تاند (چهارشنبه، چنګاښ/ سرطان) ازبکستان او قطر د دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا او د افغانستان د دوامدار پرمختګ د ملاتړ لپاره پر سیمهییزو هڅو خبرې کړې دي.
دا خبرې د جون په ۳۰مه د ازبکستان لپاره د افغانستان د ځانګړي استازي، عصمتالله ارګاشیف، او په ازبکستان کې د قطر د سفیر، حسن حمزه هاشم، ترمنځ په لیدنه کې شوې دي.
تریند خبري اژانس د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دواړو لورو خبرې د سوداګرۍ، پانګونې، ترانسپورت، لوژستیک، او همداراز د کلتوري او بشري همکاریو پر پراختیا راڅرخېدې؛ هغه برخې چې د افغانستان له اوږدمهالې ټولنیزې او اقتصادي رغونې سره مرسته کولی شي.
دواړو لورو د افغانستان اړوند سیمهییزو پرمختګونو او په دې برخه کې د لا نژدې همغږۍ پر فرصتونو هم د نظرونو تبادله وکړه.
د قطر استازي د افغانستان د بیارغونې او اقتصادي ودې د ملاتړ لپاره د ازبکستان د دوامدارو هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل چې تاشکند د سیمهییز شریک په توګه د خبرو اترو، سیمهییز اتصال او ثبات په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، قطر د افغانستان د ټولنیزې او اقتصادي بیا رغونې په برخه کې د ازبکستان دوامدارې هڅې ارزښتمنې بولي او د سیمهییز ثبات او پرمختګ په ټینګښت کې د تاشکند مهم رول ستايي.
ازبکستان په وروستیو کلونو کې د بنسټیزو پروژو، سوداګرۍ او بشري همکاریو له لارې له افغانستان سره فعاله اړیکه ساتلې او باور لري چې د افغانستان اقتصادي رغونه د منځنۍ اسیا د تلپاتې امنیت او سوکالۍ لپاره اړینه ده.
د لیدنې په پای کې دواړو لورو د ازبکستان او قطر د شراکت پر لا پیاوړتیا، د سیمهییزو موضوعاتو په اړه د عملي همکاریو پر پراختیا او د افغانستان په تړاو د منظم او رغنده ډیالوګ پر دوام ټینګار وکړ. هغوی همداراز د سولې، اقتصادي پرمختګ او سیمهییز اتصال د پیاوړتیا لپاره د ګډ کار دوام ته چمتووالی وښود.