه شته. یو څو دقیقې به مې سترګې ورغلې نه وې چې دواړه بسونه دیوه کوچني مارکیټ مخې ته ودرېدل. برګر کېنګ او مکډانل غوندې ځای و، خو چې دننه ورغلم رسټورانټ او سټور دواړه یو ځای وو. ملګرو مو لږ لږ خواړه را واخیستل.  د چرګ برګر مې وغوښت، خو کاونټر ته ولاړ کس راته وویل چې باید هلته په کمپیوټر کې خپل فرمایش ورکړم ځکه له ما سره د اسرائیلو پیسه شکل نه و او هلته په کمپیوټر کې مې باید کارت استعمال کړی وای. دا یو وړوکی سټور و خو دومره عصري چې امریکا کې مې هم داسې عصري سټورونه لږ لیدلي‌ وو. د کمپیوټر مخې ته چې ورغلم خدایزده څه چل وشو د چرک غوښه مې ونه موندله او د کبانو د غوښې یو سانډویچ مې واخیست. خدای شاهد دی چندانې خونده یې نه وه خو وایي چې وږی یې پیاز او وچه ډوډۍ هم خوند کوي.

یو څو دقیقې دلته ولاړ وو، ځینو ملګرو لمونځونه کول. بېرته بسونو ته وختلو او د بیت المقدس پر لور مو حرکت وکړ. ماخوستن لمانځه ته لږ وخت پاتې و چې ګاډی بیت المقدس ته ننوت.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب