یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeکلتورسینماد پولاد علمدار ژوند ليک او د ليوانو دره

د پولاد علمدار ژوند ليک او د ليوانو دره

ژباړه/ ساحل منګل –

دپولاد علمدار اصلي نوم (نجاتي ششماز)دی ،دترکيې سيمنامشهور لوبغاړی دی چې په څو ترکي فلمونو کې ېې کار کړی دی او په دې ورستيو کې دنړۍ په کچه وپيژندل شو.

هغه دترکيي تر ټولو ښه سريال د(ليوانو درې ) ،چې دوطن دوستۍ او دپرديو پر ضد جوړ شوی په زړه پورې رول لوبولی دی .

نجاتي ششماز(پولاد عالمدار)د۱۹۷۱ ميلادي کال ددسامبر په ۱۵ نيټه دترکې هيواد دايلزيک په ښار کې نړۍ ته سترګې غړلې دي ،دسينما دغه څيره دفلم سربيره په حقيقي ژوند کې هم دښو اخلاقو او غوره شخصيت څخه برخورداره ده،شپږ کاله ېې په امريکا کې ژوند کړی دی او دسپټمبر د۱۱ پيښې وروسته هيواد ته راستون شوی دی.

کله ،چې هيواد ته راستون شو خپلو وروڼو راجي ششماز،او زبير ششماز ته ېې د(ليوانو درې ) دفلم دشوټينګ وړانديز وکړاو په دې فلم کې ېې مماتي او عبدالحی ،چې دوړکوالي ملګري و برخه ورکړه.

دليوانو درې سريال په جريان کې دغه پرمختللی هنر مند له خپلې ډلې سره يو ځای په دې وتوانيد ،چې ددې سريال ځينې صحنې په عراق او فلسطين کې هم ډکې کړي ، په دې سريال کې ېې د ځينې دولتونو سياسي دسيسي ځای په ځای کړې دي ،هغه هڅه کړې ،چې ديو شمير دولتونو دغه ناخوالې ديو ښه هنر په قالب کې جوړې کړي ،هغه وايي ددې سريال په جوړولو کې مې انګيرله ،چې ددې سريال په خپرېدو سره يوه وطن دوسته شخصيت تر لاسه کړم.

نجاتي ششمازددې سريال په اتمه برخه کې په يو شمېر جګړو کې راښکيل کيږي هغه وخت ،چې دده او دمخاليفينو جګړه دوام لري چې دغه صحنه اوس هم په سريال کې ثبت دی په دې وخت کې د زړه درد پيدا کوي ،چې ددې پيښې سره سريال ځنډول کيږي ،وروسته له هغې ،چې ششماز روغتون ته بيول کيږي او ډاکتران دمعاينو وروته ډاډ ورکوي ،چې دد روغتيا ښه ده خو اړتيا ده ،چې دی بايد ديو څه وخت لپاره دتوپنچي او ټوپک له غږه لرې وساتل شي،نجاتی ششماز(پولاد عالمدار) خپلو ملګرو ته ويل ،چې زه غواړم ،چې لس کاله نور هم پولاد عالمدار پاتې شم او غواړم ،چې په ټوله نړۍ کې 1خپلو مينه والو ته هنر ورښکاره کړم.

د ششماز لپاره ۲۰۱۳ کاله دخوښۍ او نيکمرغۍ کال و ځکه ،چې په دې وخت کې دليوانو درې سريال دومره مشهور شوی و،چې په ټوله ترکيه دسينما په نړۍ کې بل کس دده نه پورته مقام نه لاره او نه ېې په وړاندې څوک ودريدل .

د ليوانو درې سريال په ډيره مينه او شوق سره په ترکيه،بالکان،اروپا،روسيه،بلغارستان ،افغانستان او نورو هيوادونو کې وکتل شو او ددې هيوادونو خپلو ژبو ته وژباړل شو،همدارنګه ددې سريال له امله ميليونونو خلکو له دوی سره مينه پيدا شوه يعنی پولاد علمدار، مماتي،عبدالحی،جاهد،او اورحان ددوی څخه ېې چې کوم يو په ترکيه کې په لاره تيږي خلک پرې راټوليږي اوګلان پرې شيندي .

د دې سر يال دښه پيغام اودکارکونکو دښه رول د ادا کول ددې لامل شول ،چې دترکي صدراعظم رجب طيب اردغان له دوی سره ليدنه وکړي او هغه وستايي .

نجاتي ششماز په۲۰۱۲-۱۲-۱۲ کال کې واده وکړ ،چې په ډير کم لګښت سره دده ټولو خپلوانو پکې برخه اخيستې او په دې اخره کې پلار هم شو،نجاتي ششماز او ددې ميرمن (ناګهان کاشيک چيک) په خپل زول علي نادر نوم کيښود.

9 COMMENTS

  1. Da lewano dara serial zama deer khwakh dy. Za ye pa deera min taqibawam Da Da pa Ledo zma Da watan doostay hes zat shaway poolad zama deer khwash dy

  2. وقعآ چی ښه سریال دی په اول کی می نه خوښیده ځکه چی دافغانستان وضعیت ته په کتوسره چی هرورځ په کی مرګونه وی ددی سریال سره می چندان علاقه نه درلوده حال دا چی زما ملګرو هره شپه تعقیبولو خو زما علاقه ورسره نه وه دملګرو په ډیر اسرار سره می سریال ورسره یوځای په کتو پیل وکړ چی بیا یی ډیرزیات مینه وال شوم علت یی همدا وه چی قیصه یی ډیره جالبه او ښه هنر په کی ننداری ته وړاندی شوی وه اوس فولاد علمدار زما دخوښی د ډیروښه هنرمندانو له جملی څخه دی

  3. د (لیوانو دره) سریال واقیعا په زړه پوری سریال دی او دواقعاتو سره تر ډیره بریده کامله تړون لری او یو بله ښیګڼه یی پدی کی ده چی دهری ټولنی وګړی په سیاسی کړنو پوه کوی او دهیواد سیاسی او بهرانی حل لاری بیانوی زما په نظر زموږ د ګران هیواد افغانستان واقیعات دهمدی سریال سره مطابقت لری…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب