Homeخبرونهپاکستان په یوه ورځ ۸ زره افغان کډوال وایستل

پاکستان په یوه ورځ ۸ زره افغان کډوال وایستل

د افغان کډوالو پر ضد د پاکستان د پولیسو د ځپونکو عملیاتو په اوج کې، د افغانستان د کډوالو د چارو کمېسیون شمېرې ښيي چې د یکشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۷مه، لږ تر لږه ۸ زره مهاجر له پاکستانه وایستل شول ــ په وروستیو وختونو کې په یوه ورځ دومره ډېر شمېر کډوال نه وو ایستل شوي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، دا کډوال د کندهار د سپین بولدک او د هلمند د بهر‌ام‌چې له لارو افغانستان ته ستانه کړل شول.

پاکستان وروسته له هغه د افغان کډوالو ایستلو او ځورولو ته لا زور ورکړ چې د روانې میاشتې په پیل کې پر ډیورند کرښه د افغانستان او پاکستان د ځواکونو ترمنځ د اته ورځو په مخه نښتې وشوې او له امله یې د دواړو خواوو اړیکې خورا ترينګلې شوې. له دغو نښتو وروسته، د پاکستان صدراعظم امنیتي ادارو ته امر وکړ چې د بې اسنادو افغانانو د ایستلو هڅې لا پسې چټکې کړي.

په ورته وخت کې، د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو د کمېسیون په وینا، د یکشنبې په ورځ د ایران چارواکو هم ۴۸۰ افغانان د اسلام‌قلعه اوورطښم پُل له پولو څخه وایستل. په دې کې د کډوالو دواړه ډلې شاملې وې؛ هغوی چې په خپله خوښه راغلي او هغوی چې په زوره ایستل شوي.

ایران، چې د پاکستان په څېر په پراخه کچه افغان کډوال باسي، د دې پالیسۍ دلیل په خپل هیواد کې د بې رزوګارۍ زیاتوالی او د پولو د امنیت اندېښنې ګڼي. په ایران کې د بهرنیو اتباعو او مهاجرینو د چارو رئیس، مجید احمدي، تازه اعلان کړی چې افغان کارګر به یوازې هغه مهال ایران ته داخلېدای شي چې په کابل کې د ایران سفارت د کار ویزه ورکړي او د ایراني کارکوونکو تر مستقیمې سرپرستۍ لاندې وګومارل شي.

احمدي دا نوې ویزه د “کفیل” یا سپانسرشیپ سیستم برخه وبلله ــ د کارموندنې رسمي میکانیزم، چې له کلونو راهیسې د خلیجي هېوادونو له‌خوا کارول کېږي. نوموړي په وروستۍ غونډه کې ادعا وکړه چې دغه سیستم به نه یوازې د افغان کارګرو، بلکې د کارګومارونکو او د ایران د ټولنې لپاره هم ګټه ولري.

د پلان له مخې، کارګومارونکي باید د ایران د کار وزارت په ویبپاڼه کې نوم‌لیکنه وکړي، ضروري اسناد پورته کړي، او په هغو سکتورونو کې د افغان کارګرو د ګومارلو اجازه وغواړي چې ډېر سخت او خطرناکه کارونه پکې ترسره کېږي. د منظورۍ له تر لاسه کولو وروسته، اړوند کاري اسناد به صادرېږي.

د بشري حقونو بنسټونو او مرستندویو سازمانونو بیا د افغان کډوالو د اجباري بېرته ستنولو پر دوام اندېښنه څرګنده کړې او د افغانستان اوسنی اقتصادي وضعیت یې د کډوالو د ستنولو لپاره مناسبت وخت نه دی بللی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...