شنبه, نوومبر 1, 2025
Homeټولنیزایا پښتتانه بني اسراییل دي؟

ایا پښتتانه بني اسراییل دي؟

پښتانه جنګیالی خلک دي، داسې جنګیالي خلک چې د جنګ په ډګر تر ډېره په اسبابو او لوازمو نه، بلکې په خپل همت او زخمت اتکاء کوي، دا خلک چې د افغانستان، پاکستان او په لږه برخه د هندوستان په ځینو کلیو او ښارونو کې مېشت دي، د اټکل له مخې یې شمېر ۱۱۰ میلیونو ته رسیږي چې په پښتو ژبه خبرې کوي، پښتو نه یوازې د پښتون د قوم یوه ژبه ده، بلکې د دوی لپاره  یو قانون او فرهنګ هم ګڼل کیږي. که چېرته پښتون ته وویل شي چې ته پښتون نه یې یا په پښتو نه پوهېږې، نو دا ورته د سختې کنځا مانا لري، نو بنا پردې پښتو او پښتونوالي د پښتنو لپاره مهم معنوي ارزښتونه دي.
د تاریخپوهانو په نظر داسې هم ویل کیږي چې په افغانستان کې د تیرو پنځوسو کالو شخړې او جګړې د دین ، مذهب او قوم سره کومه اړیکه نه لري، بلکې دا جنګ یوازې د ژبې پر اساس دی. په افغانستان کې پښتو ملي او رسمي ژبه ده، خو دري چې د دغه هېواد مخکینۍ تاریخي رسمي ژبه ده، ویونکي یې د پښتو د رسمي او ملي مقام سره حساسیت ښیي.
په هر صورت له دې خبرو را تیریږو دغې خبرې ته راځو چې پښتانه دي څوک؟
د پښتنو د هویت او اصل په اړه مبهم نظریات ورکړل شوي چې یو یې هم تر اوسه پورې سل فیصده منل شوی حقیقت نه دی، تر اوسه د نړۍ د هر قوم په پرتله د پښتنو د هویت او ار په اړه تر ټولو زیات خو جنجالي  نظریات ورکړل شوي دي، چې دوه نظریې یې ډېرې مشهورې دي:
۱- پښتانه اریایان دي
۲- پښتانه بني اسراییل دي
پښتانه اریایان دي دا نظر د ځینو حالتونو او څیړنو په اساس ولاړ دی، کله که د پښتنو د ژوند کړه وړه او د معاشرت حالت مطالعه شي نو داسې معلومیږي چې پښتانه بلکل اریایان دي، دا نظریه تر ډېره حده هغه وخت لا پسې قوي شوه کله چې په وروستیو پیړیو کې ځینو ختیځ پوهانو د خپلو څیړنو په نتیجه کې وویل چې پښتانه اریایان او پښتو ژبه د هندو اروپایي ژبو برخه ده.
پښتانه بني اسراییل دي، دا بله هغه نظریه ده چې بعضې بهرني او ځینې داخلي پوهان په دې باور دي، دا نظریه هم تر ډېره د پوښتنې وړ ده، اما دا نظر په پښتنو کې زیات پلویان هم لري.
ځینې افغان تاریخ پوهان وايي چې دا نظریه سمه نه ده، ځکه چې په دې سره اسراییلو ته ټولنیز او سیاسي نفوذ ورکول کیږي او پښتانه په اصل کې پښتانه او اریایان دي. په دې وروستیو کې په غرب او امریکا کې د پښتنو او اسراییلو د وینې د D.N.A په اساس ځینې څیړنې تر سره شوي دي چې دپښتنو او اسراییلو د نسل د یووالي په اړه یې نتیجه منفي بلل شوې ده.
د پښتو ژبې وتلی شاعر او لیکوال ښاغلی پروفیسور اباسیند یوسفزی په خپل بیان کې وایي (پښتانه بني اسراییل دي.) نوموړی زیاتوي که د چا زړه یې مني او که یې نه مني خو دا یو حقیقت دی چې پښتانه بني اسراییل دي، ښاغلی یوسفزی د خوشال خان خټک یو بیت ته اشاره کوي او وایي چې دا د پښتنو د نسل او ریښې لپاره تر ټولو لوړ حقیقت دی، بیت دا دی:
په ښایست باندې یې ختمه دا وینا ده
چې په اصل د یعقوب قوم ، ټبار دي
دی وایي چې د خوشال بابا په وخت کې دا خبره دومره جدي هم نه وه چې پښتانه بني اسراییل یا د یعقوب ع اولاده ده او که نه ده.
ښاغلی یوسفزی دا هم وایي چې د هغه ځای نوم چې نمرود، ابراهیم ع اور ته پکې  اچوه اور نومیږي او اور لفظ یوازې د پښتو ژبې کلمه ده. بل حالت چې اباسین یوسفزی یې یادوي هغه دا دی، چې سلیمان ع چې د بني اسراییلو یو پیغمبر او رهبر و، د پښتنو سره ربط لري، دی زیاتوي چې اوس هم په عربو کې پښتون ته سلیمانی وایي.
که موږ د پښتنو روایتي تاریخ ته ځیر شو، نو لیدل کیږي، چې ابراهیم بن اسحق بن یعقوب بن بنیامین بن بکورت بن سرور بن ابي یېل  او د ابي یېل په اولاد کې قیس نومي یو ځوان راځي چې د هغه په اولاد کې ملک طالوت ساول دی او د طالوت ساول په اولاد کې ارمیا او برخیا راځي، چې  ارمیا زوی یې افغانیا په نوم یاد شوی دی، د اوسني افغانستان نوم د همدغه نوم سره اړیکه لري.
بل خوا اسراییلي مورخین هم په کلکه ادعا کوي چې پښتانه یا افغانان بني اسراییل دي، دوی وایي افغانیا د ملک طالوت ساول زوی د اسراییل له پښته دی او دا یو حقیقت دی. اسراییلي مورخین زیاتوي هغه وخت چې  د مخکني بابل پاچا بخت نصر له میلاده څو پیړۍ مخکې د کنغان په خاوره یرغل وکړ او دلته میشت یهودي او اسراییلي قبېلې یې تس نس کړې، نو د اسراییلو لس قبېلې له دې ځایه ترۍ تمې شوې چې یوه یې په کې همدغه افغانیا قبیله وه چې اوس د افغانستان په نوم د هېواد اوسیدونکي دي.
بل طرف که چېرته موږ وګورو،  هغه افغان یهودان چې کالونه کالونه مخکې له افغانستان څخه وتلي دي او اوس په اسراییلو کې مېشت دي په ډېر افتخار سره وایي چې دوی افغانان دي!
د پښتنو د بني اسراییل کیدو روایتونه په مختلفو تاریخي اثارو کې راغلي دي، لکه نعمت الله هروي په ۱۷ مه  میلادي پیړۍ کې په خپل معتبر اثر مخزن افغاني کې پښتانه د یعقوب ( ع) اولاده او نسل بللی دی، همدارنګه حافظ رحمت خان په خپل  اثر کې د پښتنو د بني اسراییل کیدو روایتونه حقیقت او واقعیت بللي دي، په ۱۲ مه هجري پیړۍ کې د خوشال بابا لمسي او د پښتو ادب د کلاسیکې دورې ستر لیکوال او شاعر افضل خان خټک په خپل مهم تاریخي اثر ـ تاریخ مرصع ـ کې پښتانه د بني اسراییلو قبیله بللې ده.
نتیجه دا چې د پښتنو د اصل نسب په اړه هیڅ قانع کوونکی ثبوت نشته او ټول نظریات د ځینو حالاتو او دودونو په اساس بیانیږي، د پښتنو د اریا په اړه یوازې حالات او د اسراییل کیدو په اړه یوازې حالات، عادات او خویونه په نظر کې نیول کیږي، دا موضوع باید په علمي او فني شکل وڅیړل شي، نه په عقیدوي او افتخاري بڼه. د DNA له مخې پښتانه او اسراییل سره ورته والی نه لري.
نورمدین بلخېل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میجر ”لې مسیوریېر “ او ”لودین“ کندهار

(کندهار په ۱۸۷۹ او ۲۰۲۴ کي دکتاب لنډه پېژندنه) لیکنه: غني حسن دا کتاب په اصل کي پر ۳ برخو ویشل سوی دی.  لومړۍ برخه ئې:  د فرنګي...