پنجشنبه, جون 27, 2024
Homeخبرونهد روغتیا وزارت د کولرا د خپریدو په اړه د روغتیا د...

د روغتیا وزارت د کولرا د خپریدو په اړه د روغتیا د نړیوال سازمان راپور رد کړ

تاند(جمعه، د سرطان لومړۍ) د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د کلورا یا وبا د خپرېدو او له کبله یې د مړینو راپورونه رد کړل.

دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ځینو رسنیو له لوري د وبا د خپرېدو په اړه خپاره شوي خبرونه دقیق نه دي.

دا په داسي حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ (د جون ۱۹ مه) په یوه راپور کې وویل چې د روان کال د جنورۍ له لومړي د مې تر ۲۶ پورې په افغانستان کې د کولرا ۴۶ زره ۷۵۸ پېښې ثبت شوي خو حقیقي شمېر تر دې لوړ دی.

د روغتیا نړیوال سازمان همداراز ویلي چې په افغانستان کې د کولرا له امله ۲۵ تنه مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان همداراز ویلي، یوازې په تېرو ۲۸ ورځو کې د کولرا ۱۳۴۵۱ پېښې او د دې ناروغۍ له امله ۹ مړینې ثبت شوي دي.

راپور زیاتوي چې د روان م کال په لومړیو پنځو میاشتو کې په ټولې نړې کې د کولرا ۱ لک او ۹۴زره او ۸۹۷ پېښې ثبت شوي چې د تر ټولو لوړه شمېره (شاوخوا ۹۸زره) یې په ختیځې مدیترانې سیمه کې دي چې یواځې نږدې ۴۷زره یې افغانستان پورې اړه لري.

د روغتیا نړیوال سازمان د کولرا د خپرېدو لامل د نفوس زیاتوالی، طبیعي پېښې او د اقلیم بدلون بولي او د ګډې ځواب ورکوونې لپاره د هېوادونو پر همغږۍ ټینګار کوي.

د کولرا وبا یا شدید نس‌ناستی د ناپاکو اوبو له لارې انتقالېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب