یکشنبه, نوومبر 2, 2025
Homeخبرونهله ازبکستانه افغانستان ته وارداتي برېښنا بېرته وصل شوه

له ازبکستانه افغانستان ته وارداتي برېښنا بېرته وصل شوه

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۵ مه) د افغانستان برښنا شرکت د ازبکستان د برښنا له لس ورځنۍ پرچاوۍ وروسته اعلان وکړ چې د ازبکستان د وارداتي برېښنا مزي د دغه هېواد په مرسته ترمیم او بېرته نښلول شوي دي.

د افغانستان برښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د مزو د ستنو ترمنځ د واټن زیاتوالی د ترمیم چارې له ستونزو او ځنډ سره مخامخ کړې وې.

د افغانستان برښنا شرکت د یکشنبې په ورځ، د عقرب پر څلورمه، په حپله خبرپاڼه کې همداراې ویلي چې هغه برېښنايي مزی چې د امو سیند پر سر پرې شوی و، د ازبکستان د ملي برېښنا شرکت په همکارۍ بېرته ترمیم شو. دغه شرکت زیاته کړه چې د دې مزې له ترمیم کېدو سره، کابل او ۱۱ نورو ولایتونو ته برېښنا بېرته راغله.

دغه شرکت د میزان په ۲۴مه اعلان کړی و چې د ازبکستان د ۲۲۰ کیلوولټه وارداتي برېښنا لېږد مزي د دواړو هېوادونو ترمنځ په پوله کې پرې شوي او د برېښنا سیمونه د امو سیند ته لوېدلي دي.

د دغو مزو د پرې کېدو له امله په ۱۳ ولایتونو کې د برېښنا پر جریان اغېز وشو. په سمنګان، بغلان، پروان، کاپیسا، پنجشیر او کابل ولایتونو کې د برېښنا کچه په څرګند ډول راکمه شوه. همدارنګه، په ننګرهار، لغمان، میدان وردګ، غزني، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې هم برېښنا له معمول ظرفیت څخه نژدې نیمايي کچې ته راټیټه شوې وه.

د برېښنا د کورني تولید کموالي له امله افغانستان د ګاونډیو هېوادونو پر انرژۍ متکي دی.

افغانستان تر ټولو ډېره برېښنا له ازبکستان څخه واردوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میجر ”لې مسیوریېر “ او ”لودین“ کندهار

(کندهار په ۱۸۷۹ او ۲۰۲۴ کي دکتاب لنډه پېژندنه) لیکنه: غني حسن دا کتاب په اصل کي پر ۳ برخو ویشل سوی دی.  لومړۍ برخه ئې:  د فرنګي...