تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۴ مه) یوې نسبتاً زورورې زلزلې، چې شدت یې د ریښتر په حساب ۵ اعشاریه ۲ درجې و، نن شپه افغانستان او شاوخوا سیمې ولزولې.
د اروپا د مدیترانې د زلزله پېژندنې مرکز وايي د دې زلزلې مرکز یې د هندوکش په غرونو کې تر مځکې ۱۹۰ کیلومتره لاندې و.
د جرمني د رسنیو د راپور له مخې، زلزله، د افغانستان په وخت د شپې په ۹ بجې او ۴۴ دقیقې وشوه او مرکز یې د بدخشان ولایت مرکز فیض اباد ته نژدې و.
تراوسه پورې د زلزلې له کبله د احتمالي مرګ ژوبلو او تاوانونو په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی.
افغانستان، په تېره بیا د هندوکش د غرونو لړۍ، د زلزلې مهم مرکز دی او ډېرې زلزلې پکې کېږي.