شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهطالب مقام: لویدیځ سره هم د سیمې په شان ښې اړیکې غواړو

طالب مقام: لویدیځ سره هم د سیمې په شان ښې اړیکې غواړو

تاند ( جمعه، د چنګاښ یا سرطان لومړۍ) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو مقام ذاکر جلالي د دوحې د درېیمې ناستې په درشل کې ویلي، چې د دوی رژیم د سیمې د هېوادونو په شان له لویدیزو هېوادونو سره هم د ښو او رغونکو اړیکو په تمه دی.

هغه د دوحې ناستې په تړاو ویلي، چې تراوسه یې په اړه پرمختګونه ښه دي او د دوی رژیم پکې خپل پلاوی ګډون ته استوي، خو د راتلونکو ورځو احتمالي بدلونونو ته په کتو سره به خپل دریځ هم ښایي بدل کړي.

جلالي په عین حال کې د دوحې د درېیمې ناستې د اجنډا په اړه ویلي، چې د افغانستان د خصوصي سکتور، بانکي او مالي وضعیت او نشه یي توکیو پر وړاندې مبارزې په تړاو بحثونه پکې کیږي.

هغه د ښځو او بشري حقونو د وضعیت په اړه د بحثونو یادونه نه ده کړې.

مخکې په ځینو راپورونو کې ادعا شوې، چې طالبانو په دې شرط دوحې ناستې ته د ګډون بلنه منلې، چې د بشري او ښځینه حقونو په ګډون پر ځینو موضوعاتو به پکې بحث نه کیږي.

ملګرو ملتونو د دغو راپورونو په اړه واضح ځواب نه دی ویلی، خو ویلي یې دي چې طالبانو سره یې تعامل د یوه دولت په کچه نه دی.

1 COMMENT

  1. پاکستان د خپأو ګټو او هم د امريکا د ګټو لپاره پيدا د امريکا په پيسو او پرېمانه ملاتړ پيدا کړئ، خو پاکستان هېڅکله ستاسې د اختيار کيلي بل چا ته په لاس کې نه ورکوي او له ځان سره يې ساتي. پاکستان چې ژوندی وي او تر څو چې تاسې له پاکستان توبه ګار شوي نه ياست، نو دا چاره ناشونې ده. نه تاسې څوک اړيکو جوړولو ته پرېږدي او نه يې جوړولی شئ. دا تومنه په تاسې کې هډو نشته.
    پاکستان تاسې له ازبکستان سره د نفت وګاز د پايپلاين د ساتنې لپاره د ملېشې او د پوليسو په توګه رامينځته کړي ياست او نصيرالله بابر له حامد مير سره په مرکه کې دا خبره په نوييمه لسيزه کې کړې ده. تاسې کولی شئ چې هغه مرکه واورئ او هلته يې دا خبره کړې ده او ستاسې هويت يې تعريف کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب