یکشنبه, دسمبر 21, 2025
Home+د سینې د سرطان پېژندلو اسانه لارې

د سینې د سرطان پېژندلو اسانه لارې

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۵ مه) هر کال په اکتوبر میاشت کې (د تلې له ۹مې د لړم تر ۹مې) د تي یا سینې د سرطان په اړه معلومات خپرېږي، چې د دې ناروغۍ په اړه د خلکو عامه پوهاوی زیات شي، له ناروغانو ملاتړ وشي او د وختي تشخیص لپاره د سکرینینګ (معاینې) او پوهاوي پروګرامونه وهڅول شي.

د سینې معاینه – ساده خو ډېره مهمه

د سینې معاینه یا ځان‌څارنه ډېره پېچلې نه ده، خو ډېری ښځې دا کار په سم ډول نه ترسره کوي. یوه اغېزمنه معاینه یوازې سطحې کتنه نه ده. د ښځینه روغتیا متخصصان سپارښتنه کوي چې هره میاشت یو ځل دا پنځه مرحلې په دقت سره عملي کړئ، څو هر ډول مشکوک بدلون په وخت وپېژنئ.

لومړۍ مرحله: د هیندارې مخې ته ودرېږئ او ځان وګورئ

په پیل کې د هیندارې مخې ته ودرېږئ او دواړو سینو ته په غور وګورئ. خپل لاسونه د ملا پر دواړو اړخونو کېږدئ او د دواړو سینو بڼه پرتله کړئ.

دې ټکو ته پام وکړئ:

  • د ښکاره پړسوب، غُدې یا تومور شتون
  • په اندازه یا شکل کې د دواړو سینو ترمنځ غیرعادي توپیر
  • د تي د پوستکي ګونځي کېدا، ژوروالی یا ښکته تلل
  • سوروالی، وچوالی، په پوستکي کې بدلون یا زخمونه
  • د نپل (د تي څوکه) بدلون، لکه دننه تلل یا راکش کېدل

که د دې نښو کومه یوه مو ولیدله، ژر تر ژره له خپل ډاکټر سره اړیکه ونیسئ.

سپارښتنه: خپلې څنګلۍ لږ وړاندې کړئ او بدن لږ کیڼ یا ښي اړخ ته وګرځوئ، څو له بېلابېلو زاویو هر بدلون ښه ووینئ.

دوهمه مرحله: لاسونه پورته کړئ او بیا وګورئ

په هماغه ځای کې ودرېږئ، خو دا ځل لاسونه د سر خوا ته پورته کړئ او بیا د دواړو سینو بڼه وګورئ.

پام مو وي، چې ممکن د دواړو سینو ترمنځ په طبیعي ډول توپیر وي، خو که یوازې په یوه خوا کې پوستکی راټول شوی وی یا نابرابري وي، نو دا مهمه نښه ده او باید ډاکټر ته ورشئ.

درېیمه مرحله: د سینې څوکه یا د شېدو وتلو ځای وګورئ

که تاسو شیدې نه ورکوئ، له سینو څخه د مایع وتل طبیعي نه دي.
وګورئ چې آیا له دواړو څوکو (نیپل) او که له یوې مایع وځي؟
دا مایع کېدای شي شفاف، سپین، ژېړ وي یا آن وینه‌ وي.

هر ډول غیرعادي ترشح باید ژر له ډاکټر سره شریکه شي.

سپارښتنه: دا مرحله د حمام په ترڅ ترسره کړئ، ځکه په لانده پوست باندې د ګوتو خوځول اسانه وي او معاینه لا دقیقه کېږي.

څلورمه مرحله: پریوځئ او دواړه سینې جلا جلا معاینه کړئ

په یو اړخ پرېوځئ، یو بالښت تر سر لاندې کېږدئ او د همدې اړخ لاس د سر شاته کېږدئ.
د مقابل لاس درې ګوتې (اشاره، منځنۍ او حلقوي) سره ونیسئ او دایروي حرکت ورکړئ – د سینې له بهر څخه د نپل پر لور.

په هر ځل حرکت کې لږ فشار ورکړئ، څو د پوستکي لاندې ژور نسجونه هم حس کړئ. د سینې ټولې برخې وګورئ – د ټټر له هډوکي (د اوږې لاندې هډوکي) څخه د نس پر سر او له تخرګ څخه د سینې تر منځ هډوکو پورې.

وروسته بل اړخ ته واوړئ او همدغه کار تکرار کړئ.

سپارښتنه: د درې ګوتو کارول مرسته کوي چې طبیعي نسج له تومور سره ګډ نه کړئ.

پنځمه مرحله: کښېنئ او بیا وګورئ

اوس کښېنئ او هماغه دایروي حرکتونه بیا تکرار کړئ. د تخرګ لاندې هډوکي څخه د سینې د منځ تر هډوکي پورې ټولې برخې لمس کړئ.

دې ته مو پام وي چې د لنفاوي غدو (lymph nodes) پړسوب یا حساسیت خو نه لرئ. هر ډول سخته، ګولۍ‌شکله یا د نخود په اندازه برخه باید جدي وګڼئ.

تر ټولو مهم – دا عادت وګرځوئ

ټولو ښځو ته سپارښتنه کېږي چې لږ تر لږه هره میاشت یو ځل د خپلې سینې معاینه په خپله وکړي. هر څومره چې دا کار زیات تکرار کړئ، هغومره به له خپل بدن سره بلد شئ او بدلونونه به په اسانۍ وپېژنئ.

ښه وخت د میاشتني عادت له پای ته رسیدو څو ورځې وروسته دی، کله چې سینې نرمې او غیر حساسې وي. که حیض نه‌لرئ، یوه نېټه غوره کړئ او هره میاشت هماغه ورځ دا معاینه تکرار کړئ.

د دوامدار تمرین له لارې به تاسو خپل بدن ښه وپېژنئ او د هر ډول بدلون په پېژندلو کې به چټک عمل وکړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لغمان کې تر میلاد مخکې دورې لرغونی اثار وموندل شول

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۴ مه) د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان...