Homeخبرونهپاکستاني رسنۍ وايي، د استانبول خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې

پاکستاني رسنۍ وايي، د استانبول خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې

تاند (دوشنبه، د لړم، عقرب ۵مه) د پاکستان او طالبانو ترمنځ د لوړې کچې خبرې اترې چې په استانبول کې روانې وې، د یکشنبې په ورځ تر هغه وروسته بې‌نتیجې پای ته ورسېدې چې د پاکستاني پلاوي له لوري وروستۍ غوښتنه مطرح شوه.

 د پاکستان د جیو نیوز د راپور له مخې، پاکستان طالبانو ته وروستۍ ضرب‌الاجل ورکړی و، چې باید د افغانستان له خاورې د فعالیت کوونکو ډلو د له‌منځه وړلو لپاره “روښانه او عملي ګامونه” واخلي.

راپور زیاتوي چې د ترکیې په منځګړیتوب دوه ورځنۍ خبرې بې له کومې هوکړې پای ته ورسېدې.

د دوهمې ورځې په مذاکراتو کې پاکستاني چارواکو خپل وروستی دریځ وړاندې کړ او ټینګار یې وکړ چې د اسلام‌اباد د اصلي امنیتي اندېښنو په اړه “هیڅ ډول جوړجاړی نه کېږي”.

دا په داسي حال کې ده چې افغان لوري پاکستان ته په سپارلې مسوده کې له پاکستانه غوښتي و چې د داعش له ملاتړه لاس واخلي.

د پاکستان امنیتي سرچینو خپلو رسنیو ته ویلي، د طالبانو د استازي استدلالونه “له واقعي شرایطو لیرې” وو او داسې ښکارېده چې هغوی له “سیمه‌ییز ثبات سره په ټکر کې اجنډا” پر مخ وړي.

له بلې خوا، د افغانستان ملي راډیو−تلویزیون د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چې طالبانو د کړکېچ د کمولو لپاره “هر اړخیز وړاندیز” کړی دی. طالبانو د افغانستان د بشپړ حاکمیت د درناوي پر اړتیا ټینګار کړی او پاکستان یې تورن کړی چې امنیتي اندېښنې د سیاسي فشار د پلمې په توګه کاروي. طالب چارواکو ویلي چې هېڅ بهرنی هېواد ته به اجازه ورنه کړي د افغانستان د کورنیو چارو په اړه لارښوونې ورته وکړي او ادعا یې کړې چې د اسلام‌اباد غوښتنې د عادي دوه‌اړخیزو همکاریو له چوکاټ څخه ډېرې دي.

د خبرو پاتې راتلل د دواړو هېوادونو ترمنځ د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو د کمولو په هڅو کې شاتګ بلل کېږي؛ هغه سیمه چې په وروستیو نښتو کې لسګونه کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي. مهمې لارې — لکه سپین بولدک، تورخم، شمالي او جنوبي وزیرستان، او خرلاڅي — لاهم تړلې دي.

یوه پاکستاني چارواکي چې جیونیوز خبرې چاینل ویلي: “اوس د خبرو دوام په بشپړ ډول د طالبانو په رغنده ګډون پورې تړلی دی.”

هغه زیاته کړه چې انقره هڅه کوي طالبان وهڅوي چې د سیمې امنیتي وضعیت په رسمیت وپېژني او د هغې مطابق چلند وکړي.

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې، د استانبول خبرو ټولټال شاوخوا ۳۰ ساعته دوام درلود — په لومړۍ ورځ ۱۹ ساعته او په دوهمه ورځ ۱۱ ساعته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...