چهارشنبه, سپتمبر 11, 2024
Homeخبرونهد پاکستان پوځ، زور او ځواک، لوړې او ژورې

د پاکستان پوځ، زور او ځواک، لوړې او ژورې

نن د اګست ۱۴ د اګست د پاکستان د پوځ د جوړېدو له ۷۷ کالیزې سره برهبره ده.

د پاکستان پوځ چې عام خلک یې پاک آرمي بولي، د پاکستان د وسله والو ځواکونو ځمکنۍ څانګه او تر ټولو لویه برخه ده، چې ۷۷ کاله مخکې د ۱۹۴۷ د اګست په ۱۴مه تاسیس شوې، او نژدې ۵۶۰ زره فعال سرتېري لري.

د پاک آرمي شعار «ایمان، تقوا، جهاد فی سبیل الله» دی، او سر قومانداني یې چې د جي اېچ کیو (جنرل هیډکوارټرز) په نامه یادیږي، د پنجاب د راولپنډۍ په چکلاله سیمه کې موقعیت لري.

د پاکستان د وسله والو ځواکونو دوه نورې څانګې د پاکستان هوایي ځواک / پاکستان ایرفورس (پي ای اېف) او د پاکستان سمندري ځواک / پاکستان نیوي (پي اېن) دي چې په ترتیب سره ۷۰ زره او ۳۰ زره سرتېري لري،‌ او په دې توګه د پاکستان د ټولو پرحال وسله والو ځواکونو شمېر ۶۶۰ زرو ته رسېږي.

د پاکستان هوایي ځواک شعار«د ملت د افتخار یو سمبول» دی او په ۱۹۴۷ کې تاسیس شوی دی. دغه ځواک له خپل جوړښت څخه وروسته خپل لومړني عملیات په وزیرستان کې ترسره کړي دي.

د برتانوي هند له وېشل کېدلو څخه وروسته، د پښتنو یوه خپلواکۍ غوښتونکي مشر ایپي فقیر د نوي جوړ شوي پاکستان مخالفت وکړ او د خپلو خلکو لپاره یې د خپلواک برخلیک ټاکلو غوښتنه وکړله.

د یو شمېر سرچینو په وینا، په ۱۹۴۸ کې د ایپي فقیر په مشرۍ د پښتنو لښکر د افغانستان د شاهي دولت په ملاتړ د شمالي وزیرستان دته خېل سیمه ونیوله او پر مخ روان وو، خو د پاکستان هوایي ځواک پرې بمونه وورول او ۲۳ کسان یې ور ووژل.

د پښتنو مبارزینو د مبارزو لړۍ تر ۱۹۵۴ کال پورې روانه وه، خو د پاکستان د پښو په ټینګېدلو سره دغه خوځښت سره تیت شو.

د پاکستان ولسمشر، چې دا وخت آصف علي زرداري دی، د پوځ اعلی سرقوماندان، او د څلورو ستورو د پوځي رتبې لرونکی یو جنرال چې دا وخت عاصم منیر دی، د پوځ د لوی درستېز (چیف آف آرمي سټاف) واک په لاس کې لري.

عاصم منیر د پاکستان د پوځ ۱۱م لوی درستېز دی. په کرونولوجیګ ترتیب سره، تر ده مخکې قمر جاوېد باجوه، رحیل شریف، اشفاق پروېز کیاني، پروېز مشرف، جهانګیر کرامت، عبدالوحید کاکړ،‌ آصف نواز جنجوعه، میرزا اسلم بېګ، ضیاءالحق، او ټیکاخان د پاکستان د پوځ لوی درستېزان تېر شوي دي.

د جنرال ټیکاخان په هکله ویل کيږي چې په ۱۹۷۱ کې یې په بنګله دېش کې چې هغه وخت ختیځ پاکستان بلل کېده، په جنګي جنایتونو کې لاس درلود.

د بي بي سي انګلېسي څانګې وېب سایټ د ۲۰۱۱ د ډسمبر په ۱۶مه د مارک ډومېټ یوه مقاله خپره کړې چې په کې راغلي، ټیکاخان له یحی خان سره یو ځای د بنګالیانو په جینوسایډ (نسل وژنه) کې لاس درلود او د دوی په امر د ۳۰۰ زرو او ۵۰۰ زرو تر منځ بنګالیان په بې توپیره ډول ووژل شول.

د بنګله دېش د حکومت رسمي سرچینې په دې ترڅ کې د وژل شویو بنګالیانو شمېر درې میلیونه یادوي.

ډومیټ لیکي، په ۱۹۷۱ کې چې د دغې نسل وژنې خبر د هندوستان لومړۍ وزیرې اندراګاندي ته ور ورسېد، هغه سمدلاسه لاس په کار شوه او د اروپا په شمول د نړۍ له هېوادونو سره یې په بنګله دېش کې د خپل هېواد د پوځي مداخلې لپاره هوکې ترلاسه کړه.

له ټیکاخان څخه مخکې، چې د پاکستان د پوځ لومړی لوی درستېز بلل کیږي او له ۱۹۷۲ څخه تر ۱۹۷۶ پورې یې د پوځ مشري کوله، د پاکستان د پوځ مشري چې د اعلی سرقوماندان (کمانډر اېن چیف) تر عنوان لاندې وه جنرال ګل حسن، تر هغه مخکې یحی خان، محمد موسی، ایوب خان، او تر هغه مخکې سکندر میرزا کوله.‌

سکندر میرزا د ۱۹۵۵ د اګست ۷مې څخه د ۱۹۵۶ د مارچ ۲۳مې پورې د پاکستان د پوځ قوماندان و، او تر هغه مخکې دوو برتانوي جنرالانو د دغه هېواد د پوځ مشري پرغاړه لرله.

اصلا د پاکستان پوځ د ۱۹۴۷ کال د اګست په ۱۴مه د برتانوي تورن جنرال فرانک والټر میزیروي تر مشرۍ لاندې جوړ شو، بلکې برتانوي مشرانو له سیمې څخه تر وتلو مخکې او په سیمه کې د خپلو ګټو د یوه ساتونکي هېواد له رامنځته کولو څخه وړاندې لومړی د یوه پوځي تشکیل په رابطه کار وکړ او د پنجاب یوې پوځي لوا ته یې پراختیا ورکړه.

د پوځي تشکیل له تومنې نیولو څخه وروسته یې د هندوستان د خاورې څه برخې را پرې، او د پښتنو او بلوچو سیمې ورسره پيوند کړې، بیا یې د پاکستان نوم پرې کېښود.

په کشمیر کې د ملګرو ملتونو د پوځي ماموریت مشر بریان کلاوګلي په خپل کتاب «د پاکستان د پوځ یو تاریخ/ای هیسټوري آف دي پاکستان آرمي» کې چې په ۲۰۱۶ کال کې په لندن کې په ۶۹۶ مخونو کې خپور شوی، لیکلي، د دې لپاره چې د برتانوي هند د پوځ له وېش څخه وروسته د افسرانو کمی رامنځته نشي، ۱۳۵۰۰ انګرېز افسران وګومارل شول چې د نوي جوړ شوي پاکستان په پوځ کې کار پیل کړي.

دي لندن ګزېت د ۱۹۴۸ د سپتمبر په ۲۱مه لیکلي، چې جنرال میزیروي چې د ۱۸۹۳ د ډسمبر په ۹مه پیدا شوی،‌ د برتانوي هند له وېشل کېدلو څخه مخکې د هند د شمالي قوماندانۍ قوماندان ټاکل شوی و، خو د ۱۹۴۷ د اګست په ۱۵مه د پاکستان د پوځ په رامنځته کېدلو سره د دغه پوځ اعلی سرقوماندان وټاکل شو.

اقبال چاند مالهوترا په خپل کتاب «د کشمیر ناویلې کیسه/Kashmir’s Untold Story» کې چې په ۲۰۱۹ کې په لندن کې چاپ شوی، لیکلي، چې جنرال میزروي د پاکستان د پوځ د چارو ترلاسه کولو څخه لږ وروسته د اګست په ۲۰مه د پاکستان په شمال لوېدیځ (پښتونخوا) کې د ټولو غونډونو قوماندانیو ته په خپل لاسلیک لیکونه او ورسره پلانونه ولېږل چې د پښتنو قبایلو ۲۰ لښکرونه جوړ کړي،‌ ټریننګ ورکړي او د هندوستان پر وړاندې د کشمیر جنګ ته یې چمتو کړي.

له دغو لیکونو څخه یو د یوه هندي افسر تورن اونکار سنګ کلکت لاس ته ورغی، هغه سمدلاسه نظربند کړای شو، خو نوموړی وتښتېد او هندوستان ته یې ځان ورساو.

د اکتوبر په ۲۲مه چې د کشمیر عملیات پیلېدل، میزروي په لندن کې و او جنرال ډوګلاس ډیویډ ګراسي یې د سرپرست اعلي سرقوماندان په توګه پرېښی و، او په دې توګه په کشمیر کې لومړی جنګ چې له پښتنو قبایلو څخه په کې د سون د لرګیو په توګه کار واخیستل شو، انګلیسي قوماندانانو رهبري کړ.

مېډل ایسټ‌ جورنال د ۱۹۴۹ په جنوري کې لیکلي، چې جنرال میزروي د ۱۹۴۷ د نومبر په ۱۲مه یوه اعلامیه خپره کړه او په کې یې وویل چې د جنګ په مشرۍ او قومانده کې هېڅ پاکستاني افسرانو لاس نه درلود، او دا هغه څه و چې پاکستاني مقاماتو ترې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بحثونو کې د پاکستان له خوا د کشمیر د جنګ نه پیلولو او د خپلې بې ګناهۍ د ثبوت په توګه کار واخیست.

د جنرال میزیروي له ګوښه کېدلو څخه وروسته د پاکستان د پوځ مشري بل برتانوي جنرال ډوګلاس ډیویډ ګراسي پر غاړه واخیستله. جنرال ګراسي تر ۱۹۵۱ کال پورې چې د پوځ مشري جنرال سکندر میرزا ته سپارل کېده، د پاکستان د پوځ لوی درستېز و.

ویل کیږي چې د پاکستان پوځ په ۱۹۷۱ کې د بنګالیانو د نسل وژنې تر څنګ د هغه هېواد ښځو ته بې عزتي هم ور واړوله، خو کله چې د هندوستان پوځ د بنګله دېش په خاوره کې مداخله وکړله، د پاک آرمي ۹۳ زره عسکر سلامي شول او وسله یې په ځمکه کېښودله.

په انټرنټ خپاره شوي عکسونه، ویډیوګانې او راپورونه ښيي چې له تسلیم شویو عسکرو څخه هغوی ته د سزا ورکولو لپاره پتلونونه اېستل شوي او یو شمېر وایي چې دا کار د هغه عمل د عکس العمل په توګه شوی چې پاکستاني ځواکونو په بنګله دېش کې د ځایي ښځو پر وړاندې ترسره کړی و.

د یادې ماتې ترخه ترهغه وخته د پاکستان د پوځ په خوله کې پاتې و چې د شوروي اتحاد ځواکونو په ۱۹۷۹ کې په افغانستان حمله وکړه او د پاکستان د پوځ غوا لنګه شوه.

په افغانستان باندې د شوروي اتحاد د پوځونو له تېري څخه وروسته، د پاکستان پوځي دکتاتور جنرال ضیاءالحق او اداره یې وتوانېدله چې له یوې خوا د غربي هېوادونو مالي او تسلیحاتي مرستې ترلاسه کړې او بلې خوا ته د مذهب تر نامه لاندې د عربي نړۍ پراخې مالي مرستې ترلاسه کړي.

د پاکستان پخوانیو پوځي او ملکي چارواکو په خپلو مرکو کې څرګنده کړې چې پوځ یې له ۱۹۷۹ څخه وروسته افغان مجاهدینو ته ټریننګونه او مشورې ورکول او هم خال خال د جهاد په نامه افغانستان ته تلل او هلته یې د حکومتي ځواکونو پر ضد جنګونو کې برخه اخیستله، لاکن د ۱۹۸۹ د مارچ په ۵مه یې مستقیما د جلال اباد په جنګ کې برخه واخیستله او ۵۰۰۰ سرتېري یې د وخت د افغان اردو پر وړاندې جنګ ته ولېږل.

په پېښور کې د دېره جهادي تنظیمونو وسله وال او د پاکستان د پوځ سرتېري جلال اباد ښار ته له ور رسېدلو څخه مخکې د افغانستان د وخت اردو وځپل او د پاکستان د پوځ جنرالانو وویل چې جهاد ته یې نه جبرانېدونکی زیان ور واوښت.

د مجاهدینو د ملاتړ په بدل کې پاکستان له غربي نړۍ څخه د امتیازاتو په لړ کې دا امتیاز هم واخیست چې خپل سیال هندوستان، چې هغه وخت یې له شوروي اتحاد سره نژدې اړیکې لرلې، بهانه کړي او د اتومي وسلو د جوړولو لپاره د متحده ایالاتو زرغون څراغ ترلاسه کړي.

د پاکستان پوځ خپله لومړنۍ اتومي ازموینه په ۱۹۹۸ کې د بلوچستان په چاغۍ سیمه کې وکړه او په دې توګه دغه هېواد د متحده ایالاتو، روسیې، فرانسې، چین، برتانیا، برتانیا، اسرائیل، شمالي کوریا تر څنګ د نړۍ ۹م هېواد شو چې اتومي وسله یې ترلاسه کړله.‌

یو شمېر پاکستاني کارپوهان د خپل هېواد پوځ د نړۍ شپږم تر ټولو قوي پوځ بولي، د پوځي چارو اړوند ګلوبل فایر وایر وېب سایټ د پاکستان پوځ د نړۍ ۹م نمبر تکړه پوځ ګڼلی، خو نور بیا وایي چې د پاکستان پوځ یوازې په کور دننه زمری دی.‌

په ۲۰۰۱ کې، د پاکستان پوځي دکتاتور جنرال پروېز مشرف د یوه امریکایي چارواکي د یوه ټیلیفون په ځواب کې چې له امریکا سره درېږي که له طالبانو سره، د خپلو هوایي اډو، فضایي لارو، ځمکنیو لارو، … په شمول هر څه د نړۍ وال ائتلاف په خدمت کې ورکړل، او ان په خپل هېواد کې د طالبانو د حکومت رسمي منل شوی سفیر یې هم لاس تړلی امریکايي عسکرو ته وسپاره.

د ۲۰۱۸ د جنورۍ په ۲مه، د امریکا متحده ایالاتو د وخت ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې پاکستان ته یې د افغانستان د جنګ په ترڅ کې د خدمت په بدل کې ۳۳ میلیارده ډالر ورکړي خو له دې امله یې غوسه څرګنده کړه چې ویل یې پاکستان ورسره دوه مخې لوبه کړې ده.

3 COMMENTS

  1. سلامونه او احترامونه د وبسایټ درنو چلوونکو وروڼو ته په ښه ګړۍ کې ! ښې چارې
    ډیره مڼنه له دی چه زما درلیږلې لیکنې نشروئ.
    ڼن مې د تاند پاڼه کې د(د پاکستان پوځ، زور او ځواک، لوړې او ژورې)تر سرلیک لاندې ځینې خبرې چې د تاند اډمین لیکلې وې ولوستلې دلته خپل نظریات په لڼډو ټکو یادونه کووم:
    ۱-…عوام ورته پاک آرمي یایی!؟ ؛؛ زه وایم له دی نه چټله آرمي په دنیا کې نسته چې خپل عوام په ډول ډول نومونو وژني: په تیره بیا د ایپی،بابړې ،قصه خوانۍ ، بلوچستان، خړ کمر او…شهیدان ؛لال جومات.
    ۲-شعار یی دی؛ ایمان تقوی جهاد؟؟؟!!!؛؛په عمل کښې بې -ایمانې، ظلم، فساد
    ۳-دا څنګه د اسلام په نوم جوړ سوی جمبوریت و چې له ۱۹۴۷ تر ۱۹۵۶ د انګریزی جرنیلانو له خوا اداره کیدهء؟او ۱۳۰۰۰ بریټیش افسرانو دنده درلوده؟؟
    او د هند او افغان لیډرانو دې خدای دوږخونه یا سکر جهنمونو ځای کړي چه سره د آزادۍ اخیستلو او د کروړونو هندو-افغان وینو توییدنو سره سره ې بیا هم یوه ټوټه د هند پنجاب او کشمیر ؛او بله د افغانستان د ګلګت پختونخوا او بلوچخوا څخه پرېکړې ورکړې او پوک-چټلستان ېې مینځته راووړ؟؟!!
    ۴-جرنیل ضیا او فوج یی له اوله تر اوسه د پښتنو/افغانانو وژلو کښې لاس درلود او لري ېې ؛لکه یحیا او ټیکه یی چې د بنګالیانو په هغو کې درلود…
    ۵-د پوک.ایټم بم جوړونکی هم ډ.قدیر خان یو پښتون و! ؛بیا ېې ولې لمړنۍ تجربه په چاغي بلوچستان ( افغانستان جنوب ته!) وکړه ؟ او هر وخت ناوخت ېې همدلته تکراروي؟؟ ؛زما په فکر د بیوخته وچکالیو او زلزلو یو عامل دا ډهماکې هم کیدلای سي!!
    ۶-دکتاتور جرنیل بیشرف ! او مردارې شوې میډم بهټو! ب.ن. د ط. په روزلو او د دوی نا مشروعه اولادانو اوسیدلو اقرار کړی وو! ؛مګر بیا ېې د یوڅو امریکن ډالرو مالرو په بدل لوڅې ک… ګوانټنمو ته ولیږل ؛
    له دې مالومیږي چې د ډونالډ ژې ټرمپ خبره هم تر یوه بریده درسته ده چې پوکسټیڼ! د ۳۳ بلینو ډالرو اخیستو سره امریکې سره دوه مخی (منافقت )چلند کړی او کوي ېې!!!
    ۷-فا عتبروا یا اولوآلابصار !!

    متقاعد(ریټایرډ!) ډاکټر زړور صاپی ح.ا.

  2. سلام
    اعوذ بالله
    ورک دې پنجابی شی
    ورسره دې جینګ خولی ملاګی شی
    ډیر مردار خور جاسوسان دی
    دای اس ای ازمویل شو مزدوران دی
    اعوذ بالله
    اسلام آباد موړ شو
    په دالرو دامریکا
    سړک، ښار او واټو ته ګوره
    پوکستان ټولې ګټې وکړې په دروغو او رښتیا!
    عجب حکومت او پوځ ده جعل کاره نا آشنا

  3. کله چې د پاکستان ټول تاریخ ته کتنه وشي نو دا به درک درته ولګیږی چې په اصل کې پنجاب د انګلستان او امریکا د مشترکو ګټو لپاره کار کوی، څرنګه چې اوس امریکا د شل کلن حضور څخه وروسته شاتګ وکړ او په هغه لار بیرته لاړ چې په کومه لار راغلی وو
    نو انګریزانو هم په همدې لار د هند برتانوی تر نامه لاندې په افغانستان برید کړی وو دلته یې نړیوال بشر حقوق، ملګری ملتونو قوانین او اصول تر پښو لاندې کړی وو او پاکستان چې څرنګه اوس د وزیرستانیان او نور پښتانه او بلوڅان وژنی پخوا انګریزانو دا کار سرته رسوو،
    فکر کوم پخوا پنجاب همدا شان بنګالیان وژل اوس بلوڅ او وزیر او نور پښتانه وژنی نو هغه آټکل چې ځینو سیاسی مبصرینو کړی وو حتمی کیږی چې پاکستان (پنجاب) تر ۲۰۳۰ پوری له مینځه لاړ شي ځکه خو بایډن دو کاله پخوا ویلی وو چې پاکستان آټومی ځواک له خطر سره مخ ده نو لدې معلومیږی چې د ټرمپ په راتګ سره به یې سبو ته مالګه اضافه کړی، ځکه دوی ورباندې برید کړی
    راځم اصل مطلب ته: که نړیوال غواړی چې اوسنیو غمیزو ته پای ټکۍ کیښودل شي باید لومړی له پنجاب سره د دوی د ۴۵ کالو ظلمونو چې افغان ولس یې کړی او له ښکته پښتنو او بلوڅو سره یې کړی یو نړیواله محکمه تیاره کړی ترڅو هغه د حقوق بشر ناظرینو چیغي او ټویټونه او لیکنی ځای ونیسی ، موږ افغانان هم پوهیږی چې افغان ولس وژنه کې د دوی مستقیم لاس ده
    له انګریزانو سره چا حساب او کتاب وکړ
    له امریکا + فرانسی او عربستان او ایران سره چا حساب وکړ (۴۵) کلنې جګړی
    له شوروی (روسیی) سره چا حساب وکړ
    بیا نو حقوق بشر او حقوق بشر مدافعین د درواغو چیغي د څه لپاره
    فلسطین نه وینی
    عربستان اسلامی هیواد ده د ټولو مسلمانانو د عبادت قبله هلته ده نو ولی خاموش دی
    ایران ولی خاموش شو، کومی خبرې چې کړی یا یی کوی ، کوم باندې عمل کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب