Homeخبرونهد لوور موزیم د قیمتي اثارو د غلا په تور ۲ تنه...

د لوور موزیم د قیمتي اثارو د غلا په تور ۲ تنه ونیول شول

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب۵ مه) کابو یوه اوونۍ وروسته پولیسو په پاریس کې د لوور موزیم د فرانسوي پاچاهانو د قیمتي ګاڼو د غلا په تړاو په لومړي ځل دوه مشکوک کسان ونیول.

د فرانسوي رسنیو د راپورونو له مخې، چارواکو د لوور له اپولو ګالرۍ څخه د قیمتي شاهي ګاڼو د غلا په قضیه کې دوه کسان نیولي دي، چې یو تن یې په الوتکه کې سپور و او د الوتنې په درشل کې و.

ویل کېږي چې دا دوه کسان د پاریس د سین-سن-دوني (Seine-Saint-Denis) سیمې اوسېدونکي دي او د غلا د پېښو سابقه لري. اوس به پولیس له دوی څخه د ۹۶ ساعتونه پوښتنې- ګروېږنې کوي.

د پاریس څارنوالې، لاور بیکو، وویل چې د غلو ضد د ځانګړې قطعې (Anti-gang Brigade) پلټونکو دا نیونې کړې دي. هغې په خپل بیان کې په وخت د معلوماتو د نه خپرېدو له کبله خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چې دا کار د هغو څه باندې ۱۰۰ پلټونکو د فعالیت مخه خنډولی شي چې د غلا شویو ګاڼو د بېرته موندلو او ټولو ښکېلو کسانو د نیولو لپاره هڅې کوي.

تېره اوونۍ، څو غلو په رڼا ورځ د نړۍ مشهور لوور موزیم ته ننوتل. هغوی د جرثقیل (basket lift) په کارولو سره بالکونۍ ته ځان ورساوه چې د اپولو ګالري ته لاره لري، لومړی یې کړکۍ ماته کړه بیا یې د نندارې د ښودلو ښيښې ماتې کړې او هغه ګاڼې یې غلا کړې چې ارزښت یې شاوخوا ۸۸ میلیونه یورو اټکل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...