پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+هالیووډ ګېټ مستند فلم

هالیووډ ګېټ مستند فلم

“هالیووډ ګیټ” مستند فلم، په دوهم ځل واک ته د طالبانو د رسیدو د لومړي کال وضعیت انځوروي او نړۍ ته د طالبانو د واکمنۍ په اړه یو خندوونکی مګر تیاره تصویر وړاندې کوي.

دغه ۹۱ دقیقې مستند فلم، چې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو تر منځ د طالبانو له لوري د کابل تر نیولو وروسته په پښتو، دري او انګلیسی ژبو جوړ شوی، تر دې دمه د نړۍ په ۵۰ فستیوالونو کې نندارې ته وړاندې شوی دی.

دا مستند فلم برلین میشت فلم جوړوونکي او ژورنالیست ابراهیم نشات جوړ کړی دی.

نشات په افغانستان کې ددې فلم د جوړولو لپاره ۱۲ میاشتې تېرې کړي او سره له دې چې په ډیرو ځایونو د فلم اخیستو اجازه نه ورکول کېده، په ډېر چل توانېدلی چې فلم واخلي.

نشات په خپل مستند فلم کې د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو د واک ته رسیدو لومړۍ اوونۍ ښيي چې طالبان څنګه د نړیوالو ځواکونو او د افغانستان د پخواني حکومت پاته وسلې او الوتکې ترمیموي، څنګه په پنجشیر او بدخشان کې بلواوې غلي کوي او د تاجکستان د ځینو برخو د نیولو په اړه فکر کوي.

امریکا وايي چې په افغانستان کې یې د ۷ اعشاریه ۱۲ میلیارد ډالرو په ارزښت وسلې پرېښي دي خو نشات وايي چې په افغانستان کې تر دې خورا زیاتې وسلې پاته دي او حتي طالبان هم نه پوهیږي چې څومره مهمات او وسلې ورته پاته شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب