یکشنبه, جون 30, 2024
Homeخبرونهنړیوال جام: جنوبي افریقا په پایلوبه کې له هند سره مخامخ کېږي

نړیوال جام: جنوبي افریقا په پایلوبه کې له هند سره مخامخ کېږي

تاند – هند د کرکټ د نړیوال شل اوره جام په دوهمه نیمه پایلوبه کې انګلیستان ته په ۶۸ منډو ماته ورکړه.

دې بري هند پایلوبې ته ورساوه او ټاکل شوې ده چې د شنبې په ورځ (د جون ۲۰ مه) له جنوبي افریقا سره د ۲۰۲۴ د اتلولۍ جام د ترلاسه کولو لپاره پایلوبه وکړي.

تېره شپه په نیمه پایلوبه کې هند د ۷ لوبغاړو د بایللو او ۲۰ اورونو په پای کې ۱۷۱ منډې وکړې خو د انګلیستان وروستی لوبغاړی په شپاړسم اوور او ۴ توپ په داسي حال کې وسوځېد چې ټولتال یې ۱۰۳ منډې کړې وې.

د هند لپاره د دغه ټیم کیپتان روهیت شرما تر ټولو ښه بیټنګ وکړ. ده په ۳۹ توپونو ۵۷ منډې وکړې. همداراز سوریاکومار یادف ۴۷ منډې وکړې. په باولرانو یا توپ اچوونکو کې کولدیپ یادیف او اکسر پاټیل هر یوه د انګلیستان، ۳ لوبغاړي وسوځول.

تر دې مخکې پرون جنوبي افریقا افغانستان ته په ۶۷ منډو او ۹ ویکټونو ماته ورکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب