شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهد ایمل ولي خان ادعا؛ نورستان مېشتي وسله وال د ملاکنډ د...

د ایمل ولي خان ادعا؛ نورستان مېشتي وسله وال د ملاکنډ د نیولو تیاری نیسي

تاند ( جمعه، د چنګاښ یا سرطان لومړۍ) د نشنل عوامي ګوند مشر او د پاکستان د سنا غړي ایمل ولي خان ادعا کړې، چې نورستان کې د وسله والو یوه لویه ډله د پښتونخوا د ملاکنډ سیمې د نیولو تیاری نیسي.

د هغه په وینا، تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د پښتونخوا پر جنوبي سیمو پوره واک لري او شمالي سیمو ته  د خپلې واکمنۍ د غځولو په حال کې دی.

ایمل ولي خان زیاتوي، چې پښتونخوا د ترهګرۍ خطرناک وضعیت سره مخ دی او هیڅ ځواک یې له دغه خطره نه شي ژغورلی.

هغه نه دي ویلي، چې دا خطر له کله، د چا په زور او د چا په ګټه رامنځته شوی او قرباني به یې څوک وي؟

نور هغه پښتانه ملتپال سیاستوال چې د پاکستان د واکمنو له سیاستونو متاثره نه دي، د پاکستان پوځ او استخبارات له ډېرو کلونو راهیسې د پښتنو سیمو کې د اوږدمهالو ډرامه یي جګړو او پروګرامونو په لرلو تورنوي.

د دوی په باور، پاکستان په دې لوبو هم پښتانه ځپي او محروم ساتي، هم یې بدناموي او هم یې په سیمه کې د ترهګرۍ خطر د موجودیت په نوم له نړیوالو متحدینو پریمانه مرستې اخلي.

ایمل ولي خان او ځینې نور سیاستوال چې د پاکستاني چارواکو په شان پښتونخوا ته د ترهګرۍ د خطر سرچینه د افغانستان خاوره ګڼي، د پاکستان د سیاستونو په تریبیون کېدو تورن دي، خو دوی دا تورونه نه مني.

په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم او افغان شنونکي دا تورونه په سختۍ ردوي، چې ګواکې پاکستان او تر واک لاندې سیمې یې له افغانستانه ګواښیږي.

دوی پاکستان په سیمه کې د ترهګرۍ اصلي سرچینه ګڼي او وایي چې په افغانستان کې د اوسنیو واکمنو طالبانو په ګډون د سیمې ګڼې جنګي ډلې پاکستان کې تولید شوي او پياوړې شوې دي.

11 COMMENTS

  1. که ایمیل خان او که نور دوئ ښه پوهیږي چې پاکستاني استخباراتي ادارې د پاکستان له جوړیدو بیا تر اوسه پورې د نیابتي جګړو او خپلو شومو موخو ته د رسیدو په خاطر تل د نورو هیوادونو په چارو کې د لاس وهنې، د رژیمونو د ړنګولو او… له پاره یې ترهه ګري ډلې روزلي دي. پاکستان د مهاجرو په نوم اوه ګونې تنظیمونه وسله وال کول خو تل به یې انګار کاوه – د مجاهدینو له بریا وروسته به یې په خپلو کارواریانو باندی بیا فخر هم کاوه. خو بیا یې کله چې یو جوړ هیواد او نظام پرې له منځه یووړ د همدې مجاهدینو د نظام ړنګولو له پاره یې همدې طالبانو ته ځای ورکړ کورونه یې همالته وو او دي ساتل یې چاغول یی روزل یې او ساتنه ورنه کوله خو تل به یې انکار کاوه. له بري وروسته یې بیا په هرڅه اقرار وکړ او په فخر یې دا مرستې او کومکونه یادول، خو اوس بیا د ترهه ګري مرکز افغانستان ښودل هغه هم د ایمیل او نورو له لوري یوه استخباراتی لوبه ده. پښتونخوا سیمه همدې ملت پالو داسې حد ته را ورسوله هغه وخت یې که د همدې نطامی رورنځایونو مخه نیولي وای اوس به یې دا چیغې او نارې نه وهلي.

  2. پاکستان په تيرو کلونو کي تيرورستان په خپله خاوره کي روزل ټوله نړی په د خبره وه او پري پوهيږي، اوس ولوکه تيرورستان په خپله روزي تهمت پر افغانستان اړوي، ځکه پاکستان نړي ته ښکاره واييي چي ما تالبان وروزل او افغانستان مي پري ويجاړ او نيابتي جګړي ته تيار کړ نور نو زما ملک له تاليبانو او نورو تيرورستانو خلاس شو له تاليبانوسره تيرورستان هم افغانستان ته لاړل. دا د سري خولي وال په د ښه پوهيږي چي پاکستان د ځان له جوړښته تر اوسه پوري پښتانه په خپله خاوره ارام ژوند ته نه پريږدي خو دي ښاغلو خولي ګونګي نيولي هم ځان غلته وي او هم پښتون اولس او سبا دي هم وژني.

  3. د افغانانو تباهی تهداب خرڅ شوو روزل شوو غلامو کمونیستانو کودتا د حسن شرق په ملا تړ او د لیونی محمد داؤد خان تر رهبری کیښودل شو او دی ستر ملی خیانت د انګلیس چوچه پنجابی پاکستان او متعصب اخوندی ایران ته د افغانستان بربادی د اجنبیانو په کومک بالخصوص دغلیسی امریکا ، شیطان انګلیس او غربی نړۍ په ډالرو ، پونډونو او ایرو مهاجرینو څخه د ژبو ، مذهب او قومیت شعار لاندی خاص تنظیمونه رامینځ ته کړل او عینی وخت کښی د مهاجرینو اولادونو لپاره په سل هاو قادیانی مدرسی جوړی او دا کوچنی ئی له ابتدا څخه د افغان ملت دوامداره تباهی لپاره تربیه کړل ، قاتل ظالم شورویان اوددوی قاتل تربیه شوی غلامان افغان ملت د وینو ستر قیمت باندی له خاوری وشړل اما د انګریز غلام چوچه ، غلیسی امریکا ، شیطان انګلیس د غربی نړۍ تبلیغاتی حمایه سره روزل شوی غلامان ئی په کابل خوشی کړل او دی روزل شوو قاتلو ملی خائینینو په کابل کښی وینی جاری کړی او چور او چپاول ئی شروع کړ او د خپلو ګټو او د اجنبیانو تر هدایت لاندی ئی خپلو مینځو کښی وحشت شروع کړ او وروسته ئی د کوچنیوالی څخه تربیه شوی جاهلترین ګروپ یعنی قادیانی طالبانو ته کابل تسلیم کړۍ شو دی مطلقو تورو جاهلو د افغان ملت وژلو سره څنګ کښی بی سوادی علنی ملاتړ شروع شو او عرب بن لادین هم دنورو تورو شیخانو سره اول پاکستان ته بیا افانستان ته راوستل شول ، وروسته نیویاک برجونه ونړول شوول او غلیسی امریکا بن لادین ددی مدعی وګڼل شو او لږه موده وروسته مصنوعی ډرامه د غلیسی امریکا او قادیانیو غلامو قاتلو قادیانیو طالبانو تر مینځ شخړه رامینځ ته شوه او ادعا وشوه چی د نیویارک برجونه د بن لادین شیخانو د طیارو په وسیله ونړول او بالاخیره غلیسی امریکا د غربی ممالکو په ملاتړ افغانستان ته داخل شو اوتربیه شوی قادیانی طالبان بی له ادنا مقاومته خپل پنجابی ټاټوبی ته دوباره ولاړل او ددوی په عوض ئی د ټول شموله حکومت شعار لاندی تربیه شوی تنظیمونه او د غلیسی امریکا او شیطان انګلیس له خوا خاص تربیه شوی کسان د ملت په اوږو تکراری کینول او د ډالرو ، پونډونو او ایرو باران ورته جاری شو اولږه موده وروسته دی خرڅ شوو غلاماننو په هدایت سره اتفاقآ بیا ددوحی معاهدی شعار لاندی کابل قادیانیو غلامو طالبانو ته پریښود او اوس ددوی او غلیسی امریکا او د شیطان ا انګلیس چوچه پنجابی پاکستان تر مینځ ساختګی اختلاف تبلیغ کیږی اما دا پروپاګنډ هیڅ صحت نلری !!!!

    ځینی ملی خائین افغانان لکه محمد داؤد مومند دوه مخۍ او انګلستان کښی بل میشت پنجابۍ ددی وطنفروشو جاهلو قادیانیو چړیانو ته تبلیغ کوی او اضافه کوی چی دوی سوچه پښتانه دی بلی دوی پدی خائینو تبلیغونو سره هم پښتانه تهدابی تر پښو لاندیکوی او هم پنجابی پاکستان خدمت ته په اخلاص سره لګیا دی !!!!!!!

  4. الحمدالله اوس په افغانستان کى اسلامى حکومت دى چه ټولو افغانانو ته قبول او مقبول دى

    • زه مسلمان او افغان یم. نه ما هیبتې ځناور لیدلي ، نه مې بیعت ورسره کړي او نه یې هم منم. ټرلیب پردې کرایې ملیشه ده، لکه د هیبتې ځناور په څیر یې هویت مجهول او د غلامي بوى تري پورته کیږئ.نو ما او زما په شان اکثریت مطلق د ملت نه ټرلیب منئ، نه وحشت منئ او نه هم غلامي او استبداد. نو تاته چا اجازه درکړي چې ، د اکث یت خاموشه او مجبوره ولس په نماینده ګي دا خبره کوي؟

  5. د هغه وطندوسته ، پرقام او ولس مین غورنیکه « مرحوم عبدالغفار خان » نه داسې بېعقل ، لوده ، تک شین کړوسی .
    لرو پښتنو الله مو مل شه .
    وایي ، آسونه یې نعلول ، چنګښو هم پښې پورته نیولې وې .
    لوخې د خپل قوم سپکه ویله ، سر یې په اوبو کې وچ شو .

  6. دغه غټ سری ډیر غټ منافق او د ای اس ای او فوځ ویاند او د هغوی دجاسوسي لپاره دغه خبری کوی.

  7. دا لوده به نشه وو چې، دا خبره یې کړي. ویل کیږي چې، د بوتل ډیر شوقي دي.کورني یې ښه خلک دي خو دا نه پوهیږم په کې کومه بلا پیدا سوي.

  8. emal wail dranah// take idea from emran khan.
    dont call; to muslim libration force terrorist,
    exactly punjabi establishment is terrorist.
    IN PAKISTAN IS BRITISH POLICY AND AEEN FALLOWING/. TTP IS ONE POKHTOONS MUSLIM TAHRIK
    IS GOOD ONE ISLAMIC GOVERNMENT WITH FREEDOM COME IN
    YOU MUST BECOME UNITED WITH ALL PUKHTOON&BALOOCH PARTY/PTM AND DO FOCUS FOR FREEDOM
    ZENDAH BAAD LAR AW BAR PUKHTOONS

  9. سلامونه ،
    زما په نظر،چې هر څومره له نیکه باچاخان، بابا ولی خان او پلار اسفندیار خان څخه نسل لرې کیږي د پښتونولۍ او خدايي خدمتګارۍ تارونه يې سستیږي او د کُرپټ او جاسوسۍ جهنمي اس.آی او ام.آی د مایک ژبه ګرځي!!!!. د خپل قام مفادات له خپلو شخصي ګټو زاروي !؟
    زه ده ته وایم چې له منظور پشتين او له ولسي غورځنګ نه ېې زده کړي ؛ د شهیدانو؛ ورکو،ناروغانو، کوڼډو رڼډو، یتیمانو د محافظې او دژوندونونو د ژغورلو دعوا له پنجابي شریفانو او کرنیل مرنیل جرنیل څخه پخپله پښتونخوا او بلوچخوا او بلتستان او لوی افغانستان کې پخپله خاوره خپل نظام جوړ کړئ
    -بله خبره د ټ ت پ ده!! پخوا مشرف که بینظیرې که همدا کشمیری نواز ویلي و : ښه او بد تالبان شتی!!جوهی!!
    نو اوس به د ای اس آ جوړ کړي ؛او د فاټا خودجوشه قبایل هم موجود وي خو دا چې څوک په مردارو قلدارو او دینار و ډالرو خرڅیږي او د ضرب غضب باعث کیژي؛ ولس او قوم ته به ملامت او پړ وي لکه پیړ ډبل

  10. یو متل دی وائې ؛ (د بدو ښه زیږي د ښو واښه ) دغه متل دده په هکله ښه صدق کوي چیري پاچاخان او ولي خان اوچیري دا بې عقل ګل خان ؟ د نیشنلیانو نوم ئې هم بد کړ ددغه حزب په مشرانو کې ډیر افغانستان دوسته افغانان شته

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب