تاند (چهارشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۰مه) د راپورونو له مخې په بشکیک کې د طالبانو د حکومت د سفارت سرپرست، عبدالشکور حقاني د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت د څلورمې سیاسي څانګې له رییس میربېک باکیتوویچ سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو د پیاوړتیا او د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا په اړه خبرې شوې دي.
په دې تړاو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، حقاني د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره افغان سوداګرو او باروړونکو موټرچلوونکو ته د ویزو پر اسانتیا ټینګار کړی دی.
په ورته مهال، د قزغیزستان د بهرنیو چارو وزارت د څلورمې سیاسي څانګې رئیس د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
نوموړ دغه راز په ځانګړي ډول د سوداګریزو، اقتصادي او بشردوستانه همکاریو په برخه کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.
کارپوهان باور لري چې د افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو، په ځانګړي ډول له قرغیزستان سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا، د سیمهییز اتصال، سوداګرۍ او ټرانزیټ د پیاوړتیا لپاره مهم ګام دی.
دوی وایي، د ویزو د اسانتیاوو برابرول، د سوداګریزو خنډونو کمول او د دوه اړخیزو همکاریو پراخول کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه کړي او افغانستان ته د منځنۍ اسیا بازارونو ته د لاسرسي نوي فرصتونه برابر کړي.