جمعه, اپریل 26, 2024
Homeټولنیزد ټولني د پراختیا عامل / الحاج مولوي زین الله منلی

د ټولني د پراختیا عامل / الحاج مولوي زین الله منلی

ترڅو چې ټولنه پراختیا او انکشاف ونه کړي،ترهغې پوري دغه ټولنه له هرډول بدمرغیو او کړاوونو سره مخامخ وي اوبدبختي او خواشیني یې لازمه ده.

کومه ټولنه یاجمعیت چې غواړي له خواشینۍ څخه ځان وژغوري او د افرادو ترمنځ یې ورورولي پیداشي، باید کوشش وکړي چې د پراختیا او انکشاف خاونده شي. ترڅویې چې پراختیا او انکشاف نه وي کړی، ترهغې پوري د دغي ټولني نېکمرغي یاخوب او خیال او یا خوتش بې معنی تصور دی. د دغه خوب ، خیال او تصوور او واقعي نیکمرغۍ او ښه انساني ژوند ترمنځ لایتناهي واټن موجود دی، چې د خیال پرستۍ د مبدآ له نقطې څخه د واقعیت د انجام ترنقطې پوري رسېدل محال کاردی. حتی په دغه لار کې لاس پښې وهل عبث او تریوڅه وخته پوري د خلکو غولول دي.

د ټولني پراختیا او انکشاف په خپله منځ ته نه راځي اوپه ټینګه لاس او پښې وهل غواړي. دا چاره عامل لري اوباید له دغه عامل څخه په زړه پوري کار واخستل شي ترڅو چې د ټولني د پراختیا او انکشاف سبب شي، خلک په کې د هوسا او نېکمرغه ژوند خاوندان شي او هر څوک له خپل ذهني او عملي استعداد سره سم د یوڅه شخصیت څښتن وګڼل شي، ځان وپېژني اوپه لاشعوري ډول په ړندو سترګو د نورو پړی په غاړه نه شي.

د ټولني د پراختیا اوانکشاف عامل فکري خپلواکي او حریت دی. که فکري خپلواکي او حریت په کومه ټولنه کې پیداشي نو پل په پل د نېکمرغۍ په لور په وړاندي ځي؛ د بېرته پاته کېدو په عواملو پښې ږدي او ترې تېرېږي.

بیکن وایي: هغه وخت چې زموږ یعني د اروپایانو پلرونه او نېکونه د جهالت په تورتم کې پراته وو او د ځنګلیانو په څېر یې ژوند کاوه د ایشا خلک، د په زړه پوري مدنیت اوثقافت خاوندان وو.

له هغو عواملو حخه چې اروپا یي په پښو ودروله او د پراختیا او انکشاف په لوی او ستر واټ یې روانه کړه یوازي او یوازې اساسي او مهم عامل یې فکري خپلواکي او حریت دی. ترکومه وخته پوري چې په کې فکري خپلواکي نه وه، ترهغه وخته پرې د جهالت د تورتم پردې پرتې وې او دا لوی جهان پرې تنګ و اوله کومه وخته یې چې د فکري خپلواکۍ دلاس اوپښو زنځیرونه مات کړل اروپا هم په نړۍ کې سیاله شوه او د زیاتي پاملرني وړ وګرځېده.

په ایشیا او خصوصاً د هغه وخت په چین کې د بېرته پاته کېدو عامل د فکري خپلواکۍ سلب بولي او وایي: چې د ایشیا د بېرته پاته کېدو مهم عامل دا دی چې په ایشیا کې پر فکري خپلواکۍ قیود لګول شوي دي او همدغه قیود دي چې ایشیا ورځ په ورځ په څټ بیایې. که چېرته پکې کوم د فکر خاوند پیداشي او د دوی په ګټه دوی ته کومه مفکوره ور وړاندي کړي او د دوی د میراثي او خنثی افکارو سره یوڅه ضدیت اونقاضت ولري سم د واره – د دې پر ځای چې د دغي مفکورې د خاوند لمانځنه وکړي – او مفکوره یې ترعلمي تحقیق او څېړني لاندي ونیسي ؛ ده ته به بېلو، بېلو نومونو جزا او فشار ورکولو باندي پیل کوي، یا یې وژني او یا یې داسي چوپ کړي، چې ترمرګه بیا خوله نه پرانیزي اوکه د نورو په زړه کې هم څه نوي غوندي فکر وي هغه هم له همدغه ځایه د عبرت درس زده کوي اوپه پای کې د ټولني عمومې یون د علیین پر ځای د تحت الثري په لورشي.

څرنګه چې د بیکن له فلسفي تحقیق څخه معلومه شوه چې د ټولني د پراختیا عامل فکري خپلواکۍ او حریت دی او د دغې مدعا د ثبوت دلیل هم واقعیت دی چې موږ یې د سر په سترګو ګورو،نو لازمه ده چې هغه ټولنه چې غواړي پراختیا او انکشاف وکړي فکري خپلواکۍ او حریت ته په درنه سترګه وګوري او د ټولني په افرادو کې د فکري خپلواکۍ د لمانځلو حس ژوندی کړي او ویې روزي.

کله چې فکري خپلواکي په کومه ټولنه کې منځ ته راغله معلومه او جوته خبره ده چې کله، کله د افرادو د افکارو ترمنځ تضاد لیدل کېږي او ترعمیق بحث اوڅېړني نه وروسته دغه تضاد له منځه ځي او واحد مترقي فکرمنځ ته راځي چې ټولنه په یومخ په وړاندي بیایې. خولکه څرنګه چې د افکارو ترمنځ تضاد پیداشي اوترهغه وخته پوري چې ترڅو د وحدت صورت مومې، د افرادو ترمنځ هم کړکېچ،د خپل بري او د مقابل د لري عملي فعالیتونه شروع کېږي او تصادمات پېښېږي، د دی له پاره چې د پراختیا عامل او فکري خپلواکۍ وده او نمو وکړي په دولت کښې یو حاکم مترقي قدرت ته اړه اوضرورت دی، چې فکري خپلواکي د ټولو تضادونو سره سره د دغو تضادونو د وحدت په هیله او انتظار حمایه کړي او د افرادو ترمنځ د تصادم مخه په پوره شعور اوفهم ونیسي.

(دا لیکنه غالباْ د ۱۳۵۳ لمریز کال په شاوخوا کې د زېري په جریده کې چاپ شوې ده)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب