پنجشنبه, جنوري 15, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونه‏د خواف-هرات پر رېللارې په لومړي ځل ۲۰ واګونه ډیزل هرات ته...

‏د خواف-هرات پر رېللارې په لومړي ځل ۲۰ واګونه ډیزل هرات ته ورسېدل

تاند (دوشنبه د لړم ـ عقرب ۵مه) د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وایي، د خواف-هرات په رېللارې د لومړي ځل لپاره د ډیزل ۲۰ واګونونه هرات ته را ورسېدل.

د مالوماتو له مخې یاده واګونه ټولټال ۱۱۲۰ ټنه وزن لري چې، د هرات ولایت روزناک سټیشن ته راورسېدل.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ويلي؛ دا ډیزل یوه خصوصي شرکت راوارد کړي، چې د افغانستان او ګاونډ هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یو اړین ګام دی.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې، د رېللارې د لویو پروژو له پلي کولو سره؛ هڅه کیږي، چې د هېواد سوداګرو ته آسانه ټرانسپورټ او غوره سوداګریز فرصتونه چمتو کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لوګر کې د لرغونو اثارو ۲۷ ساحې کشف شوې

تاند (شنبه، د مرغومي/ جدې ۲۰ مه) د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د لوګر ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې...