یکشنبه, نوومبر 2, 2025
Homeخبرونهطالبانو او پاکستان په استانبول کې خپلې مسودې یو بل ته وسپارلې

طالبانو او پاکستان په استانبول کې خپلې مسودې یو بل ته وسپارلې

تاند (یکشنبه، د لړم/ عقرب ۴ مه) پاکستاني رسنیو نن راپور ورکړ، په استانبول کې د پاکستان او افغانستان د پلاوو مذاکرات بیا پیل شول.

سرچینې وایي چې د پاکستان او افغانستان د پلاوو خبرې له هغه وروسته په استانبول کې بېرته پیل شوې چې اسلام‌اباد د طالبانو له لوري وړاندې شوې ترهګرۍ ضد طرحې ته خپل رسمي ځواب وسپاره.

د ترکیې د استخباراتو د ملي ادارې مشر، ابراهیم کالن، د خبرو د دوهم پړاو منځګړیتوب کوي. د سرچینو په وینا، د پاکستاني پلاوي ځواب څو ساعته وروسته له هغه وسپارل شو چې د طالبانو پلاوي د پاکستان د وړاندیزونو پر ځواب کې خپله دریځ په رسمي لو لیکلې بڼه وړاندې کړ.

په استانبول کې د شنبې د ورځې د خبرو په لومړي پړاو کې، پاکستان د د ډیورند کرښې په اوږدو کې د بریدونو د مخنیوي لپاره طالبانو ته خپله ترهګري ضد طرحه وسپارله، څو د پاکستان په وینا له افغان خاورې څخه د پاکستان پر ضد د بریدونو مخه ونیول شي. کابل خپل ځواب د یکشنبې په سهار وسپاره.

د استانبول د سولې دا خبرې د قطر د دوحې له ناستې وروسته ترسره کېږي؛ لومړۍ ناسته د اکتوبر پر ۱۹مه په دوحه کې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب پیل شوې وه.

په لومړي پړاو کې دواړو لورو پر اوربند هوکړه وکړه.

د طالبانو په مسوده کې چې پاکستان ته یې سپارلې، د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا د درناوي غوښتنه شوې، په ځانګړي ډول د افغانستان پر خاوري او هوايي حریم د سرغړونو پر درېدو ټینګار شوی او له پاکستانه غوښتنه شوې چې د طالبانو ضد وسله‌وال کسان پرېنږدي چې له خپل قلمرو څخه د افغانستان پر ضد فعالیت وکړي.

طالبانو په ځلونو ویلي چې پاکستان د داعش مشرانو او غړیو ته په بلوچستان کې پناه ورکړې چې له هغه ځایه په افغانستان او نورو هیوادونو کې بریدونه وکړي.

سرچینې زیاتوي چې په دې وړاندیز کې د څلور اړخیز ميکانېزم طرحه هم شامله ده چې د اوربند د ماتولو پېښې وڅاري او د ډیورند کرښې په اوږدو کې د شخړو د مخنیوي لپاره استخباراتي معلومات شریک کړي.

د خبرو دوهم پړاو چې د شنبې په ورځ پیل شو، لا هم دوام لري او منځګړي په کې حاضر دي.

طالبانو په استانبول کې له ۱۵ ساعته خبرو وروسته پاکستان ته وروستۍ مسوده وسپارله

1 COMMENT

  1. د پنجابستان دوکه مار فوج د جیلونو سخه بندیان په زبر دستی وړی دی، او بیا یی د افغان دریورند لاین کرښه په تیرا او کورمه سیمه کی وژلی دی، او خپل پنځه فوجیان چه د طالیبانو د جګړی په وخت تښتیدلی وه، هغه یی هم د دوی سره یو ځای وژلی دی. چه دنیا ته وښایی چه زمونږ فوجیان یی هم وژلی دی.
    اوس دنیا ته معلومه شویده چه پنجابستان ترهګر ملک او فوجیان داسی نوی کارنامی کوی. او بیا یی په استانبول کی د مذاکراتو په وخت دا نوی وړاندیز کړیدی.
    چه په دغه نوی وړاندیز ترکیه، قطر او نوره دنیا ډیره حیرانه شویده او د پنجاب حیثیت او د دغه انسانانو شکنجه او وژل فقط د افغان حکومت لپاره په مذاکرتو کی پیش کول. نو پنجاب اوس په دغه دوکه تر ټولی دنیا غټ مجرم وپیژندل شو. کیدایشی د پنجاب دغه نوی ډارامه او بشر وژنه د هاګ محکمی ته هم سمدستی پیش شی. پنجاب فکر کوی نړی اوس هم ړنده ده. فکر نه کوی چه ستلایت کمری هره ورځ څارنه کوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میجر ”لې مسیوریېر “ او ”لودین“ کندهار

(کندهار په ۱۸۷۹ او ۲۰۲۴ کي دکتاب لنډه پېژندنه) لیکنه: غني حسن دا کتاب په اصل کي پر ۳ برخو ویشل سوی دی.  لومړۍ برخه ئې:  د فرنګي...