Homeخبرونهایران په «یزد» کې یو بل افغان په دار کړی دی

ایران په «یزد» کې یو بل افغان په دار کړی دی

تاند ( دوشنبه د لړم – عقرب ۵مه) ایران کې پر بشري حقونو د څار سازمان «هه‌نګاو» په دغه هېواد کې د یو بل افغان له اعدامېدو خبر ورکړی دی.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې چې دا افغان د نشه‌يي توکو په تړاو نیول شوی و، او د یاد هېواد په «یزد» کې اعدام شوی دی.

تر اوسه د دغه اعدام‌شوي افغان وګړي د بشپړ هویت په اړه جزییات نه دي خپاره شوي.

د راپورونو له مخې په ایران کې تر دې مخکې هم د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول‌شوي لسګونه افغانان اعدام شوي دي.

که څه هم طالبانو په ځلونو له ایراني حکومته غوښتي چې هلته بندي افغان وګړي دې افغان لوري ته وسپارل شي، خو ایران بیا هم د افغانانو د اعدام سزا زیاته کړې ده.

بلخوا د ملګرو ملتونو په ګډون پر بشري حقونو د څار نړیوالو سازمانونو بار بار د ایران له حکومته غوښتي چې په یاد هېواد کې د اعدام سزا پای ته ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...