دوشنبه, جولای 1, 2024
Home+د ورېښمو تاریخي لارې بیا احیا د افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري

د ورېښمو تاریخي لارې بیا احیا د افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري

محمدشفیق رشید

چین د افغانستان ګاونډي او په نړۍوالو پرېکړو کې د مهم او اغېزمن ستر هېواد په توګه، زموږ د اقتصاد په جوړولو کې مرسته کولای شي.

افغانستان هم له تاریخي پلوه او هم له جیو سټراټژيک پلوه د سیمې او آن د نړۍ په کچه خپل ارزښت ساتلی دی.

دغه هېواد د اسیا په زړه کې واقع دی او مرکزي آسیا له سویلي آسیا او اروپا سره د وصل وړتیا لري.

که تاریخ ته وکتل شي هم افغانستان په لرغونو زمانو کې د ورېښمو لارې یوه مهمه برخه پاتې شوې ده.

خو له بده مرغه موږ اوږدو جګړو نه یوازې په نظامي لحاظ ځپلي یوو، بلکې په اقتصادي لحاظ يې هم سخت تاوانونه را اړولي دي.

له نېکه مرغه چې اوس په هېواد کې امن حاکم شوی او د جګړې ټغر ټول شوی نو د ټولو پام د جګړې پر ځای اقتصادي جوړېدو ته اوښتی دی.

ښه خبره دا ده چې زموږ یو ګاونډی، چین د نړۍ په کچه لومړی یا دوم اقتصادي قدرت دی او که تاریخ ته وګتل شي نو موږ له دې هېواد سره پخوا هم ښې دوستانه تجارتي، اقتصادي، سیاسي او فرهنګي اړيکې درلودلې دي او اوس دغه هېواد له ټولې نړۍ سره د و چې او اوبو له لارې د خپلو لرغونو لارو د بېرته وصلېدو او فعالولو لپاره مټې را نغښتې دي.

لکه مخکې چې اشاره وشوه، افغانستان د ورېښمو لرغونې لارې یوه مهمه برخه پاتې شوی او اوس چې چین د کمربند او لارې پروژې عملي چارې پيل کړې او په نړۍواله کچه يې هرکلی هم شوی نو دا پروژه یا هماغه د ورېښمو لرغونې لارې بیا احیا کېدل د افغانستان لپاره حیاتي اهمیت او ارزښت لري.

په اوس وخت کې موږ تر هر څه ډېر خپل اقتصاد جوړېدو ته اړتیا لرو ځکه اقتصاد د یوه هېواد د ملا د تېر حیثیت لري.

له چین سره د تجارتي لارې به نه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې سبب شي، بلکې د دوو هېوادونو د تمدونونو او فرهنګي اړیکو بيا وړتیا لامل به شي.

نن نړۍ په دې پوهېږي چې کمربند او لارې نظریه د ورېښمو د لرغونې لارې ژوندي کېدو او د نړیوال سټراټژيک حیثیت په شان اهمیت لري.

که څه هم افغانستان اوس له اقتصادي پلوه یو غریب ملک دی او چین د نړۍ په کچه د لومړۍ یا دویمې درجې اقتصادي قدرت دی خو دا چې افغانستان د نړۍ په کچه د اومو موادو او طبیعي زېرمو لرونکی او کرنیزو محصولاتو په برخه کې یو بډای ملک دی، داسې ملک چې په خپله تر اوسه د خپلو اومو موادو د پخولو او ډېری طبیعي زېرمو د اسخراج وړتیا نه لري او زراعتي محصولات هم يې له خپلې اړتیا زیات دي.

بل خوا چین په  نړۍ کې د اومو موادو تر ټولو ستر واردونکی هېواد دی نو معقوله ده چې دواړه لوري په دې برخو کې همکارۍ لا زیاتې کړي.

دې ته په پام سره چې په دې زمانه کې د دواړو هېوادونو اړیکې د پخوانیو او تاریخي دوستانه اړیکو څخه الهام اخیستی او دغه دوستي په مختلفو برخو کې مهم رول لوبولای شي.

افغانستان په سیمه کې مهم جیوپولیټیک موقعیت لري او د دغه راز بډای لرغونی تمدني تاریخ لري او له چین سره د دوستانه اړیکو تاریخ يې زرګونو کلونو ته رسېږي نو طبیعي ده چې د کمربند او لارې پروژې په چوکاټ کې به يې رول ډېر مهم او پياوړی وي.

د چین د حکومت د مشرانو او مسوولینو په ویناوو کې هم دا ټکی پيدا کېږي چې دغه هېواد له ټولې نړۍ او په ځانګړې توګه ګاونډیو او په خاص ډول افغانستان سره دوستانه  اړیکو جوړولو ته ژمن دی.

د رسنیو د معلوماتو له مخې همدا اوس ډېر شمېر چینايي شرکتونه په افغانستان کې د کانونو د استخراج او مختلفو نورو برخو کې يا پانګې اچولې او یا يې لېوالتیا ښودلې ده.

دغه راز د افغانستان مختلف محصولات هم چین ته صادرېږي او له دې درکه افغان بزګرانو او سوداګرو ته زیاته ګټه رسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب