Homeخبرونه‏خلیلزاد: د خواجه آصف له لوري طالبانو سره د جګړې ګواښ، بې...

‏خلیلزاد: د خواجه آصف له لوري طالبانو سره د جګړې ګواښ، بې پروا او خطرناکه څرګندونې دي

تاند (یکشنبه د لړم ـ عقرب ۴مه) د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف هغه څرګندونې چې د طالبانو پر ضد د جګړې ګواښ یې کړی، د ډېرو بې پروا او خطرناکو څرګندونو په توګه یادې کړې دي.

خلیلزاد ویلي، خواجه اصف د افغانانو په دښمنۍ کې مشهور دی.

هغه د پوښتنې په توګه ویلي: «ایا دا سمه ده چې د یوه شخص احساسات دې پاکستان د یوې ویجاړونکې جګړې پر لور بوځي؟»

نوموړي جګړه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د دواړو خواوو لپاره د بایلات لوبه بللې او ټینګار یې کړی چې دواړه لوري باید له نښتو ډډه وکړي.

خلیلزاد ډېپلوماسي، خبرې اترې او له یو بل سره رغنده ګاونډیتوب د طالبانو او پاکستان لپاره غوره لارې بللې دي.

د خلیلزاد دا څرګندونې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د هغو خبرو په ځواب کې دي، چې ویلي یې و: «که خبرې اترې پایله ورنه کړي، اسلام اباد به له طالبانو سره مخامخ جګړه پیل کړي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...