یکشنبه, اپریل 20, 2025
Homeخبرونهپه کورمه کې لږترلږه ۵ پاکستاني پوځیان ووژل شول

په کورمه کې لږترلږه ۵ پاکستاني پوځیان ووژل شول

تاند (شنبه، د سرطان دوهمه) د خیبرپښتونخوا په کورمه کې د جمعې په ورځ د امنیتي ځواکونو یوه کاروان ته څېرمه د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې پنځه پوځیان ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

چارواکي وايي، دا په دې ناکراره سیمه کې پر امنیتي ځواکونو د بریدونو د زیاتوالي یوه بله نښه ده.

په سیمه کې وروستی برید په کورمې ولسوالۍ کې شوی چې پخوا یوه قبایلي ایجنسي وه او اوس په خیبرپښتونخوا ایالت پورې تړلې ده.

د پاکستان پوځ په یوه بیان کې ویلي چې په سیمه کې د لټون عملیات روان دي.

تراوسه د دې برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی. خو احتمال شته چې دا حمله پاکستاني طالبانو، چې د تحریک طالبان پاکستان یا TTP په نوم پیژندل کیږي، کړې وي.

په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د ټي ټي پي غړي تشویق شوي چې دوی هم که قربانۍ ورکړي د اوسني پاکستان تر کنټرول لاندې پښتني سیمو کې د افغان طالبانو په شان اسلامي حکومت جوړولی شی.

په همدې حال کې چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې مشکوکو بېلتون غوښتونکو د بلوچستان ایالت له ناکراره سیمې هرنايي څخه لږ تر لږه لس کسان تښتولي. ځايي خلک وايي چې تښتړول شوي کسان پنجابیان دي او د بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي چې دا کسان یې نیولي او له هغوی څخه تحقیقات کوي چې ایا عام خلک دي او که استخباراتي کسان.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د زړه سفر – د اصحاب الکهف غار ته | سیداحمدشاه سادات

د حضرت شعیب علیه‌السلام له مبارکې مقبرې چې راووتم، د زړه په کُنج کې یو پټ غږ راپورته شو. دا غږ نه د باد...