Homeخبرونهاقتصادي خبرونهترکمنستان: په ټاپي نللیکه کې به افغانستان ته د ۲۰۲۷ په پیل...

ترکمنستان: په ټاپي نللیکه کې به افغانستان ته د ۲۰۲۷ په پیل کې د ګازو صادرات پيل شي

تاند (یکشنبه، د لړم/ عقرب ۴ مه) ترکمنستان اعلان کړی چې د TAPI پایپ‌لاین له لارې به د ۲۰۲۷ کال په پیل کې افغانستان ته د طبیعي ګازو صادرات پيل کړي، ځکه چې په افغانستان کې د یادې پروژې د جوړولو کار وروستیو پړاوونو ته رسېدلی او سیمه‌ییزې هوکړې هم د نهايي کېدو په حال کې دي.

محمد مراد امانوف، چې د TAPI پایپ‌لاین د پروژې مشر دی، دولتي رسنیو ته ویلي چې د افغانستان په برخه کې د نللیکې د جوړولو چارې به د راتلونکي کال تر پایه بشپړې شي.

امانوف زیاته کړه چې له ترکمنستانه به د ګازو صادرات هغه مهال پيل شي چې د افغانستان اړوندې زیربناوې چمتو او فعالې شي. له پاکستان سره د لازمو تړونونو پر نهايي کېدو خبرې هم وروستیو مرحلو ته رسېدلې دي.

هغه وویل:
«موږ هڅه کوو چې پاکستان د هغو موافقو برخه‌وال کړو چې راتلونکي پانګونې خوندي کړي او پانګوالو، دولتي ادارو او مالي بنسټونو ته ډاډ ورکړي.»

امانوف څرګنده کړه چې د اړینو قراردادونو تر ۹۰٪ څخه ډېر کار بشپړ شوی او خبرې په وروستۍ پړاو کې دي.

د ټاپي نللیکې پروژه چې ترکمېنستان، افغانستان، پاکستان او هند سره نښلوي، په کال کې ۳۳ میلیارد متر مکعب ګاز د ترکمېنستان له «ګالکینیش» څخه لېږدوي. ترکمنستان د نللیکې خپله برخه بشپړه کړې ده.

د افغانستان په هرات ولایت کې د نللیکې د اېښودو کار پیل شوی او تر اوسه تر لس کیلومتره زیاته نللیکه ځای پر ځای شوې ده.

د تورکمن‌ګاز مشر، مکسات بابایف، وویل چې لومړني صادرات به افغانستان ته په کال کې ۵۰۰ میلیون متر مکعبه وي، چې وروسته به د زیربناوو له پراختیا سره ۱.۵ میلیارد مکعب مترو ته ورسېږي. دغه پروژه چې څو ځله ځنډېدلې، د سیمې د اقتصادي یووالي لپاره ستراتيژیک اهمیت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...