تاند – د ۱۹۷۳ د جولای په لومړۍ نېټه د بریتانیا ملي کتابتون (بریټش لایبریري) تاسیس شو. د دې کتابتون ډیری اثار (۱۲ میلیون ټوکه کتابونه) له بریټش موزیم څخه واخیستل شول.
دا کتــابتـون د کتـابـونـو او نـورو اثارو پـه خـونــدي کـولـو کـي پـه نـړۍ کـي دوهم ځـای لــري.
دا کتــابتـون پـه ۱۹۷۳م کـال کــې د بریتانیا پـه پـلازمېنــه لنــــدن کـي جـوړ شـوی. تـر دې لـه مخــه دا کتــابتـون د “بـریټش مـوزیـم” بـرخــه وه. پـه دې کتــابتـون کـي ۱۵۰۰ لــکه آثـار خـونــدي دي چـي پـه هــغو کـې ۱۳۹ لــکه ۵۰ زره کتــابـونـه، ۳ لــکه ۵۱ زره ۱۱۶ پـه لاس لیــکل شـوي آثـار، ۴۳ لــکه ۴۷ زره ۵۰۵ نقشــې، ۱۶ لــکه ۷زره ۸۸۵ د موسیقــي ثبــت شوي اثار او نـور شییــان شتــه.
پـه دې کتــابتـون کـي د عیســی (ع) د وخــت آثـار هــم شتــه چــي ۲۰۰۰ کلـن تـاریــخ لــري. پـه بریتانیا او ایـرلنــــډ کـي چــي کـوم کتـابـونــه چـاپ کیــږي له هــغو څــــخه یـو- یـو کتــاب پـه “بـریټش لایبـــریـري” کـي خـونــدي کیــږي.
د ځېنـو مـالـومــاتـو لـه مخــي پـه ورځ کـي ۸۰۰۰ کتــابـونـه دې کتابتون تـه د خـونــدي کـولـو لپـــاره راوړل کېږي. بـریټش کتــابتـون د ډیـرو پخـوانــيو وختــونــو ۳۰زره عکـسونـه پـه انټـرنیتــي بڼــه هــم خپـــاره کـړي دي. لـه دې ســره ســره یــې نـور ډیـر قلمي یا خطي آثـار هــم پـه انټـرنیټــي بڼــه سـاتلــي دي. د دې کتــابتـون ۶۰۰۰ ثبــت شـوي ږغونه یا صوتي کلیپونه په انلاین ډول مینهوال اورېدلی شي.