دوشنبه, جولای 1, 2024
Homeخبرونهاحمد مسعود: د دوحې درېیمه ناسته ترهګرۍ ته د مشروعیت ورکولو ګام...

احمد مسعود: د دوحې درېیمه ناسته ترهګرۍ ته د مشروعیت ورکولو ګام دی

 تاند ( جمعه، د سرطان ۸ مه) د طالبانو د یوې مخالفې جنګي ډلې مشر احمد مسعود د دوحې د درېیمې ناستې په اړه له خپلو پرېکړو د ملګرو ملتونو سازمان شاتګ او طالبانو ته امتیاز ورکول د ترهګرۍ د مشروعیت ورکولو هڅه ګڼي.

نوموړي په یوه مرکه کې دې ته په اشارې سره، چې ملګري ملتونه په دې غونډه کې د طالبانو د ګډون هڅولو لپاره یې د افغانستان لپاره د استازي ټاکلو پرېکړه ځنډولې، دا د نړیوالې ټولنې ناکامي او د افغانستان پر وړاندې بې مسوولیتي وګڼله.

احمد مسعود له نړیوالو وغوښتل، چې د افغانستان قضیې ته د خپلو جیوپولیټکي لوبو له عینکو ونه ګوري .

د ده په وینا، ملګري ملتونه او د طالبانو پر وړاندې نرمښت ښودونکي نور لوري د افغانستان د وضعیت په اړه طالبانو ته بایلونکي او افغانانو ته مسوول دي.

 ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله (روزمیري ډی کارلو) ویلي، چې دغه سازمان د افغانستان لپاره د نوي استازي د ټاکلو موضوع ځنډولې ده.

نوموړې د دغه ځنډ دلیل د دې موضوع په سر د امنیت شورا د غړو هېوادونو تر منځ اختلافات یاد کړي، خو نور جزییات یې په تړاو نه دي ورکړي.

د دوحې په درېیمه ناسته کې چې ټاکل شوې د روانې میلادي میاشتې په دېرشمه د دوه ورځو لپاره پيل شي، طالبان د یو شمېر شرایطو د منل کېدو په بدل کې یې د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ له یوه پلاوي استولو سره ګډون کوي.

د دوحې ناستې له اجنډا څخه د بشري او ښځینه حقونو د موضوع ایسته کول، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بل استازي د موضوع نه بحث کول او دغه راز په ناسته کې له طالبانو پرته د نورو افغانانو نه ګډون د طالبانو عمده غوښتنې وې، چې منل شوي او له امله یې ملګري ملتونه توندو نیوکو سره مخ دي.

5 COMMENTS

  1. یاره! که رښتیا ووایم له تاسو نه هم ملاتړ بیا لنډغري ته مشروعیت ورکول دي. که تاسو لنډغري نه کولای څوک چې د یوې ولسوالي څخه ۶۰۰ جنرالان ولري. یو امپراتور په مزار کې یو مارشال په جوزجان کې او وزارت دفاع – امییت – معاونت او د نیم حکومت مشز هم ارایشګر وی په میلیونه ډالر هم ورسره ولري. باید حکومت یې له لاسه ووزي. ای شرمیدلو. خدای مو په غضب د خدای اخته کړه.

  2. خړی د برګي نه کم ندی. که طالب امریکا او پاکستان راوستی ستا شاته څوک دي. ته خو نه سیاستمدار یې، نه دې په کورنۍ او قوم کې چا سیاست کړی مګر د بل جاسوسي او خیانت مو کړی. تا او ستا ډله باید دا هیوادونه پرینږدي چې د افغانستان په اړه غونډې وکړئ ځکه ستاسو اکثریت ځانونه افغان نه ګڼي.

  3. خلاصه د مستان صاحب او سلیمان ورور په تایید چي تاریخ یی بیان کړی ؛آبادی بدویت مسخره ز ویرانی مفسدین جمهوریت است.
    نو الله رب العزت دِ په خپل احسان لا متناهی ،خپل بهترین بندګان په ټول عالم اسلام او بیا خصوصا افغانستان کی حاکم او خادم وګرځوی او دا فرعونی کوټی دِ زر فنا او نابود کړی ،امید چي وروڼه او مومنان د زړه له تله آمین ور غبرګ کړی ځکه هر کګړ ،امین او اهل ندی نو مسلمان هم باید معزز ژوند
    وکړی او د نورو کاسی څټل د انسان له شان سره نه ښایی؛العزت لله و لرسوله و للمومنین.

  4. د کج کلاه خان زویه ، لکه د پلار په شان دې دا چترالۍ خولۍ نه معلومیږي ، چې ته هم لکه فاحشه 16 ځایه میینه یا جاسوس یې .
    ستا پلار هم لوی ملي خایین وو . ترونو دې هریو احمد ولي مسعود او احمد ضیا مسعود په لندن او مسکو کې 16 کاله د افغانستان د ملت بودیجه او د هغو سفارتونو عواید چور کړل .
    بل تره دې یحی مسعود هم چېرته ځان په سفارتونو کې ځای پرځای کړی وو.
    په تېرو 20 کلونو کې ټول واک له تاسو سره وو. چور ، چپاول ، لڼدغریزم ، لکه سپیمې د مسعود د وژل کېدو ورځ به مو له خوشحالۍ د کابل ښار واټونه له دشت برچې تر خیرخانې ټولې لارې بندې کړې وي . خلک به مو وژل او دخلکو مبایلونه به مو ترې اخیستل .
    20 سفارتونه مونږ ته نیم وزارتونه مونږ ته ستاسو رسمي شعار وو ، 600 جنرالان او د داعش او انتحاریانو حمل ونقل ستاسو حرفه او مرام وو.
    همدا اوس هم ټول سفارتونه ستاسو له بېسواده او وطن دښمنه عناصرو نه ډک دی .
    مونږ که ټالب په دغه لاره چې روان دی ، نه غواړو ، تاسو لنډغران خو هېڅکله هم نه غواړو. ته ورک شه او ستاسو ډلې ټپلې د ورکې شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب