یکشنبه, جون 30, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: د افغانستان لپاره مو د بل استازي ټاکل ځنډولي

ملګري ملتونه: د افغانستان لپاره مو د بل استازي ټاکل ځنډولي

 تاند ( جمعه، د سرطان ۸ مه) د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله (روزمیري ډی کارلو) وايي چې دغه سازمان د افغانستان لپاره د نوي استازي د ټاکلو موضوع ځنډولې ده.

نوموړې د دغه ځنډ دلیل د دې موضوع په سر د امنیت شورا د غړو هېوادونو تر منځ اختلافات یاد کړي، خو نور جزییات یې په تړاو نه دي ورکړي.

تر دې مخکې یو شمېر لویدیزو هېوادونو او په سرکې یې امریکا د دې استازي د ټاکلو ټینګار درلود، خو مخالفو هېوادونو یې د دې استازي له ټاکلو سره د افغانستان د واکمن رژیم په غوښتنه مخالفت کړی و.

د دغه استازي د ټاکلو موضوع تر دې مخکې د امنیت شورا په یوه پرېکړه لیک کې بیان شوې وه او د دوحې دویمه ناسته د همدغه پرېکړه لیک د عملي کېدو یوه برخه وه.

ملګرو ملتونو نه دي ویلي، چې دغه موضوع به آخر څه پایلې سره مخ شي؟

طالبانو تر دې مخکې په ځلونو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بل استازي د ټاکلو مخالفت کړی او ان ویلي یې وو، چې که دا استازی معرفي شي، دوی به ورسره همکاري ونه لري،

د دوحې د دویمې ناستې له ناکامۍ او پکې د طالبانو له نه ګډون وروسته داسې ښکاري، چې ملګري ملتونه د امنیت شورا د یاد شوي پرېکړه لیک په عملي کولو کې پاتې راغلي.

د دوحې په درېیمه ناسته کې چې ټاکل شوې د روانې میلادي میاشتې په دېرشمه د دوه ورځو لپاره پيل شي، طالبان د یو شمېر شرایطو د منل کېدو په بدل کې یې د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ له یوه پلاوي استولو سره ګډون کوي.

د دوحې ناستې له اجنډا څخه د بشري او ښځینه حقونو د موضوع ایسته کول، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بل استازي د موضوع نه بحث کول او دغه راز په ناسته کې له طالبانو پرته د نورو افغانانو نه ګډون د طالبانو عمده غوښتنې وې، چې منل شوي او له امله یې ملګري ملتونه توندو نیوکو سره مخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب