میرویس نور کار نه لري، بس کورونه اخلي، ماتې ګوډې یې سموي، بیا دا کور په کرایه ورکوي، بل اخلي. او دا لېونی سخت طالع من هم دی. لا یې د نوي کور قواله سمه نه وي اخیستې چې خریدار ورته پیدا شي، شل دېرش زره ډا لره ګټه ورکوي، خو میرویس تر خرڅولو ، کرایه ورکول خوښوي. دا ورو ستی کور یې هم زما خوښ و هم د ده خپه، د پوټامک خوني سیند یې جوس کې بهېږي. شا ته یې د لویو ونو ځنګل دی .غرڅې او نور وحشی ځناوران ورکې لر بر کېږي، د ښکار اجازه نشته.
څو ځلی خو د پارک په ځای همدې کور ته ورتلم. د کب نیولو کنجک، ترموس کې چای، کڅوړه کې سینډوېچ، دوربین به را سره و. خو بیا یې خوند را نه کړ. دلیل دا و چې د سیند اوبه لکه د پنجاپی سترګې ، هندو وزمه مړې روانې وې. رنګ یې هم نیلي نه بلکه توت پاڼی شین و، لکه له حمام نه راوتلې وي. د آمو سیند یې را یاد کړ چې همداسې آرامه بهېده. دا یې هغه ځای و چې د کوکچې سیند ورګډېده. اوبه یې د لاجوردو په رنګ وې او د اوښ په شان یې غړانګې وهلې. چې به په هیبت او کڼوونکي شور ماشور په آمو ورننوتلې، پنځوس متره شنه لیکه یې ورکې جوړوله ، ایله به یې سیاله وشوه ، د آمو د خړو اوبو سره به ګډې، بیا ورکې شوې.
د میرویس پوټامک هم د آمو په شان مړ روان و. یو دوه اونۍ مې کبان ورکې نیول، غاړې ته مې یې ګوښې مېله کوله، خو بیا ترې زړه تورن شوم. د کوکچې سرکښ رود رایاد شو، د کونړ د راده نیلي اوبه رایادې شوې چې د غاړې په پستو شګو کې به یې د خپل یار رسول امین سره زموږ مېلې روانې وې، شپې به همالته د سیند درانه غوړمبهار ته خوب یووړو.
کوم اوزبک ملګري را ته د سارايي لېوه او د کلي د سپي د یارانې کېسه کوله. دواړو ډوډۍ په شریکه خوړله، کله به لېوه د ښکار هډوکي مډوکي راوړل، کله به سپي د کليوالو د خوراک پاتې شونې چې په هډوکو پورې به یې غوښه نښتې وه، وریژې او نور تبي والا خوراک به و، چې د لېوه ډېره خوښېده. کالونه تېر شول. یوه شپه سپي ورته وویل چې دا ستا ژوند خو د نېستۍ ژوند دی، کله موړ کله نهر. نو راشه زما سره کلي ته شه چې هره شپه غورمې پولاوونه درکړم. لېوه څو ورځې مهلت وغوښت. چې بیا سره میلاو شول ، لېوه ورنه مننه وکړه خو ویل یې چې کلی دې په تا بختور وي، زما هماغه د ښکار هدوکي خوښ دي. لږ تر لږه په مستۍ سره قولې اېستلی شم. دا کیسه مې د حبیبي صیب نه اورېدلې وه چې د لېوه له خولې یې دا پاړسي بیت نقل کړی و: که هردم مېتوان زد نعره یې مستانه د ر صحرا !!!!!
دا یوه میاشت شوه چې د میرویس د سیند غاړې ته نه یم تللی. پرون هغه راپسې راغی . ما ورته خپل عذر وړاندې کړ. هغه ویل چې داسې نشي کېدلی، یا په امریکا کې په خوشالۍ ژوند وکړه او یا ولې دې و طن ته نه ځې؟ سیاسي ته نه یې چې به دې ټلواله، جنګ سالاران، طالبان یا چارواکي وګواښي؟ ما ویل چې بچیه، رښتیا وایې خو دا سې وګڼه چې لاړ شم. داسې وګڼه چې د کوکچې، بنګي او کونړ د سیندونو زیارت وکړم، خو هغه امنیت چېرې دی چې د سیند د غاړې په نرمو شګو پرېوځم او شپې یې ترانې ته للو شم؟ هغه نعره یې مستانه اوس په سوو ساندو بدله شوې ده.
لالا دستا تاریخی خواږی قیصی ویزی ته ټینګیدلی نه شم زړونه نری شوی دی پروسږکال په کابل کی یوسف نورستانی کورته لاړم ښکلی کور یی جوړ وه ده وویل کور زما په زړه جوړ شوی دی، په نیولی زړه اودسترګونه یی اوښکی روانی شوی ویی ویل داسی ښکاری چه یوازی یم
په اول کې په دې چورت کې وم چې شپون صیب ته لیکم چې د دې لیکنې نو لوستونکو ته څه ګټه؟ خو چې د لیکنې نیمایي ته رارسېدم غوسه صفر ته راښکته شوه او اوس چې خلاصه شوه ورته ژاړم. شپون صیب، دومره ځوانان دې همدا د تاند په ښوونځي کې تربیه کړي دي چې که نن نه وي سبا به دې لاره رڼوي، هېڅ ته هم چورت مه وهه.
جانانه خپل وطن ته راشه
پردی وطن د ميړو قدر کموينه
شپون صاحب
سلام…
ډیره مننه ستاسی د ښی لیکني څخه
وطن ته مه راځه جانانه!
کلي کې نسته اوس هغه زاړه وختونه
په ډېر شوق غواړم چې لیکنې مې د تاند له ویب پاڼې څخه خپرې شي که امکان لري له ځانه سره مې ملګری کړئ البته نړۍ ، نړۍ مننه به مو وي . په درنښت
اطفاً تاند ته په دې ایمیل لیکنې رالېږئ:
taand.com/[email protected]