یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Home+انځور | محمود مرهون

انځور | محمود مرهون

انځور ته په عربي ژبه کي تصوير وايي او له تصوره يعني خياله سرچينه اخلي، کله چي موږ يو شعر يا بله ادبي طرحه مطالعه کوو، نو په ذهن کي مو د خيال او تصور په زور بېلابېلي صحنې انځوريږي. دغه صحنې د انځورونو، عکسونو او تمثيلونو مجموعې ته وايي.

په دغه مجموعه کي انځور هغه حالت ته وايي چي تر ډېره ځايه يوازي خيالاتي او تر عادت لوړه صحنه ښکاره کوي يعني داسي يوه صحنه چي حقيقت وي، مګر د خيال مالګه ورسره زياته سوې وي او کټ مټ هم هغه شى نه وي وړاندي سوې.

پوهنيار محمود مرهون

يعني په لنډه توګه ويلاى سو، چي انځور هغه عکس دى چي شاعر او ليکوال خپل خيالي او تصوري کيفيت ورباندي اضافه کړى او هغه ته ئې په رنګينو الفاظو ملاحت ورکړى او په هغه عکس کي ئې راکښون پيدا کړى دى.

په شاعرۍ کي د انځور او عکس تر منځ ډېر توپير سته، يعني کله چي په يوه شعر کي موږ انځور ګور نو هر څونه چي هغه له حقيقته ليري(د ښکلا او ښه توصيف پر لور) وي نو په هغومره اندازه هغه شعر خوندور وي، ځکه شاعري په سل کي تقريياً اويا سلنه له مبالغې ډکه وي مګر تر هغه اندازې مبالغه چي د ښکلا ملحتوب و لري نه د بدرنګۍ قبيحتوب.

په لنډه توګه ويلاى سو چي انځور مجاز دى داسي يو مجاز چي خوځنده وي او حرکت لري داسي يو حرکت چي تمثيل نه وي بلکي مراد ورڅخه يو داسي سکون وي چي همدا انځور د هغه مجاز وي،مثلاً:

((شین سپرلی دی سپین سهار دی

یو رنګین کلی د ګلو

په کې شنې کوڅې د پاڼو

د نقاش د لاس هنر دی

چې د څانګو له بامونو

وروي د وږمو پېغلې

د ګلاب د لاس عنبر دی

یوې ګڼې ولې لاندې

څه وریښمینه شان جونګړه

چې پرې سیوری د څېړیو

یو ښایسته شانې وزر دی

تر اخيره…[1]))

 اوس په پورته شعر کي موږ وينو شاعر موږ ته د يوه ښکلي کلي انځور ګري کړې ده، يعني له يوه عکس سره ئې خيال يو ځاى کړى او له هغه څخه ئې خيالي جنت جوړ کړى او لوستونکي ته ئې د خيال وزرونه ورکړي او له يوه ساده عکسه ئې ورته پوره دنيا جوړه کړې ده. په مجموع کي وينو چي د يوه کلي يو ساده عکس دى مګر شاعر په فکري خوږ لن هغه ته ښکلى حرکت ورکړى دى چي په حقيت کي حرکت نه لري بلکي مجازاً ئې هغه محرک کړى دى.

په انځور کي تر ټول مهم توک بيا هم خيال سو او دا معلومه سوه چي د خيال سرچينه تصور او د تصوير(انځور) سرچينه تصور دى.

د انځور له هر اړخيزي مطالعې او څېړني وروسته دې پايلي ته رسيږو چي انځور هم د خپل کيفيت له مخي بايد پر ډولونو و وېشل سي، کله چي د انځور د ونډي کولو خبره راځي نور ډېر کيفيتي ډولونه لکه: حسي، ذهني، عيني، ږغيز او …

ګرچي دا ډول انځورونه نور هم زيات سته، خو پورته څو ئې په پښتو شاعري کي د زيات معمول والي په خاطر په لنډه توګه بيانوو.

  1. حسي انځور:

موږ د حس او شاعرانه حس بېلونه د حس په مبحث کي وکړه، چي يو عام حس دى، هر انسان پنځګوني حواس لري او بل يو شپږم حس چي درک ئې هم بولي موجود دى، په اصل کي د انساني پنځو حواسو د مجموعې پايله او په شاعرى کي هم تر ډېره ځايه همدغه شپږم حس مراد دى.

مثلاً موږ وايو د باران بوى که په حقيت کي و ګورو باران بوى نه لري او ساده اوبه دي چي له اسمانه را اوري او هيڅ ډول بوى نه لري، مګر کله چي دغه اوبه پر مځکه لويږي نو يو ډول خوږ بوى توليدوي، چي بيا دغه د خاوري او اوبو امتزاجي بوى ته د باران بوى ويل کيږي، نو موږ دلته وينو چي بوى په سترګو نه ليدل کيږي، مګر باران او خاوره هم په سترګو ليدل کيږي او هم په لاس لمسيږي او هم ئې په خوله خوند کتل کيږي، وينو چي د حسونو د امتزاج په زور انسان ته يو بل حس چي د درک حس ئې بولي ورپيداکيږي او انسان د دغه حس درک په زور ځان خوښ حسوي.

يا مثلاً موږ وايو په سترګو سترګو کي ئې سره پوه کړل. دلته ګورو چي نه سترګي په ښکاره توګه کومه اشاره کوي نه کومه خبره کوي او نه کوم بل داسي عمل چي هغه يا و ليدل سي يا واوريدل سي او يا هم څوک په پوه سي، يوازي هم هغه د شپږم حس په زور چي درک دى درکيږي، مثلاً:

پيالې نسکوروم دي تشومه خو دي نـــــــــه

نصيبه بدلوم دي قبلومه خو دي نــــــــــــــــــــه

تقديره زولنې دي د جانان تر کوڅې وړمه

زندانه نړوم دي تېرومه خو دي نــــــــــــــــــــــــه

ازل مي ليونتوب دى له نامه سره کــــــــرلى

ګرېوانه څيروم دي ټولومه خــــــــــــــو دي نه

تر اخيره…[2]))

په پورتنۍ غزل کي موږ وينو چي شاعر له داسي شيانو سره خبري کړي چي په حقيقت کي له هغوى سره خبري کول يوه محاله خبره ده او دا هم هغه د درک د حس په زور يعني د شاعرانه تخيول په زور سړى د دې خبري تل ته ور لويږي چي دا خبره درک کړي چي د پيالې نسکورل څه مانا،د تقددير بدلول څه مانا او…

يعني په مجموعي کي په دغه ډول انځور کي ټول هغه ډول انځورنه شامل دي چي د درک د قوې په وسيله حسيږي.

  1. ذهني انځور:

ټول هغه انځورونه چي ذهنن ئې لوستونکي انځوروي او عادتاً امکان نه لري، هغو ته ذهني انځورونه وايي، ذهني انځورونه د پنځګونو حواسو په زور په ذهن کي انځوريږي او په پښتو شاعرۍ کي دا ډول انځورونه ښه پرېمانه دي.

په ذهني انځور کي خيال پلو ډېر دروند دى، د مبالغې او تشبيهاتو اړخ ښه په زور په پام کي نيول کيږي او په پښتو شاعرۍ کي د ډېري  ښکلا همېشه ذهني انځور ځکه تشکيلوي چي مرکز ئې خيال دى او همېشه د خلګو له هغه څه سره مينه وي چي نا ممکنه وي او امکان لرونکي شيان ځکه د خلګو په وړاندي بې پاملرني پاته کيږي چي ورته عادي او عام سوي وي، مثلاً:

((يا به نظر يا به لېمه بلـــــــــــــــوم

مخ ته دي بله ډېوه نه بلـــــــــــــــــوم

نن د ارمان پر څلي شپه تېــــــروم

نن د يادونو شمعي ښه بلـــــــــــوم

ستا د خورو زلفو تارونه شمارم

د خپل وجود هره ذره بلـــــــــــــــــوم

پر هره لاره د چا پلونه څــــــــــــــارم

په هر قدم د زړه ډېوه بلـــــــــــــــــــوم

تر اخيره…[3]))

په پورته غزل کي وينو د نظر او لېمو بلول، د ارمان څلى او د زړه ډېوه داسي الفاظ او کلمې دي چي مخامخ کوم انځور نه لري، مګر ذهنن د هغوى موجوديت حسيږي او د ذهن په زور انسان کولاى سي هغه درک کړي، ښايي ډول او طريقه به ئې بېلوي.

  1. عيني انځور:

عيني انځور چي له نامه ئې ښکاره ده هغه انځور ته وايي چي د هغه وجود په سترګو ليدل کيږي او د هغه ليدل کومه نا ممکنه خبره نه وي او عامه ورځنۍ پيښي وي او دا ډول بولګې د پښتو ادب د نظم په اړخ کي خورا ډېري دي او په شعرونو کي ئې هم د بيلګو کمى نسته.

په عيني انځور کي له هيڅ ډوله خياله کار نه اخستل کيږي، بلکي طبعي حقيقتونه په طبعي توګه وړاندي او ښکاره کوي، مثلاً:

((شپه توړۍ په لاس لکړه

په همدې لاره شوه تېره

موږه دواړه ورپسې ځو

ستا خندا یو ښکلی تاج دی

پاس په زلفو سهار ایښی

ما دې ملا نه لاس چاپېر کړ

ستا پر ولي مې سر ایښی

دواړه ځو د ځنګله لور ته

د سپرلي د ابۍ کور ته

څومره ښکلی شین ځنګل دی

د څېړیو د مماڼو

چې هر ګام درسره واخلم

زرکې والوځي له کاڼو

هغه وړاندې ونې ګورې؟

هلته لرې د سیند کڅ کې

په ډبره راته کینه

غاړه دنګه سینه سپینه

شه کوتره راته کینه

چې ستا حسن ته نقاش شم

 د خپل خیال قلم به واخلم

د هنر په ښایستو کې

ښاپېرۍ به قسم واخلم

ته بیا لږ راته موسکۍ شه

یوه مسته ادا وکړه

غرنۍ شه غرنۍ شه

لږ ساده غوندې کوچۍ شه

ستا تصویر به داسې جوړ کړم

چې پرې تږی جهان موړ کړم

آن چې غر هم پرې مین شي

لیونی شي په اتڼ شي

سم چې لاس ورته را اوږد کړي

زه یې واچوم اوبو ته

د مست سیند مستو څپو ته

چې پرې مست شي بیړنی شي

لکه آس چې لیونی شي

د څپو په لاسو ورکړي

څو څاپېړې د غره مخ ته

خو زه وته یې خواته راشو

غره او سیند ته په خندا شو

هغوی دواړه بیا پخلا کړو

د ماشومو زړو غوسه یې

لوبو لوبو کې ترې غلا کړو

شنې درې ده اوږه ایښې

د چینې یې مېلمانه یو

کان د زړه ته یې لاس اوږد کړه

دوړو تېږو په منځ کې

موټی خښ کړه پال وګوره

زړه کې تېره کړه زما مینه

سیپاره د خپل ښایست هم

سپین نازک موټی را باسه

ډک له پاکو وړو تیږو

که غمی په کې را ووت

یا مرۍ یې وه په منځ کې

بیا نو غیږې ته رادرومه

یوه مسته خولګۍ راکړه

نېکشاګومه یې کړې خدایه

بختوره یې کړې ربه !

ژر شه ژر شه لاس دې راکړه

چې باران پر دره اوري

باد وزرونه پرانیستلي

زړه د تږي ځنګل ګوري

واه! چې څنګه مې په غېږ کې

د باران څاڅکو خیشته کړې

لکه تکه سپینه زاڼه

د خدای شين هنر لمده کړې

د باران د څاڅکو هار دې

ځي غمي غمي پر غاړې

مخ آسمان ته سترګې پټې

خدایزده څه له خدایه غواړې

ته دې زنه را نږدې کړه

چې ترې جام د کوثر جوړ کړم

د سینې له ښکلي رود نه دې

دا تږی زړګی موړ کړم

اخ ظالمې زه دې لوند کړم

ته خو لور د شرشرې وې

زه دې څاڅکې غوندې ړوند کړم

زما په غیږه کې شه پټه

چې تر هغو پرښو ولاړ شو

چې ترې لاندې وچه زمکه

لکه ستا تر پیکي لاندې

د سپین وچویلي په شان ده

چې لږ اور هغلته بل کړو

دا تاوده تاوده آهونه

د خپل عشق ورسره مل کړو

زه دې ولي باندې سر ږدم

ته دې لیچې زما پر غاړه

زه دې شونډو باندې خوله ږدم

ته مې زړه نه کیسې غواړه[4]))

په پورته شعر کي موږ وينو چي څو ډوله انځورونه پراته دي مګر عيني انځورنه ئې تر هرڅه زيات دي، د دوو مينو د راز او نياز يوه رنګينه او حسينه لمحه شاعر راخستې او د هغه انځورګري ئې په ډېر ښکلي انداز سره کړې ده.

اوس ګورو په پورته شعر کي (شپه توړۍ په لاس لکړه) دا يو حسي انځور دى، ځکه همېشه په لاس لکړه سپين سري د توري شپې په څېر قهرجني او ډارونکي وي، (ستا خندا يو ښکلى تاج دى) دا انځور بيا يو ذهني انځور دى، ځکه له خندا څخه تاج جوړول په عام ژوند کي يو مهال خبره ده، مګر تاج په پښتنو کي د خوښۍ سمبول دی، کله چي محبوب چا ته مسکى کيږي، نو مين ئې داسي فکر کوي چي ټوله نړۍ د هغه کيږي او د هغه پر سر د پاچاهۍ تاج ايښودل کيږي، (ما دي ملا نه لاس چاپير کړ، ستا پر ولي مي سر ايښى)، دلته ګورو يو عيني انځور پروت دى او دا يو داسي کار دى، چي عادتاً امکان لري او ليدل کيږي. (د سپرلي د ابې کورته) دلته بيا يو ذهني انځور پروت دى، چي ځنګل ئې د پسرلي د ابې کور بللی، په حقيقت کي کومه داسي خبره وجود نه لري، مګر دا چي په ځنګله کي همېشه د پسرلي غوندي صافه هوا چليږي، نو هغه ئې د پسرلي د ابې کور بللى. له همدې څخه وروسته بيا نور تر اخيره پوري ټول انځورونه دي. ځيني ئې متحرک او ځيني ئې غيري متحرک دي.

د يادوني وړ بولم، چي عيني انځورونه پر دوله ډوله دي، يوه ته ئې متحرک انځورونه وايي، چي په حرکت کي وي او بل ته غيري متحرک چي حرکت نه لري، رسا او صاف انځور وايي. دا چي د متحرک انځور او تمثيل تر منځ توپير څه دى، پر دې به د تمثيل د تعريف وروسته و ږغېږو.

  1. ږغيز انځور:

ږغيز انځور هغه انځور ته وايي چي د يوه شي د اواز څخه زموږ ذهن ته د هغه شي شکل سترګو ته راځي، مثلاً د توري شرنګ، د اس شڼا، د بم درز، د مرمۍ سيو او… په پښتو شاعرۍ کي دا ډول شعرونه ډېر کم دي، خو د خان غني خان د ډول نظمونه او شعرونه ډېر ليکلي دي، لکه:

((تپ-تپ د اور څک-څک د بــــــــــــــــــــاران

آه-آه د صنم اف-اف د ارمــــــــــــــــــــــــــــــــــــان

ډم-ډم د ډول ړنګ-ړنګ د ربــــــــــــــــــــــــــاب

چک-چک د ګيلاس سيخ-سيخ د کبـــــــــاب

هى-هى  د خوښى هره خوا خوشالـــــــــــــــــــــــي

کوړه-کوړه د چلم پر-پر دټولــــــــــــــــــــــــــــي

کټ-کټ د خندا نڅا د نجلـــــــــــــــــــــــــــــــــــــى

  شرنګ-شرنګ د پايزيب قهه-قهه د مستى[5]))

په پورته نظم کي موږ وينو چي د اور تپ تپ ، د باران څک څک، د صنم آه آه، د ارمان اف اف، د ډول ډم ډم، د رباب ړنګ ړنګ او داسي تر اخيره ټول اوزونه يو انځور توليدوي. دوه ډوله انځورونه يو ډول دا چي د هر ږغ په اورېدو د هغه موليد د چا په نظر کي ورځي او د هغه د توليد مهال، نو دا ډول انځور ته ږغيز انځورونه وايي.

ياداښت:

 د يادوني وړ بولم، چي نور ډول انځورونه هم سته لکه: بويز انځورونه، د يو شي له بويه موږ يو انځور جوړولاى سو، مثلاً د ښکلي ګلونو بوى، د نارنج ګل بوى، د شبۍ ګل بوى او نور، يا خيالي انځورونه او نور. خو دلته موږ د يوه اوږده بحث څخه د مخنيوي په خاطر همدا څلور ډوله مهم بولو، يو بله خبره چي د پاملرني وړ ده هغه دا ده لکه څرنګه چي مخکي مو د حس او فکر تر منځ پر توپير بحث وکړ، په همدې اساس خيالي، ذهني او حسي انځورونه يو له بله سره توپير لري، مګر ډېر لږ چي درک ئې تر يوه ځايه مشکل کار دى، بيا هم په بشپړه توګه يو شان نه دي.

:لمن دي ونيسه چي زړه در واچومه(٩٥،٩٦مخ)[1]

:پايکوب (٣٠مخ)[2]

:د صاحب شاه صابر کليات(٢٣٥مخ)[3]

:لمن دي و نيسه چي زړه در واچومه(٩٠، ٩١  ،٩٢، ٩٣ او ٩٤ مخونه)[4]

:ادبي جوړښتونه(١١٦ او ١١٧ مخونه)[5]

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب