تاند (یکشنبه، د لړم/ عقرب ۴ مه) د طالبانو یو شمېر مخالفو رسنیو د خپلو باوري سرچینو په قول ویلي چې په استانبول کې د طالبانو پلاوي له پاکستاني چارواکو سره له ۱۵ ساعته خبرو اترو وروسته خپله وروستۍ مسوده پاکستاني پلاوي ته سپارلې ده.
په دې مسوده کې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا د درناوي غوښتنه شوې، په ځانګړي ډول د افغانستان پر خاوري او هوايي حریم د سرغړونو پر درېدو ټینګار شوی او له پاکستانه غوښتنه شوې چې د طالبانو ضد وسلهوال کسان پرېنږدي چې له خپل قلمرو څخه د افغانستان پر ضد فعالیت وکړي.
طالبانو په ځلونو ویلي چې پاکستان د داعش مشرانو او غړیو ته په بلوچستان کې پناه ورکړې چې له هغه ځایه په افغانستان او نورو هیوادونو کې بریدونه وکړي.
سرچینې زیاتوي چې په دې وړاندیز کې د څلور اړخیز ميکانېزم طرحه هم شامله ده چې د اوربند د ماتولو پېښې وڅاري او د ډیورند کرښې په اوږدو کې د شخړو د مخنیوي لپاره استخباراتي معلومات شریک کړي.
د خبرو دوهم پړاو چې د شنبې په ورځ پیل شو، لا هم دوام لري او منځګړي په کې حاضر دي.
دا په داسي حال کې ده چې تېره شپه ترکي رسنیو وویل چې خبرې پای ته رسیدلي دي.
اټکل کېږي چې د دې خبرو پایله به د دوحې د بهیر په چوکاټ کې د اوربند د راتلونکي میکانېزم برخلیک وټاکي.
پاکستان ټینګار کوي چې خبرې باید د پاکستاني طالبانو (TTP) او نورو هغو ډلو پر وړاندې د نه بدلیدونکو او عملي اقداماتو په ترسره کولو را وڅرخېږي چې په پاکستان کې بریدونه کوي.
اسلاماباد په وروستیو اوونیو کې د افغانستان په خاوره څو هوايي بریدونه کړي، چې په ترحې کې سلګونه تنه ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي خو پاکستان ادعا کوي چې د ټي ټي پي پر جنګیالیو یې بریدونه کړي دي.