شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد بشري حقونو د څار سازمان د دوحې غونډې ته د ښځو...

د بشري حقونو د څار سازمان د دوحې غونډې ته د ښځو پر نه بللو انتقاد وکړ

تاند (جمعه، د سرطان لومړۍ) د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان په اړه د دوحې په راتلونکې غونډه کې د ښځو د نه ګډون په خاطر پر ملګرو ملتونو سختې نیوکې وکړې.

دغه سازمان نن (جمعه) د دې موضوع په اړه راپورونه “حیرانوونکي” وبلل.

د بشري حقونو د څار سازمان اجراییه رییسې تیرانا حسن وویل، «په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو جبر ورځ په ورځ سختیږي، راپورونه چې ملګري ملتونه پلان لري چې په دوحه کې د طالبانو په ګډون غونډه جوړه کړي خو د هغې په اجنډا کې د ښځو د حقونو موضوع نه وي یا افغان ښځې ګډون ونه لري، دا ټکان ورکوونکې خبره ده.»

اغلې حسن زیاته کړه، «په غونډه کې د ښځو حذفول د طالبانو سرغړونو ته د مشروعیت ورکولو له خطر لري او د ښځو د حقونو او د ښځو د معنوي ګډون د مدافع په توګه د ملګرو ملتونو اعتبار ته نه جبرانېدونکي زیان لامل اړوي.»

ټاکل شوې ده چې د ملګروملتو په کوربه توب د روان سرطان په لسمه او یوولسمه (د جون ۳۰ او د جولای ۱) د قطر په دوحه کې کنفرانس جوړ شي. د افغانستان په اړه د دوحې په کنفرانس کې د هغو هیوادونو استازي ګډون کوي چې د افغانستان لپاره ځانګړي استازي لري.

د طالبانو یوه جګپوړي ډیپلوماټ ذاکر جلالي د دوحې په راتلونکې غونډه کې د هغوی د ګډون لپاره د شرایطو په اړه خوشبیني څرګنده کړه.

 ده نن (جمعه) پر خپله ایکسپاڼه ولیکل چې د وضعیت ټاکلو ته لس ورځې پاته دي.

جلالي همداراز لیکلي چې ملګروملتونو د دوحې د ناستې اجنډا له طالبانو سره شریکه کړې ده. د ده په وینا د دوحې د درېیم کنفرانس په اجنډا کې د خصوصي سکتور، مالیې، بانکدارۍ، له مخدرو موادو سره د مبارزې او د بدیل معیشت په اړه بحثونه شامل دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر سلاکار ټینګار وکړ چې طالبان د سیمه ییزو همکاریو د بېلګې په وړاندې کولو سره له نړیوالې ټولنې سره د تعامل په لټه کې دي.

3 COMMENTS

  1. تاسو اول په دوحه کې غونډه جوړه کړئ ، چې له ټالب سره مخامخ خبرې شروع شي بیا به په تدریج سره نور شرایط به خپله آماده شي .
    ځینې خلک لا اوبو ته نه وي رسېدلي ، خپلې موزې له پښو باسي .
    که یوه پوښتنه « د بشري حقونو د څار سازمان » نه وشي ، تاسو له څوکلونو مبارزې وروسته د نړۍ د غه مظلوم او د ټولنې نیمې برخې ته حقوق ورکړل ؟ هیله ده چې ټالب هم ورو ورو انساني او بشري حقوق وپېژني او خپلو خویندو ، میندو ته لازم او ضروري حقوق ورکړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب