شنبه, سپتمبر 28, 2024
Home+ایا د مرګ د وخت وړاندوینه ممکنه ده؟

ایا د مرګ د وخت وړاندوینه ممکنه ده؟

تاند- د ډنمارک د ټکنالوژۍ پوهنتون (DTU)، د کوپنهاګن پوهنتون، د کوپنهاګن د معلوماتي ټیکنالوژۍ پوهنتون (ITU) او په متحده ایالاتو کې نارت ویسترن پوهنتون د «اې آی محاسبه کوونکی ماشین – Life2vec» په نوم د مصنوعي ذهانت یا AI یو نوی خو یو څه بیروونکی ماډل جوړ کړی دی.

د AI د مړینې محاسبه څه ده؟

د دې ماشین په رسمي تعریف کې داسي راغلي: «د AI مړینې محاسبه یوه ډیجیټل وسیله ده چې ستاسو د ژوند د طریقې او روغتیايي وضعیت په شان د بیلابیلو عواملو پر اساس ستاسو د عمر د اوږدوالي یا ستاسو د مړینې د نېټې په اړه د مصنوعي ذهانت له ټکنالوژي څخه په استفادې اټکل کوي.»

دې ماډل ته د ډنمارک د هر وګړي (شاوخوا 6 ملیون خلکو) هراړخیزه ډیټا (د ژوند د طریقې، روغتیايي وضعیت نورو … په اړه معلومات) ورکړل شوي او پر اساس ادعا کوي چې د مصنوعي ذهانت یا اې آی په کارولو سره په راتلونکو څلورو کلونو کې د یو کس د مړینې د احتمال وړاندوینه کولی شي.

د انسان د ژوند په اړه دا څېړنه په یو ډول د ژبې جوړښت ته ورته ده او د طبیعي ژبې (NLP) د پروسس کولو له تخنیکونو څخه کار اخلي ترڅو د ژوند جریان تحلیل او وړاندوینه وکړي. دا د روغتیا، تعلیم، مسلک، عاید، ادرس او کاري ساعتونو په اړه مفصل معلومات لري.

ماډلونه د مختلفو پایلو په وړاندوینه کې د اوسني ماډلونو پرتله خورا ښه کار ورکوي. د ژورې زده کړې د ماډلونو په تشریح کولو سره، څیړونکي هغه فکتورونه څیړي چې له وړاندوینو سره مرسته کوي او د احتمالي میکانیزمونو په اړه نظرونه وړاندې کوي چې د ژوند پر پایلو اغېز کوي او شخصي شوې مداخلې وړاندې کوي.

د “مرګ محاسبه کوونکي” په توګه د مصنوعي ذهانت د دې وسیلې د معرفي کولو په اړه له لیوالتیا سره سره، څېړنې د مصنوعي ذهانت او د ټولنیزو علومو ادغام ته ژوره کتنه کړې او د انساني ژوند په پیښو کې اړیکې او نمونې ارزوي. د دې پروژې، چې د 2008 او 2015 کلونو ترمنځ ډاټا یې څېړلې، موخه د خلکو په ژوند کې پر پیچلو پیښو پوهېدل او د ټولنیزو بېلګو په اړه د پوښتنو مطرح کول دي.

د AI مړینې محاسبه څنګه کار کوي؟

څیړونکو د ژوند مختلف معلومات په عددي ټکو بدل کړي چې AI ته اجازه ورکوي چې هغه نمونې او اړیکې وپیژني چې ممکن انسانانو ته څرګندې نه وي.

د ډنمارک د احصایې د ادارې له معلوماتو څخه په استفادې، چې په احتیاط تنظیم شوي، دا څیړنه د یوه مدرن وګړي د ژوند پرېشانه اړخونه لټوي.

په هرصورت، د دې څیړنې اصلي تمرکز د مړینې وړاندوینه نه وه، بلکې د انساني چلند او ټولنیزو رجحاناتو د پیچليو جزییاتو موندل او رابرسیره کول و. څیړنه ښیي چې هغه هیوادونه چې قوي مصنوعي ذهانت او د ډنمارک په شان بډایه ډیټا لري، کولی شي په اغیزمن ډول د بودجې په تنظیم او د ټولنیزو خدماتو په برابرولو کې د پام وړ ګټې ورڅخه ترلاسه کړي.

1 COMMENT

  1. د مرګ د وخت وړاندوینه خو پریږده دوی تر اوسه د کینسر، ایدز، دماغی سکتی، قلبی او نورو مرضونو وړاندوینه او هم مخه نشی نیولای.
    دغه خبری د انسانانو د یو څو ورځو، میاشتو او کالونو د ژوند په ضد دی.
    ځینی انسان ضد سازمانونه شته چه غواړی د انسانانو ژوند په دغه ماشینونو او بی ضرورته خبرو په دیی دنیا کی ناکراره او په تشویش واړوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب