تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۵ مه) په داسي حال کې چې تېره شپه پاکستاني رسنیو اعلان وکړ چې د استانبول خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې، رویټرز اژانس د درې خبرو سرچینو پر اساس وايي، د افغانستان او پاکستان پلاوي به د دوشنبې په ورځ په استانبول کې د خبرو درېیم پړاو ترسره کړي، ځکه له دې مخکې هغوی د تلپاتې سولې په ټینګولو نه دي توانېدلي. په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د منځګړیتوب وړاندیز تکرار کړ.
د جنوبي اسیا دا دوه ګاونډیان د اکتوبر پر ۱۹مه په دوحه کې هغه مهال پر اوربند سلا شول، چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د څو ورځو نښتو له کبله لسګونه کسان ووژل شول ـ دا په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته تر ټولو خونړۍ نښتې بلل کېږي.
په ترکیه کې د سولې د خبرو روان دوهم پړاو د یوه اوږدمهاله اوربند د ټینګېدو لپاره روان دی، خو دواړو لوریو د خبرو پر بهیر بیلابیل تفسیرونه وړاندې کړي دي. د پاکستان دوو امنیتي سرچینو افغان طالبان په خبرو کې پر نههمکارۍ تورن کړل.
یوې سرچینې وویل: “پاکستاني پلاوي واضح کړې چې د سرحدي ترهګرۍ په اړه زموږ پر اساسي غوښتنو هېڅ ډول جوړجاړی امکان نه لري.”
خو په خبرو کې د طالبانو یو استازي دا خبره رد کړه چې ګواکې دوی د خبرو د پرمختګ خنډ ګرځي، او د پاکستان تور یې “بېاساسه” وباله، زیاته یې کړه چې خبرې لا هم روانې دي.
هغه وویل: “په ټوله کې ناسته ښه روانه ده او موږ پر ګڼ شمیر موضوعاتو په دوستانه چاپېریال کې وږغېدو.” سرچینو له دې امله د نوم د نه ښودلو په شرط خبرې کولې چې د موضوع په اړه یې له رسنیو سره د خبرو کولو اجازه نه لرله.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د دوشنبې په ورځ له ملي راډیو تلویزیون سره په څرګندونو کې، وویل: “د افغانستان اسلامي امارت د خبرو ملاتړ کوي او باور لري چې ستونزې د خبرو له لارې حل کېدای شي.” د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند بیا د خبرو د اوسني وضعیت په اړه له تبصرې کولو ډډه وکړه.
پرون ناوخته، ټرمپ یو ځل بیا د شخړې د پای ته رسولو وړاندیز تکرار کړ. نوموړي د مالیزیا په پلازمېنه کوالالمپور کې د یوې سیمه ییزې سرمشریزې په څنډه کې وویل: “زه به دا موضوع ډېر ژر حل کړم، زه دواړه لوري پېژنم… هېڅ شک نه لرم چې موږ به دا ژر ترسره کړو.”