پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهله پاکستان او ایران څخه تر ۱۵۰۰ زیاتې کورنۍ راستانه کړای شوي

له پاکستان او ایران څخه تر ۱۵۰۰ زیاتې کورنۍ راستانه کړای شوي

تاند ( دوشنبه د لړم – عقرب ۵مه) ایران او پاکستان پرون یکشنبه له دغو هېوادونو ۱۵۶۵ نورې کډوالۍ کورنۍ له دغه هېواده ویستلي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د راپور له مخې په یاد شمېر کډوالو کې د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۵، د هرات د اسلام کلا له لارې ۵۲، د کندهار د سپين بولدک له لارې ۱۳۹۴ او د هلمند د بهرامچې له لارې ۸۴ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

په راپور کې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون په حواله ویل شوي چې  دغه راز ۱۴۵۲ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې.

له تېرو شاوخوا څلورو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو ایستل په بې‌سارې توګه زیات شوي چې د راپورونو له مخې، یوازې په تېرو څلورو میاشتو کې له ایران څخه نږدې یونیم میلیون کډوال را ایستل شوي دي.

که څه هم د ملګرو ملتونو په ګډون د کډوالو چارو اړوندو نړیوالو ادارو وخت ناوخت پر پاکستان او ایران غږ کړی چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ودروي، خو دغو هېوادونو بیا د ټولو افغان کډوالو پر ایستلو ټینګار کړی دی.

بل لورته بیا طالبانو ویلي، چې تر دې دمه یې د افغان کډوالو د راستنېدنې بهیر په ښه ډول مدیریت کړی او لومړنۍ مرستې ورسره شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...