پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد طالبانو د واک ته رسېدو درې کاله پوره شول: ۱۲ میلیونه...

د طالبانو د واک ته رسېدو درې کاله پوره شول: ۱۲ میلیونه وږي دي، ښځې له کار او تعلیمه محرومه دي

تاند (چهارشنبه، د اسد ۲۴ مه) په افغانستان کې د طالبانو د واک ته د رسېدو له درېیمې کالیزې سره هممهاله، د بشري حقونو ټولنو او نړیوالو مرستندویه سازمانونو خبرداری ورکړی چې په دې هیواد کې د ښځو وضعیت خراب شوی او له ۱۲ میلیونو څخه ډېر خلک د خوړو له ناامنۍ سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وایي، د روان کال د مې او اکتوبر تر منځ اټکل کېږي چې “۱۲.۴ میلیونه” افغانان به د خوړو له ناامنۍ سره مخامخ وي.

د سې شنبې په ورځ، د اګست په ۱۴مه، د طالبانو د بیا واک ته رسیدو د درېیمې کلیزې په درشل کې، دغه پروګرام اعلان وکړ چې دا پروګرام یوازې “یو میلیون وږي خلک” پوښلی شي او دا چې په افغانستان کې له ۱۲ میلیونو څخه زیات خلک بیړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

سربیره پردې ، 1.4 میلیون میرمنې او ماشومان د مغذي خوړو د نشتوالي له امله د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په وینا، په هرو څلورو افغانانو کې یو یې نه پوهیږي چې خپل راتلونکي خواړه چیرٍي او څنګه ترلاسه کړي، او د روان کال په دویمه نیمایي کې، په هیواد کې د لوږې د له منځه وړلو لپاره ۶۱۷ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

د طالبانو حکومت نه شي کولی د افغانستان د څلورمې برخې نفوس لپاره لومړني خواړه چمتو کړي، په داسې حال کې چې هیواد له ډیری نورو ستونزو سره مخامخ دی چې نه یوازې د طالبانو د حکومت له واک ته رسیدو درې کاله وروسته حل شوي نه دي، بلکې نور هم ډېر شوي دي.

نیم ژواند اقتصاد

په روان کال کې بهرنۍ مرستې د افغانستان د ناخالص کورني تولید ۳۰ سلنه جوړوي.

ملګروملتونو په تیرو دریو کلونو کې لږترلږه 3.8 ملیارد ډالر له دې هیواد سره په مرستې مصرف کړي، او متحده ایالاتو د طالبانو له واک ته رسیدو راهیسې دې هیواد ته 3 ملیارد ډالر مرستې لیږلي دي.

اټکل کېږي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان به په راتلونکي کې له نړیوالې ټولنې څخه لږې پیسې ترلاسه کړي.

په داسې حال کې چې افغانستان له لویو او پیچلو اقتصادي اړتیاوو سره مخامخ دی، د اسلامی قوانینو یا شریعت په نوم د طالبانو ځینې کارونه هم سبب شوي چې د افغانستان د اقتصاد تحرک مخه ونیسي.

د افغانستان بانک د پیسو د چاپولو وړتیا نه لري او نغدې پیسې له هېواده بهر چاپېږي. په اسلام کې د سود د حرام والي له امله له معاملو څخه د سود اخیستل منع دي، او په پایله کې یې بانکونه هم له پور ورکولو څخه انکار کوي.

له بلې خوا، د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان نه شی کولی پیسې پور کړي ځکه چې افغانستان د یوه خپلواک هیواد په توګه په رسمیت نه پېزندل کېږي، او د بانکداری له نړیوال سیسټم سره د افغانستان اړیکې هم پرې شوې دي.

طبیعی پیښو او له پاکستان څخه د ډېر شمېر شړل شویو مهاجرو لوی جریان هم اقتصادي ستونزې زیاتې کړې دي.

د افغانستان اقتصاد ته یوه بله لویه ضربه په ډېرو دندو کې د ښځو پر کار او همداراز د نجونو پر زده کړو بندیز ورکړې ده. دا په دې مانا ده چې د افغانستان نیم نفوس له اقتصادی تولید اود  مالیئ له ورکولو ایستل شوی دی.

له بلې خوا، د نشه یی توکو پر وړاندې مبارزې او د کوکنارو د کروندو اړولو د ډېرو افغانانو د عاید اصلي سرچینه له منځه وړې ده.

“د ښځو وضعیت مخ په خرابیدو دی”

د ملګرو ملتونو د ښځو چارو دفتر وایي، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغان ښځو وضعیت مخ په خرابېدو دی.

دغه سازمان د اګست په ۱۵مه وویل، طالبانو په تېرو دریو کلونو کې ۷۰ فرمانونه صادر کړي چې د افغان ښځو او نجونو پر ازادۍ، حقونو او ورځني ژوند یې مستقیم اغېز کړی دی.

له همدې امله، د خپلې واکمنۍ پرمهال، طالبانو د ښځو د کار، زده کړې او ورځنیو فعالیتونو لکه سپورت یا په پارکونو کې د ګرځېدو مخه نیولې وه، او په دې اقداماتو یې په هیواد کې د جنسیتي مساوات وضعیت ته سخت ګوزار ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د یوې څیړنې له مخې، ۹۸ سلنه افغان ښځې احساس کوي چې دوی په ټولنه کې د تصمیم نیولو په پروسه کې رول نه لري، او ۶۸ سلنه افغان ښځو روحي حالت بد یا ډېر بد ګڼل کیږي.

امنیت او فساد

په مجموع کې امنیتي وضعیت ډېر ښه شوی دی. نور د پخوا په شان په لارو کې پاټکونه او شکونې نه شته، سوداګر له یو ځایه بل ته خپل مالونه په ډاډه زړه وړي. په ګمرکونو او دولتي ادارو کې فساد ډېر زیات کم شوی. د قدرت جزیرې، د مځکې او ملکیتونو غصب پای ته رسیدلی او طالبان توانېدلي چې تر پخوا ډېره مالیه ټوله کړي.

امنیت د چا لپاره؟

طالبانو د پوستو او د سلګونو جنګیالیو او زغرګاډو د کارولو له لارې د افغانستان لپاره امنیت تامین کړی دی، خو دغه هېواد په ښکاره ډول د ښځو او اقلیتونو لپاره خوندي نه دی، او په هیواد کې ځانمرګي بریدونه او نور ترهګریز بریدونه دوام لري.

داعش ډلې په مکرر ډول په کابل کې شیعه ګان په نښه کړي دي. په ورته وخت کې، د هیواد پولیس د دې پیښو په وړاندې په غبرګون کې ورو دي، او د دې بریدونو او د عاملانو د سزا په اړه هیڅ شفافیت شفافیت نه لیدل کېږي.

سره له دې چې په افغانستان په اصلی رسنیو کې هڅه کېږي چې د هېواد خوندی انځور وړاندې شي، خو د افغانستان ډېر شمېر سیاسي او مدني فعالان دا پوښتنه کوي چې دا رسنۍ د چا په اړه د امنیت په اړه خبرې کوي؟

خبریالانو ته د ګواښونو زیاتوالی او د رسنیو سانسور

په افغانستان کې د رسنیو د وضعیت په برخه کې یوې غیرحکومتی موسسې د روان کال په جولای میاشت کې اعلان وکړ چې د طالبانو حکومت د نویو لارښوونو په خپرولو سره پر رسنیو فشار زیات کړی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز (AFJC) اعلان وکړ چې طالبانو په دې موده کې د ځایی چارواکو د رسمی او غیر رسمی غونډو او له راډیو او ټلویزیون سره د ښځو د تلیفوني خبرو، پر عکس اخیستنه او فلم اخیستلو بندیز لګولی دی.

د دې سازمان د مشر په وینا، طالبانو په تېرو دریو کلونو کې ښودلې چې دوی د رسنیو د ازادۍ اصل نه مني.

دا راپور د خوړو د نړیوال پروګرام،، اوچا، او اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور او خبرپاڼو پر اساس چمتو شوی دی.

8 COMMENTS

  1. هو يوه ډله په پردي مټ راغله غلا یې وکړه انسانان یې مړه کړل ، جیبونه یې ډک کړل او هیواد یې پرېښود! خو بله ډله د اسلامي امارت په نوم راغله ، بی سری بې قانونه چلند کوي د شریعت او اسلام په نوم په خپل سر حکومت کوي ، ښځې یې له درس ، تعلیم او کاره منعه کړي دي او دانسان په سترګه نه ورته ګوري ، دا منافقین دوه دوه ، درې درې ښځې کوي او وخت یې ښه تېریږي ! نور نو څه غواړي هم نس موړ دی او هم غ.. ! خو بیا به بله ډله راځي او داسې بیا او بیا د افغانستان سیاسی او دولتي وضیعت یوه داسې معادله ده چې حقیقي جذر نلري !! ایا افغانستان د غلو او نا پوهو یوه مجموعه دی ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

  2. په معارف وزارت کی ستره مافیا
    په وزارت معارف کی د روابط بین اللملی په نامه وزارت دی، چې ټول موسسات او مرستندویان ددوی لخوا باید د وزارت له مشرتابه سره هماهنګی وکړي. دا ریاست د هماهنګۍ پر ځای هرڅه په خپله کوي. دوی څلور پنځه خپل موسسات جوړ کړي چی او ټولې پروژې یا همدغو خپلو موسساتو ته اخلي. MAPWO ، WDIO. HHAO- ARWEO – SADAاو یایې هغو موسساتو ته ورکوي، چې دوی ته غوښنه برخه ورکوي. تر ۶۰٪ پورې شراکت او سهم باید د همدی ریاست مشرتابه او څو نورو غړو ته ورکړي. بهرنیو مؤسساتو ته خپله یې پروژې عملي کولې هغوی ته وویل چی تاسی به خپلی پروژی خامخا داخلي موسساتو ته ورکوی، په دی سره یی هغوی ته هم خپل موسسات یا شریکان را وړاندې کړل.
    د جاپان سفارت ۱۹۵ ښوونځیو جوړولو ته پیسی ومنلی. روابط بین المللی ریاست هغه هم لومړی په خپلو موسساتو او یا د شریکانو په موسساتو ووشلی او بیا یی داسی ساختماني شرکتونو ته ورکړی چې د ښوونځي پر سر دوی ته ۱۰۰۰۰ ډالر ورکړي.
    هره خارجی موسسه چی ورځي نو هغوی ته وایی چی تاسی باید داخلی موسسو ته پروژه ورکړی او چی داخلي موسسی که ددوی له هماهنګۍ پرته پروژه مندلي وي، نو هغه یو دوی دری میاشتی ځغلوي او تر هغو تفاهمنامه نه ورکوي ترڅو ۱۰۰۰۰ ډالر ورنه کړي.
    د ډیل لپاره په اسانه موضوع درسره شریکوي وايي امارت ته څو روپۍ ورکوی او بس په دی سره معامله جوړه شي. خو اکثرا په پښتنو موسساتو ډیر باور نه کوي، زیاتره فارسیبانو له موسساتو سره اسانه ډیل کوي. خو چی په سهی لین ورته راشی. ددی ریاست مشرتابه حج ته تللی و ترڅو چی هغه نه و راغلی هرڅه بند وو. اوس له حج نه راغلی او بیرته تفاهنمانی چالو شوی دی.
    ځینی معینان هم په دی ډیل کی شریکان دي، اما وزیر بیا یا خبر نه دی او یایی هم ځان ناګاره اچولی. موسسات او کارمندان شکایتونه ور وړي خو نوموړی سر نه ګروي.
    اوس اکثره موسسات هڅه کوي چی خپلی پروژی له معارف څه بل وزارت ته واړوي او په تیره بیا تجارت وزات ته ځکه هلته یو څه کار ژر خلاصیږی.

  3. په معارف وزارت کی ستره مافیا

  4. د طالبانو راتګ دې مقدسې خاورې او شریفو خلکو ته د خدای عذاب او ځورونه ده. همدې جاهلو او حتی ځینې باسوادو به هم ددوی ملاتړ کاوه او ددوی تیره توره او لعینه دوره ترې هیره وه. اوس چې طالب غلام امریکا او پاکستان قدرت ته بیا ورساوه نو خلکو فکر کاوه چې دوی به بدل شوي وي نړۍ ولیده. خو د سپي لکۍ نه سیده کیږي هماغه توره دوره هماغه د ښځو حقوق خوړل او دا ځل یې د ټول ملت حقوق د پښو لاندې کړل. فرق یې په اوسنۍ دوره کې دادی چې پیسو ګټلو ته راغلي او په ښکاره د پنجاب غلامي ظاهروي. ملته ویده اوسئ او همدا وایی چې اوس به بابا غوښه او ډوډۍ راوړي.

    • متل د ښه دی وروره خو د ښځو حق خوړل د سپو یو کار دی او له انسانیته وتلی عمل دی ! ظلم ښه کار ندی ، ته نه يواځې ځانته بلکی نورو انسانانو ته هم حق ورکړه ! حق خوړل بی غیرتی او غیر انسانی عمل دی !!

  5. کاپي له اريانا افغانستان نه
    تاری خ

    2024-08-11T22:00:00Z
    اسم
    زمری کاسی
    محل سکونت
    چین
    تبصره
    د بر وطن تازه صورت حال
    د ملا په درې کلنه پاچاهۍ کې
    ښه منتر مې جوړ کړی لوستل یې پر تاسو
    بند بلا بند
    ښوونځي بند، پوهنتون بند، کورس بند، درس بند، سفر بند، بند بلا بند
    کار بند، پاسپورټ بند، ښځه بند، پارک بند، بند بلا بند پرمختګ بند، ملي بیرغ بند، ملي احساسات بند، د پنجاب مخالفین بند، د ملي شهیدانو یادول بند، بند بلا بند
    ملي پوځ جوړول بند، ملي حکومت رامنځته کول بند، حمام بند، سلماني بند، خوښي نمانځل بند، ادارو کې وړ اشخاص استخدامول بند، له لوړ رتبه مشرانو سره لیدل بند، د لوﺉ ملا صیب سره لیدل بند، بند بلا بند
    بندستان افغانستان کې هر څه بند په بند، بند
    چووووففففف
    که کور کلي کې مو څوک پیریانو نیوه یا مار لړم چېچه همدا منتر پرې چوف کوﺉ کار به یې کېږي
    کاسي ساب بښنه غواړم چي ستاسو ليکنه مي بي اجازي په تاند کي خپره کړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب