دوشنبه, جولای 1, 2024
Homeخبرونهد ټي ټي پي خلاف افغانستان کې د بریدونو په اړه د...

د ټي ټي پي خلاف افغانستان کې د بریدونو په اړه د پاکستان بیا ځلي خبرداری

 تاند ( جمعه، د سرطان ۸ مه) د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف په یوه تازه مرکه کې بیا ادعا کړې، چې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي مهم مرکزونه په افغانستان کې دي او هلته د واکمن طالب رژیم یو شمېر مشران له دغې ډلې ملاتړ کوي.

پاکستاني وزیر په عین حال کې خبرداری ورکړی، چې د اړتیا په صورت کې به د دغو مرکزونو خلاف عملیات وکړي.

هغه په دې اړه نور توضیحات نه دي ورکړي.

پاکستان مخکې هم ورته ادعاوې کړي او خبرداري یې ورکړي، چې څو ځله یې د عملي اقداماتو خبرونه هم ورکړل شوي.

په افغانستان کې واکمن طالب رژيم د پاکستان ادعاوې رد کړي، خو د بریدونو په ځواب کې یې یو ځل ځوابي برید او نور کله د بریدونو غندنه کړې ده.

تازه د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر ملا فضل الرحمان په یوه وینا کې ادعا کړې وه، چې زرګونه وسله وال د افغانستان له نورستان ولایت څخه د انسجام او په پښتونخوا کې د اسلامي امارت اعلانولو په چمتووالي بوخت دي.

په کابل کې د طالبانو واکمن رژیم د فضل الرحمان خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی.

2 COMMENTS

  1. ژوند ژوند دافغانستان اسلامى امارت ډيره پياوړى واکمنى او پياوړى سياست چه په ډير لږ وخت کى ىي دافغانستان له بشيړ ځمکنى کانټرول نيولى اقتصاد تعليم فوج اردو صحت بيارغونه ټولو ته ډير کار وکړ او لاهم کار په ډيره چټکى سره روان دى ۔ الحمدالله ځکه نو دا دښمن نه سى زغملاى کله يو څه کله بل څه وايى يا بى ځايه ددروغو تورونه لګوى

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب