Homeسپورتد فوټسال تر ۱۷کلنو کم عمره ملي لوبډلې چین ته ماتې ورکړه

د فوټسال تر ۱۷کلنو کم عمره ملي لوبډلې چین ته ماتې ورکړه

تاند (یکشنبه د لړم ـ عقرب ۴مه) ‏د افغانستان د فوتسال تر ۱۷کلنو کم عمره ملي لوبډلې د اسیا نوي ځوانانو سیالیو کې چین ته څلور په صفر ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې دې بریا سره د یادو سیالیو نیمه پایلوبې ته لار وموندله.

د افغانستان ۱۷کلنو کم عمره ملي لوبډلې د یادو سیالیو خپلو دوو لوبو کې ازبکستان ته لس په دوه او کوربه بحرین ته اووه په صفر ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې د درېیو پرلپسې بریاوو وروسته خپل ګروپ په سر کې ځای درلودلو سره نیمه پایلوبې ته لار وموندله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...