Homeخبرونهملاله یوسفزۍ: د دوحې ناستې په اړه مې د ملګرو ملتونو سرمنشي...

ملاله یوسفزۍ: د دوحې ناستې په اړه مې د ملګرو ملتونو سرمنشي سره اعتراض شریک کړ

 تاند ( پنجشنبه، د سرطان ۷ مه) د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې د درېیمې ناستې په اجنډا نیوکې کړې دي.

نوموړې په خپله ایکس یا پخواني ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې په دې اړه یې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره هم لیدلي او ترې غوښتي چې د دوحې د درېیمې ناستې اجنډا بدله کړي.

ملاله یوسفزۍ د دوحې ناسته کې د افغان ښځو د استازو پر نه ګډون او دغه راز د غونډې له اجنډا څخه د ښځو او بشري حقونو د بحث ایسته کولو په اړه نیوکې کړي او ویلي، چې له سرمنشي یې غوښتي چې په دې اړه بیا کتنه وکړي.

 د یوسفزۍ په باور، په مشرۍ او بهیرونو کې د ښځو له ګډون پرته په افغانستان کې هیڅکله مشروعیت نه شي رامنځته کېدای.

 د نوبل جایزې دغه ګټونکې زیاتوي، چې له ښځو پرته په افغانستان کې هڅې او بهیرونه خیانت دی.

 د دوحې درېیمه ناسته تر راتلونکو څو ورځو د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې په مشرۍ جوړیږي، چې ورته د طالبانو رژیم د خپل ویاند ذبیح الله مجاهد په  مشرۍ یو پلاوی د ګډون لپاره استوي.

ویل کیږي، چې ملګرو ملتونو په دې غونډه کې د طالبانو د ګډون برابرولو لپاره د دوی په غوښتنه د ښځو او بشري حقونو موضوعات د ناستې له اجنډا ویستي دي.

د ملګرو ملتونو دا کار له پراخو توندو غبرګونونو سره مخ شوی، خو دغه سازمان ویلي چې په غونډه کې د طالبانو ګډون د هغوی د رژیم د په رسمیت پېژندلو او قوي کولو په هدف نه دی؛ بلکې دوی غواړي چې طالبان دغې غونډې ته له بللو سره د افغانستان د هغو ژمنو عملي کولو ته را کاږي چې د بشري او ښځینه حقونو په برخه کې یې نړیوالې ټولنې سره کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...